تر مرګ وروسته د ژوند په اړه قراني دليل!
Islam / اِسلام
د دغه فیسبوک پاڼي له لاري تاسو محترمو لیدونکو ته د اِسل?
مهمه مسئله
هغه لس شيان چې پر ښځو حرام دي
۱-د خپلو خاوندانو نافرماني:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: صدقه ورکړئ، ځکه چې د دوزخ ډیری خلک مې تاسو ښځې ولېدئ هغوی (ښځو) پوښتنه وکړه ولې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تاسو د میړونو څخه نافرمانۍ کوئ (بخاري)
۲- یواځې والی د نا محرم سره:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: هیڅ سړی دې د یوې (نامحرمه) ښځې سره یواځې نه کېني، او هیڅ یوه ښځه دې بې له محرم څخه سفر نه کوي (بخاري)
۳- دهمبسترۍ رازونه ښکاره کول:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: د قیامت په ورځ د الله (ج) په وړاندې د ارزښت له مخې تر ټولو بد (ناوړه) سړی او ښځه هغه دي چې په خپلو کې سره یو ځای کېږي(همبستري کوي) او بیا د خپلې همبسترۍ یو ځای کېدنې رازونه افشاء (ښکاره) کوي.
۴- د نامحرمه سړیو سره کیناستل
(که څه هم خپل لیور وي) رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د ښځو څنګ ته د تللو څخه ځانونه وژغورئ، د انصارو څخه یو تن پوښتنه وکړه، د مېړه د خپلوانو په اړه څه وایې؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د مېړه خپلوان مرګ دی (بخاري)
۵- خپل خاوند ته د پردو ښځو بیان کول:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې هیڅ یوه ښځه دې د بلې ښځې بدن ته په داسې ډول نه ګوري چې وروسته یې بیا خپل مېړه ته داسې بیان کړي لکه چې هغه یې ګوري( بخاري)
۶- سړو ته په شهوت کتل:
الله پاک فرمایې (وقل للمؤمنات یغضضن من ابصارهن یحفظوا فروجهن) دالنور سورة ۳ الایة
ژباړه:
ووایه مؤمنو ښځو ته چې د خپلو سترګو حفاظت وکړي (د حرامو څخه) او وساتي شرمګاهونه خپل (د نارواوو څخه)
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: سترګې زنا کوي، او د سترګو زنا ناروا نظر او کتل دي (مسلم)
۷- سړو ته لاس ورکول:
الله پاک فرمایې: او اذا سألتموهن متاعاً فاسألو هن من وراء حجاب (الاحزاب ۵۳ آیة)
ژباړه: او کله چې تاسو له دوی (د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بیبیانو) څخه د ضرورت څه غواړئ نو د پردې تر شا یې وغواړئ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې(زه ښځو ته لاس نه ورکوم) الترمذي.
۸- د کور څخه د وتلو په مهال د عطرو( خوشبوي) استعمالول:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: کله چې ستاسو( ښځو) څخه یو څوک مسجد ته ځي نو پر ځان دې خوشبويي (عطر) نه لګوي [مسلم
۹- د مېړه څخه د طلاق غوښتنه:
(بې له کوم شرعي عذر اودلیل څخه) رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: هر هغه ښځه چې بې له کوم شرعي عذر څخه له خپل مېړه څخه طلاق وغواړي نو جنت پرې حرام دی ( ابوداؤد، الترمذي)
۱۰- د خاوند په شتون کې د هغه د اجازې پرته کور ته څوک داخلولو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: ښځې ته روا نه دي چې مېړه یې په کور کې وي او پرته د هغه له اجازې څوک کور ته را ننباسي( بخاري، مسلم)
(کبر )
کبرجن او مغرور.
یوه ورځ یوه میرمن له خپل خاوند سره په ډوډۍ ناسته وه یو فقیر راغی او د دوی دروازه یی وټکوله ښځی غوښتل چی فقیر ته څه ناڅه ډوډۍ یوسی، اما د هغی خاوند مانع شو .جر او بحث شو تردی چی خبر طلاق ته ورسیده.
څو کاله تیرشو ښځی بل میړه وکړو یوه ورځ ښځه له خپل دوهم خاوند سره ډوډۍ خوری چی فقیر د دوی دروازه و وهله سړی دروازه ور خلاصه کړه گوری چی فقیر دی او د غذا ضرورت لری سړی کورته راغی او میرمنی ته یی د ډوډی ور وړلو امر وکړ، ښځی ھم فورا فقیر ته غذا یوړه اما کله چی واپس کور ته راغله سترگی یی له اوښکو ډکی وی، خاوند یی د ژړا د علت پوښتنه ترینه وکړہ، میرمنی ورته و ویل: کوم فقیر چی په دروازه کی ولاړ دی هغه زما پخوانی خاوند دی،سړی خپله میرمن په غیږ کی ونیوه او ورته یی و ویل:زه هم همغه فقیر یم چی یوه ورځ ستا د میړه دروازی ته راغلی وم ..
وخت په یوه حال نه پاتی کیږې پس الله (ج) مو د له کبر او غرور نه و ساتی...📖✍🏻
امین ثم امین
مسئله : 0002
ایا فرض لمونځ داسې امام پسې جایز دی، چې مقتدي د فرض لمانځه نیت پسې وکړي، خو امام نفلي یا سنت لمونځ کوي، یا هم برعکس، یانې امام فرضي لمونځ کوي او مقتدي د نفل نیت پسې وکړي؟
شیخ ابن باز: هو، دواړه صورته جایز دي، هم سنت او نفلي لمونځ کوونکي پسې فرض لمونځ جایز دی او هم فرض لمونځ کوونکي پسې سنت او نفل، دلیل یې د معاذ رضي الله عنه حدیث دی، چې د ماخستن لمونځ به یې نبوي جومات کې له رسول الله ﷺ سره په جماعت وکړ، بیا به ولاړ او نورو خلکو ته به یې د ماخستن لمونځ په جماعت ورکړ، دویم جماعت کې به د ده نیت د نفلو و، خو مقتدیانو به د ماخستن د فرض لمانځه نیت پسې کاوه.
(تفصیل کمینټ کې)
مسئله: 0001
کله چې له کوم عبادت وروسته تاسې ته شک یا وسوسه پیدا شوه، چې سم به مې کړی وي، که نه؟ هغه شک له پامه غورځوئ او سر مه پسې ګرځوئ، ځکه هغه شیطاني وسوسه ده، خو که د عبادت جریان کې شک درته پیدا شو، بیا به یې اصلاح کوئ، مثلاً: د ماسپښین لمانځه جریان کې شک درته پیدا شو، چې دا مې درېیم رکات دی، که څلورم؟ نو هغه لږ شمېر به شمار کړئ، یانې درې درې رکاته به یې وګڼئ او یو بل رکات به وکړئ، یا هم پر کعبه شریفه مو طواف کاوه او د طواف جریان کې شک درولوېد، چې دا مې پنځم طواف دی، که شپږم؟ نو تاسې به هغه پنځم وګڼئ، خو که د لمانځه یا طواف وروسته درته شک پیدا شو، چې هغه لمونځ مې څلور رکاته وکړ، که درې؟! همدارنګه له طواف وروسته شک درته پیدا شو، چې شپږ طوافه مې وکړل، که اووه؟! هغه پسې سر مه ګرځوئ او ځان ته شک مه پیدا کوئ، پوره او سهي یې وګڼئ.
شیخ ابن باز
سلګونه کاله کيږي چي د عاميانو مغزو ته د دغسي تش په نامه ملايانو لخوا د جهالت پيچکارۍ لګول کيږي, ټوله کيسه يې هوايي ډزي او چټيات دي, نه ثبوت لري او نه شاهد, نه حواله لري نه رساله.
الله پاک دي داسي خلکو ته زموږ سره هدايت نصيب کړي.
16/03/2025
د ش-هيد مفتي شاکر صاحب رح شل درسونه!
۱. رښتنی اسلام (قرآن او حدیث): د قرآن او نبوي سنتو حقیقي پیغام ته مراجعه کول او له هر راز تحریف او جعل څخه د دین ساتنه.
۲. د ملایانو پر ځای د الله عبادت: د دیني لارښووني د منلو پر مهال، لومړی د الله ج عبادت ته پام کول نه د اشخاصو تقدس او قدرت ته.
۳. د جعلي باورونو او خرافاتو رسواکول: د فکري ځنځيرونو ماتولو لپاره، ټول باطل، جعلي او خرافي افکار بربنډول.
۴. په دین پوري د تړلو ناوړه روایتونو ردېدل: هغه روایتونه چي د اسلام له روح او اساساتو سره اړخ نه لګوي، له دین څخه بېلول او ردول.
۵. دود او دین سره جلا کول: عنعنوي او کلتوري مسایل د اسلامي ارشاداتو له تحریف پرته پېژندل او دواړه بېلول.
۶. د سلو پیرانو پر ځای الله ج ته ستنېدل: د پیري، مریدۍ او تکیهخانې پر ځای مستقیم د الله ج دربار ته مخه کول.
۷. د مذهبي اختلافاتو پر ځای پر یوه قرآن راټولېدل: د تفرقې د مخنیوي لپاره د خدای کلام بنسټ ګرځول او د فرعي اختلافاتو د لمنځه وړلو هڅه کول.
۸. د شخصپرستۍ پر ځای اسلامپرستي: د اشخاصو د بېځایه تقدس پر ځای، د اسلامي ارزښتونو پالل او ساتل.
۹. د درباري او ښوروايي ملایانو جعلي ثابتول: د هغو ملایانو د ناپاکو نیتونو بربنډول چې د قدرت او مادې لپاره د اسلام پر نوم معامله کوي.
۱۰. اسلام د اسانۍ او سولهییز ژوند دین معرفي کول: خلکو ته د اسلام حقیقي مینهناک تصویر ښودل، نه د تاوتریخوالي او افراطیت.
۱۱. د دین تر څنګ د قام مبارزه ترویجول: د خپل قام او خاوري د آزادۍ او پرمختګ لپاره د دیني مسوولیت احساس کول.
۱۲. د فکري خپلواکۍ ساتنه: د بل د فکر کاپي نه، بلکي د خپل دیني-کلتوري اصالت او عقلاني سوچ پالل.
۱۳. د علم، مطالعې او تحقیق ارزښت: کتاب، زدهکړه او پوښتنه کول د جهالت د مخنیوي تر ټولو غوره لار ده.
۱۴. د سیاسي او قومي همږغۍ رامنځته کول: د قوم د ژغورني لپاره د سیاسي شعور لوړول او د مشترکو موخو لپاره یووالی.
۱۵. د ظالم د نفوذ رسواکول: د هر ظالم رژیم یا استعماري قوت د دسيسو بربنډول او د هغه پر وړاندي د ولسي بیدارۍ هڅونه.
۱۶. د مشورې او شراکت فرهنګ:
د استبداد، ځانځانۍ او قبایليتعصب پر ځای د ګډي مشورې، همکارۍ او ورورۍ پیاوړتیا.
۱۷. د اقتصادي پرمختګ ارزښت: د کار، تولید او اقتصادي خپلواکۍ تشویقول څو قام د پردیو د احتیاج له زنځير څخه خلاص سي.
۱۸. د مبارزې د سولهییزي لاري غوره کول: د حق د ترلاسه کولو لپاره د تاوتریخوالي پر ځای د قلم، بیان او فکري مبارزې ملاتړ.
۱۹. د بیان جرأت او شهامت: د حق ویلو جرأت لرل، که څه هم د سر بیه پرېوتلی سي.
۲۰. د نسلونو د سالمي روزني اهمیت: د راتلونکو نسلونو د ذهني او روحي بیدارۍ لپاره د تعلیم، تربیې او کره دیني پوهاوي بنسټونه اېښودل.
دا درسونه د مفتي صاحب د ویناوو او مبارزې جوړېدونکي بنسټونه دي. هغه وښوده چي د قام ویښول نه یوازي دیني وجیبه ده، بلکي یوه بشري، فکري او ملي دنده هم ده. که هر څوک د جهل، تورتم او جهالت پر وړاندي درېږي او د ملت د واقعی بیدارۍ ږغ پورته کوي، نو باید د قربانۍ او سرښندني لپاره چمتو وي.
خپل تقدیر څنګه بدل کړو؟
د برات یا پنځلسي شپه باندي د راتلونکي کال لپاره د انسان د مرګ نېټه، رزق او د انسان هرڅه ټاکل کیږي. اوس پوښتنه داده، که زموږ لپاره په تقدیر کي مرګ یا نېستي لیکلې وه، نو څنګه ئې بدل کړو؟
د برات شپه د کال په اوږدو کي له هغو شپو څخه ده، چي الله تعالی د ځمکي اسمان ته راکښته کیږي او اعلان کوي:
-څوک سته، چي زما څخه بخښنه وغواړي؟ او زه ئې وبخښم
-څوک سته، چي زما څخه د رزق غوښتنه وکړي؟ او رزق ورکړم
-څوک سته، چي غم لري؟ او زه ئې غم لیري کړم
د تقدیر بدلول
الله د ټولو کایناتو مالک او څښتن دئ، زموږ تقدیر او د تقدیر بدلول هم د الله تعالی په اختیار کي دي. د الله څخه غوښتنه وکړئ، چي تقدیر مو بدل کړئ. دا شپه سږ کال د همدې هفتې پنجشنبه ده، نفل لمونځ ادا کړئ، سورة یاسین تلاوت کړئ او بیا د الله تعالی څخه دا دعا و غواړئ:
-یا الهی! ته زموږ رب یې! زموږ تقدیر ستا په لاس کي دئ، زموږ تقدیر بدل کړې!
-پروردګاره! زما نوم د مړو په لیست کي مه لیکه، زما په ژوند کي برکت واچوې او و اخرت ته د امادګی موقع راکړې، ترڅو عبادت وکړم.
-زما ربه! نن زما د تېر کال اعمال و تاته وړاندي کیږي، زه پر خپلو ګناهونو شرمینده یم، و ماته بخښه وکړه. او نیک اعمال مي قبول کړه.
-یا الله! نن د رزق د ټاکل کېدو شپه ده. ماته پراخ رزق راکړې، تر څو ستا د بنده ګانو د محتاجی او طمع څخه خلاص سم.
-مهربان څښتنه! موږ د خلکو په وړاندي مه بې عزته کوه، او موږ ته پر ګناهونو توفیق مه راکوې.
-یا الهی! زموږ دعاګاني قبولي کړې او موږ خپل دوستان جوړ کړې.
#یادونه: پنجشنبه ماخستن ئې شپه ده، دعا وغواړی او جمعه سهار ئې ورځ ده، روژه ونیسئ؛ د همدې ورځي په سهار روژه نیول د رسول الله عادت وو
: دعا په داسي اخلاص وکړی، چي الله تعالی ئې خامخا قبلوي، مخ پر قبله په اوداسه کښېنئ، په سر او پای کي درود ووایاست او د الله څخه مو خپلي غوښتني وکړئ (مسلمانانو ورڼودانوروګرپانوته هم وليژی که تکليف نوی په ګروپانو کی ډيرمسلمانان وروڼه دی کيداسی هغه وروڼه يی ترنورومسلمانانو وروڼواوخوندوورسوی دابه موصدقه وی ان شاءالله .
کرامات او بزرګي څه دي؟؟
کرامات دا نه دي، چې ویل کېږي، پلاني بزرګ لمر راکوز کړ، پلاني پیر، سمندر کچکول کې واچاوه، پلاني، مړي راژوندي کول او… دا ټول خرافات او افسانې دي، لومړی باید په دې مسله ځانونه پوه کړو، چې د اولیاوو او کراماتو عقیده باید څنګه او څومره ومنو؟!
اولیا هغه کسان دي، چې واقعي عالمان، پرهېزګاره، د قرآن او سنتو پیروان وي، لکه: امام بخاري، امام مسلم، محدث شیخ الباني او مفسر ابن کثیر، د اولیاوو کرامات ډېر محدود وي، د انبیاوو د معجزو غوندې نه وي، کېدای شي د یو ښه سړي (ولي الله) دعا کې تر نورو عادي خلکو زیات اغېز وي، دا یې کرامات دي، کېدای شي د هغه نصیحت تر نورو زیات اغېزناکه وي او یا هم کېدای شي له هغه سره ناسته ولاړه کې سړی د دین لوري ته راشي او پرهېزګاره شي، دا هم کرامات کېدای شي، امام بخاري په سترګو معذوره و، له بخارا څخه ولاړ اسلامي هېوادونو ته یې سفرونه وکړل، حدیثونه یې راغونډ کړل او صحیح بخاري یې تالیف کړ؛ دا کرامات دي، بیا شیخ الباني حدیثونه چاڼ کړل؛ قوي، ضعیف او جعلي حدیثونه یې سره بېل کړل، دا هم کرامات وو، ځکه د داسې یو ستر او نېک کار توفیق؛ الله خپلو اولیاوو او نېکو بندګانو ته ورکوي، بله مسله دا ده، چې کله (ولي الله) مړ شي، کرامات یې هم مړه شي، نه یې قبر باندې د شپې ډېوې لګېږي او نه له ژوندیو سره کومه روحاني مرسته کولای شي، دا چې عالَم برزخ (د قبر ژوند) کې به یې الله نازوي، اجرونه به ورکوي او عذاب به نه ورکوي، دا د هغه او د الله تر منځ موضوع ده، د هغه خپل شخصي امتیاز دی، موږ ته یې قبر، د قبر خاوره او زیارت کومه ګټه نه لري، که یې کوم دیني کتاب لیکلی وي، د هغه ثوابونه به ورته رسېږي او زموږ دعاوې هم ګټه ورته کوي. دا یوه بله مهمه خبره هم باید زده کړو، چې مطلق له اولیاوو او کراماتو انکار حرام دی، خو له هغو اولیاوو او کراماتو چې موږ نه دي لیدلي انکار ګناه نه لري، ځکه قرآن او حدیث کې یې ثبوت او تایید نشته او نه د دین برخه دي، مثلاً: زه، عبد القادر جیلاني، شمس تبرېز او قلندر اولیا نه منم او نه یې کرامات منم، ځکه ما نه دي لیدلي او نه یې قرآن کې تصدیق راغلی، کېدای شي ښه خلک او ښه مسلمانان به وو، خو زما لپاره دا حتمي نه ده، چې زه یې بزرګي هم ومنم، مقصد مې دا دی، چې د یو مشخص سړي یا څو اشخاصو اولیاتوب یا کرامات نه منل کوم شرعي حراموالی نه لري، هغه تاریخي کیسې، پېښې، د پیغمبرانو نومونه او احوال، چې قرآن او حدیثونو کې یې یادونه شوې؛ ځکه منو، چې قرآن او حدیث زموږ د ایمان برخه دي، چې د هر شي تصدیق قرآن او حدیث کې شوی وي، موږ یې منو، خو د چلګزي بابا، معین الدین چشتي، دور بابا، شاه دوشمشېره، قلندر او… تصدیق قرآن کې نه دی شوی او نه یې د بزرګۍ او کراماتو منل زموږ د ایمان برخه ده، که فرضاً ښه خلک، عالمان او پرهېزګاره هم وو، خپل ځان ته به وو، اوس یې موږ ته نه کومه ګټه رارسېږي او نه مرسته راسره کولای شي.
تر ټولو غوره لار د قرآن لار ده او تر ټولو غوره لارښوونه د رسول الله ﷺ سنت دي، موږ نه د پیرانو طریقو ته اړتیا لرو او نه د بزرګانو درواغجنې د کراماتو کیسې موږ ته کومه ګټه رسوي.
"أن النبيَّ صلَّى اللهُ عليهِ وسلَّمَ كان يقولُ في خطبتِه يومَ الجمعةِ : أما بعدُ، فإن خيرَ الحديثِ كتابُ اللهِ وخيرَ الهديِ هديُ محمدٍ صلَّى اللهُ عليهِ وسلَّمَ وشرَّ الأمورِ محدثاتُها وكلَّ بدعةٍ ضلالةٌ[ورد بزيادةٍ]: وكلَّ ضلالةٍ في النارِ"
الراوي : جابر بن عبدالله | المحدث : ابن باز | المصدر :مجموع فتاوى ابن باز | الصفحة أو الرقم : 270/13 | خلاصة حكم المحدث : [الزيادة إسنادها] صحيح
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Kandahar