27/03/2026
ادرس عربو کلا لیسي مخامخ نوی پل دنیا اکاډمي او مدرسة الدارالقران اسلامیه مدرسه دتماس او واتسف شمیره 0700554097
😍 تربیتي اساس د بریالیتوبونو پیلامه ده😍
27/03/2026
ادرس عربو کلا لیسي مخامخ نوی پل دنیا اکاډمي او مدرسة الدارالقران اسلامیه مدرسه دتماس او واتسف شمیره 0700554097
05/10/2025
🎉 *د استاد ورځ مو مبارک شه!* 🎉
نن ورځ موږ د هغو درنو استادانو د قدردانۍ لپاره نمانځو، چې زموږ د ماشومانو د علم، اخلاقو او شخصیت په جوړولو کې نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.
📚 ښوونکي زموږ د ټولنې رڼا ده — هغوی زموږ د اولادونو ذهنونه روښانوي او زړونه روزي.
موږ د خپلو ټولو ښوونکو مننه کوو، چې له مینې، ژمنتیا او صداقت سره خپله دنده ترسره کوي.
*درنو استادانو، ستاسې خدمتونه نه هېریدونکي دي!*
*د استاد ورځ مو نیکمرغه او مبارک شه!*
07/09/2025
ڪسوف او خسوف په څه وجه راځي:
د جاهلیت په زمانه کې خلک به فکر کاوه چې کسوف (د لمر تندر) او خسوف (د سپوږمۍ تندر) د کوم لوی انسان د مرګ يا د زېږون له امله کېږي. رسول الله ﷺ دا عقیده رده کړه او د دې حقیقي وجه یې بیان کړه.
اول حدیث
عَنْ أَبِي مَسْعُودٍ رضي الله عنه قَالَ:
قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ:
«إِنَّ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ آيَتَانِ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ، لَا يَنْكَسِفَانِ لِمَوْتِ أَحَدٍ وَلَا لِحَيَاتِهِ، فَإِذَا رَأَيْتُمْ شَيْئًا مِنْ ذَلِكَ فَصَلُّوا وَادْعُوا اللَّهَ حَتَّى يَنْجَلِيَ»
(رواه البخاري 1043، مسلم 901)
ترجمه: بېشکه لمر او سپوږمۍ د الله له نښو څخه دي، د هېچا د مرګ او ژوند له امله نه تندر کېږي. نو کله چې تاسې دا ووینئ، لمونځ وکړئ او الله ته دعا وکړئ تر څو دا خلاص شي.
دوهم حدیث
عَنْ الْمُغِيرَةِ بْنِ شُعْبَةَ رضي الله عنه قَالَ:
انْكَسَفَتِ الشَّمْسُ يَوْمَ مَاتَ إِبْرَاهِيمُ، فَقَالَ النَّاسُ: انْكَسَفَتْ لِمَوْتِ إِبْرَاهِيمَ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ: «إِنَّ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَا يَنْكَسِفَانِ لِمَوْتِ أَحَدٍ وَلَا لِحَيَاتِهِ، فَإِذَا رَأَيْتُمُوهُمَا فَادْعُوا اللَّهَ وَصَلُّوا حَتَّى يَنْجَلِيَ»
(رواه البخاري 1041، مسلم 915)
ترجمه:د رسول الله ﷺ زوی ابراهیم وفات شو، لمر تندر شو. خلک ویل: لمر د ابراهیم د مړینې له امله تندر شو. رسول الله ﷺ وفرمایل: لمر او سپوږمۍ د هېچا د مرګ يا ژوند له امله نه تندر کېږي، کله چې یې ووینئ، دعا او لمونځ وکړئ تر څو خلاص شي."
دریم حدیث
د عبرت او وېرې سبب
عَنْ أَبِي مُوسَى رضي الله عنه قَالَ:
خَسَفَتِ الشَّمْسُ، فَقَامَ النَّبِيُّ ﷺ فَزِعًا يَخْشَى أَنْ تَكُونَ السَّاعَةُ، فَأَتَى الْمَسْجِدَ فَصَلَّى بِأَطْوَلِ قِيَامٍ وَرُكُوعٍ وَسُجُودٍ مَا رَأَيْتُهُ يَفْعَلُهُ فِي صَلَاةٍ قَطُّ...
(رواه البخاري 1059، مسلم 901)
ترجمه:د لمر کسوف وشو، رسول الله ﷺ ډېر وېرېدلی پاڅېد، داسې وېره یې لرله چې ګوندې قیامت راغلی وي. بیا یې مسجد ته منډه کړه، اوږده لمونځ یې وکړ.
لنډحاصل
1. کسوف او خسوف د الله د قدرت نښې دي، د کوم چا د مرګ يا زېږون له امله نه راځي.
2. دا د بندګانو د وېرولو او د هغوی د رجوع سبب ګرځي، څو الله ته توبه وباسي.
3. د دې وخت سنت عملونه:
اوږد لمونځ کول (په جماعت سره غوره ده)
دعا، تکبیر، استغفار
صدقه ورکول
د الله د عظمت یاد کول
12/07/2025
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
درنوو هيوادوالو! دنيا اکاډمي د ښوونځی په برخه کي د قرانکريم او اسلامي ښوونې مضمون او د عربي مضمون لپاره دوه تنه استادانو ته ضرورت لري هغه کسان چي ځانونه وړ بولي يادي اداري ته دي تشریف راوړي، او يا دي په لاندي شميرو تماس و نيسئ.
د ټليفون شميره 0700554097
واټساف شميره 0704067904
👋👋👋👋👋
د وخت بيځايه تيريدل د بدبختيو زيږنده ده.
د استاد انجينر حزب الله رسولي په مرسته سره د عمومي رياضي ټولګۍ پیلیدونکي ده.
نوم ليکنه جريان لري.✍️✍️✍️
شميره 👈 0700554097
واټساف👈 0704067904
30/06/2024
الحمدلله، د قرآن پاک د قرائت او لهجې لومړنۍ دوره د لايزال او متعال رب په مرسته او پيرزويني سره راپيل سوه.
وخت:. مازديګر
استاد:. قاري نصيراحمد(شباب الحق)
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
درنو هيوادوالو !
په دي اميد چي د اختر مبارکې ورځې به مو په خير تيري کړي وي.
خپلو ماشومانو ته جدي توجه وکړئ، درسونو ته يې وليږئ، او که يې تر يو څو ورځو پورې تر ښوونځيو تعقيب کړئ نو دابه مو پر ټولنه او خپلو ماشومانو لوي احسان وي.
صحتمند ژوند ولري.
هيله او ارزو
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
درنوو هيوادوالوو ! د دنيا اکاډمي تعليمي اداره د الله عزوجل له درباره غواړي چي تاسي به يې په روغ صحت او عافيت کي ساتلي ياست.
ګرانو لوستونکوو ! خپله علمي تنده خړوبه کړئ، او د تعليمي کال په راپيل کيدو سره خپل ماشومان ښوونځيو ته وه ليږئ، او هغه ماشومان چي د درس جوګه سوي، په ښوونځيو کي ورته نوم ليکنه وکړئ، مه پریږدئ چي د ژوند په ياده برخه کي يې خلل واقع سي.
متعال رب مهربانه دي، دا غوټۍ به ګل سي بيا به موږ او نورو ولسونو ته ميوې راکوي، هغه مهال به د نورو له محتاجيوو څخه خلاص يو...
دنيا اکاډمي ستاسو د هيلو پوره کوونکي
0700554097
د دندي اعلان
درنوو او ګرانو هیوادوالو !
د دنیا اکاډمي تعلیمي اداره د عربي ژبي او ریاضي مضمون استادانو ته اړتيا لري. وړکسان کولاي سي له اداري سره په اړیکه کي سي.