13/05/2026
إِنَّا لِلّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
د ډیوه ارقم خصوصي ښوونځي اداره په ډېرې خواشینۍ سره د محترم سرمعلم صاحب ميرزا محمد د وفات خبر ترلاسه کړ.
مرحوم د ښوونې او روزنې په ډګر کې یو خدمتګار او بااخلاقه شخصیت و، چې مړینه یې د تعلیمي ټولنې لپاره ستره ضایعه ده.
موږ د مرحوم له درنې کورنۍ، دوستانو او همکارانو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو او د لوی خدای ﷻ له درباره مرحوم ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوو.
🤲 اللّٰه دې وبښي او جنت الفردوس دې نصیب کړي.
په درنښت
د ډیوه ارقم خصوصي ښوونځي اداره