20/04/2023
نیکمرغه کوچنی اختر دي ټولو مسلمانانو او په ځانګړې توګه په کور دننه او بهر مېشتو هیوادوالو ته مبارک وي. روژې او ټول کړي عبادات مو د الله ج په حضور کي قبول سه.
هیله من یم چي دا اختر به په هیواد کي د نېکمرغۍ، سوکالۍ، ورورۍ او د یو بل د زغملو او منلو سبب ګرځي.
په همدې موقع خواست کوم چي ملګري ملتونه او اوسنی سرپرست حکومت پر خپلو وروستيو سختو دريځونو بیا له سره غور وکړي او دواړه لوري باید د افغانانو اوسنیو ستونزو او غمیزو ته په پام، پخپلو دريځونو کي نرمښت وښيي.
اختر مو مبارک سه!