تر اوسه پورې د نړی پرمختللي تکنالوژي او علم په دي نه دي توانېدلي چي د زلزلي پيشګويي يا وړاندوينه وکړي هيله ده په غلطو اوازو باور و نه کړی او تر نورو پوري هم دا پوسټ ورسوی
د پوهني ولایتي کمېټه
دا د خدای پاري استادانو ګروپ دئ.
اساسي اهداف:
په پوهنيز بهیر کي د هر ډول اداري او اخلاقي فساد په وړاندي مبارزه کول دي.
07/11/2021
زموږ درانه ښوونکي په خورا بدو حالاتو کي واقع دي.
د دوی معاشات بايد ژر تر ژره حواله کړل سي!
دا ږغ درسره بدرګه کئ!
22/05/2021
زموږ جدي نظارت له ازموینو کیږي!
دا یو ډول د مسئولینو امتحان هم دئ!
قدرمن اولسه
نن د ازموینو د پیل ورځ ده؛ زده کوونکي او په ځانګړي ډول درانه ښوونکي د هر ډول مشکلاتو پر مهال (لکه: د کوربه ښوونځي نه همکاري، نامنظموالی او یا نور مسائل....) زموږ سره پر لاندي شمېرو اړیکه ونیسئ:
۰۷۰۵۹۷۵۹۲۱
۰۷۰۵۹۷۵۴۲۲
۰۷۰۵۶۸۹۵۴۱
نوټ: ستاسو هویت خوندي ساتل کیږي!
د نهم، لسم او یولسم ټولګیو له پاره د ازموینو طرحه
مقدمه
په هر ډول ښوونیزو مرکزونو کي د ښووني تر څنګ د زده کوونکو څخه ازمویني اخیستل یو منل سوی اصل دی.
دا اصل د پوهني محترم وزارت اړوند ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو کي هم د تعلیمي کال په مختلفو وختونو کي د صنفي، څلورنیم میاشتنيو او کلنيو ازموینو تر عنوان لاندي تطبیقیږي تر څو د زده کوونکو د ښوونکو د تدریس اغیزمنتوب او د زده کوونکو د زحمت کچه معلومه سي او لایق زده کوونکي وستایل سي او هغه زده کوونکي چي ښه خواري يي نه ده کښلې په مناسبه طریقه سره خپلو درسونو ویلو ته متوجه کړل سي.
د بده مرغه د کندهار ولایت اړونده تقریباً ټولو دولتي ښوونځیو کي د ازموینو څخه یو بل ډول درک لیدل کیږي چي په هیڅ صورت زموږ د ټولني او ګلالیو زده کوونکو د راتلونکي په خیر نه دی. دا لا څه چي د کیفیت د ښووالي پر ځای د خرابوالي لور ته سوقوي. د کندهار ولایت د پوهني ولایتي کمېټې د کندهار ښار د یو شمیر ښاري لېسو تر هراړخیزه ارزونو وروسته دا لازمه وګڼل چي د یوې امتحاني دورې په موخه د یو کم شمیر ټولګیو ازمویني دي داسي ترتیب سي چي هر مضمون له پاره يي ښوونکي د تر ټولو نژدې ښوونځیو څخه ورته راسي، ازموینه واخلي، د ازموینو پارچې وګوري او د زده کوونکو له خوا اخیستل سوې نمرې و شقو ته ورسوي.
د پوهني ولایتي کمېټه هم اوس او په راتلونکې کي حاضره ده چي د ازموینو په برخه کي د معارف محترم کارکوونکو، د قدرمنو ښوونکو او ګرانو زده کوونکو هر ډول پوښتنو او اندیښنو ته جواب ورکړي. پدې طرحه کي به ضرور څه استثناوي موجودي وي چي هغه به هم د پورته یادو سوو کسانو سره په دې طرحه کي ورولیږل سي.
ددې طرحي اړوند ځیني مهم سوالونه او د هغو جوابونه
۱. سوال: آیا د لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پوري به ټول ښوونکي د یوې لېسې څخه وبلي نژدې لېسې ته د ازموینو اخیستلو له پاره لیږل کیږي؟
۱. جواب: دا چي دا طرحه د لومړی ځل له پاره پلې کیږي نو دا به په امتحاني ډول سره صرف په ښاري لېسو کي پر نهم، لسم او یولسم ټولګیو باندي د تطبق وړ وي او نوري ټولي ښوونځي او ټولګي به کما في السابق په خپلو ښوونځیو کي د خپلو مضمونونو ازمویني اخلي.
۲. سوال: آیا د ټولو مضامینو ښوونکي به د یوې لېسې څخه و بلي نژدې لېسې ته د ازموینو اخیستلو له پاره ځي؟
۲. جواب: نه، یواځي او یواځي به د هغو مضامینو درانه ښوونکي نورو ښوونځیو ته د یوه باتجربه ښوونکي تر ادارې لاندي د ازمونیو اخیستلو له پاره ځي کوم چي پدې طرحه کي شامل دي.
۳. سوال: که فرضاً په یوې لېسې کي د ریاضي مضمون نیم تدریس سوی وي او په بله کي پوره تدریس سوی وي او سوالونه د ټول کتاب څخه جوړ سي نو د هغو زده کوونکو سره به ظلم نه وي سوی چي کتاب يي نیم ورته تدریس سوی دی او ازموینه د پوره مضمون ورڅخه اخیستل کیږي؟
۳. جواب: د معارف محترم ریاست به د ښووځیو د ناظرینو په مرسته د ټولو ښاري لېسو څخه د مضامینو د تدریسي پلان کتنه کوي او د هر مضمون د تدریس کچه به معلوموي، وروسته به دا موندي د بلي لېسې د ادارې سره شریکي کیږي چي هغوي به بیا تطبق سوي درسي پلان مطابق د هر مضمون له پاره معیاري سوالونه جوړوي.
۴. سوال: هغه مضامین چي تقریري ازموینه لري د هغو تقریري ازموینه به کوم ښوونکی اخلي، د مضمون اصلي ښوونکی او که د بلي لېسې څخه راغلی ښوونکی؟
۴. جواب: د ټولو تقریري ازموینو لرونکو مضامینو تقریري ازمویني به د خپلي لېسو یعني د مضمون د اصلي ښوونکو له لوري تر تحریري ازموینو وروسته اخیستل کیږي.
۵. سوال: د ازموینو سوالونه به کوم ښوونکی جوړوي، د مضمون اصلي ښوونکی او که د بلي لېسې څخه راتلونکی ښوونکی؟
۵. جواب: د ازموینو سوالونه به د بلي لېسې څخه راتلونکی ښوونکی جوړوي او د مضمون اصلي ښوونکی به د سوالونو د جوړولو څخه بیا د شقې تر لاسلیک پوري په هیڅ شی کي دخل نه وي.
۶. سوال: که لایق زده کوونکي د هیواد اوسنیو شراطو ته په کتو سره د یوې ستونزي په خاطر په ازموینه کي پاته راسي نو په هغه صورت کي به د بلي لېسې ښوونکی هغه نه پیژني او د درجې څخه به رالویږي او یا به ناکامه کيږي، په داسي حالاتو کي به د کمېټې جواب څه وي؟
۶. جواب: دا چي کمېټې د کندهار ښار د معارف وضعیت ښه درک کړی دی او لېسو کي ډیرو جدي اصلاحاتو ته ضرورت لیدل کیږي نو يي لازم وګڼل چي د یو ستر تاوان د ګراځولو په صورت کي جزيي تاوان ته غاړه کښېږدي او کمېټې دا هر څه ښه درک کړي دي.
۷. سوال: که فرضاً یو شمیر ښوونکي بلي لېسې ته د تګ په وخت کي د کوم مخکي پلان سوي مشکل او یا غیرمترقبه (نه اټکل سوي) مشکل سره مخکيږي باید څه وکړو؟ او هغه زده کوونکي چي ازمویني ورکولو ته انتظار دي باید څوک ازموینه ورڅخه واخلي؟
۷. جواب: د بلي لېسې د درنو ښوونکو مشر به د مضمون مطابق درې کسیزه کمېټه جوړوي چي یو مشر به لري او د مضمون څخه به په تدریس سوو اعنوانونو کي سوالونه جوړوي او ازموینه به اخلي همدا درې کسیزه کمېټه به يي په ګډه پارچې ګوري او نمرې به يي شقې ته رسوي او د کمېټې مشر به يي لاسلیکوي.
۸. سوال: څنګه به ممکنه وي چي په ښوراندام کوتل کي د موجودي لېسې ښوونکي دي په میروېس مېنه کي د یوې بلي لېسې د زده کوونکو څخه د ازموینو اخیستلو په موخه هلته پر وخت وروسیږي او ازموینه دي واخلي؟
۸. جواب: د معارف محترم ریاست به په خپل ټول توان سره پوره هڅه او دقت کوي چي د یوې لېسې ښوونکي و بلي داسي لېسې ته ولیږي چي لومړی لېسې ته تر ټولو نژدې وي ترڅو قدرمن ښوونکي هیڅ د تکلیف احساس ونه کړي.
۹. سوال: د هر مضمون شقې ته به کوم ښوونکی نمرې رسوي؟
۹. جواب: ټول ښوونکي چي په هر ښوونځی کي ازموینه اخلي هم هلته به د خپلو کتل سوو پارچو نمرې په خپل لاس رسوي، د غیرحاضرو کسانو خانه به خالي پریږدي او د محرومو کسانو خانه به قیدوي او د شقې په پای کي به خپل لاسلیک کوي.
۱۰. سوال: که په کومه لېسه کي زده کوونکي د مخکي څخه پلان سوي طرحي مطابق او یا غیرمترقبه (نه اټکل سوي) حالت کي په ازموینه کي د ګډون څخه انکار وکړي نو ورغلي درانه ښوونکي به څخه کوي؟
۱۰. جواب: لومړی به د ورغلي پلاوي مشر د لېسې د امر سره خبره شریکو او بیا به دوي په ګډه زده کوونکي دې ته تیاروي چي په ازموینه کي ګډون وکړي چي ډیر امکان يي سته چي زده کوونکي به د خپل امر خبره رد نه کړي خو که بیا هم زده کوونکي انکار وکړي نو به د مربوطه مضمون ښوونکی او راغلی پلاوی هلته د تصمیم نیولو حق لري.
ددي ډول امتحان لپاره لاندي دلایل سته:
استادانو برخه:
۱: استادن شکایت کوي چي شاګردان تپنکچي راوړي مکتب ته موږ څخه په زور نمري غواړي.
۲: استادان وایی زموږ ځني شاګردان کور ته راځي موږ ګواښي
۳: مکتب امرین وايي چي زموږ ځني شاګردان که څه هم راځی نه خو په پای کي د حوزي امرین او یا هم نورو چارواکو په زریعه موږ ګواښي او د لوړو نمرو غوښتنه کوي یوځل خو حتی زموږ د مکتب ټول هنداري را ماتي کړي ځکه غیر قانوني غوښتني يي موږ نه وه منلي.
د شاګردانو او والدینو برخه:
۱: اکثره شاګردان او والدین په په معارف کي د موجود فساد څخه شکایت کوي او زیاتوي چي په ښوونځیو کي نمري او کامیابي د پیسو، اخلاقي فساد او یا هم واسطي په مقابل کي ورکول کیږي او په ډیرو مواردو کي د شاګرد د ضعف څخه سوی استفاده کیږي.
۲: دوهمه لو ستونزه چي ټول والدین او متعلمین ځني په شکایت دي په ښوونځیو کي د د تدریس د کیفیت ضعف او د نصاب نه تکمیلیدل دي.
1. د معارف ریاست په چوکاټ کي به د تجربه داره او پاک نفسه استادانو او نظارت غړو څخه د هر ځل امتحاناتو لپاره کمیټه جوړیږي او امتحاناتو د تنظیم او څارني مسولیت به لري.
2. د امتحانو د شروع څخه یوه هفته مخکي دي ټولي ښوونځی د نهم صنف څخه تر یولسمه صنفه خپل د امتحاناتو تقسیم اوقات د معارف ریاست ته وسپاري، د معارف ریاست د تقسیم اوقات مطابق د کمیټی د لاري د امتحاناتو تنظیم په داسي ډول وکړي چي عوضي نه سي سره واقع، یعني داسي نه چي که احمد شاه بابا لیسي ته د ظاهرشاهي لیسي امتحانونه وسپارل سوه نو ظاهرشاهي لیسه بیا د احمد شاه بابا د لیسي امتحانونه واخلي، ځکه په داسي کړنه کي بیا هم د معامله امکان سته.
3. هره شقه او د امتحان پارچي به د درو ورځو په جریان کي معارف ریاست د امتحاناتو کمیټي ته سپارل کیږي.
4. د امتحاناتو کمیټه به د امتحاناتو او نمرو د شکایت پروسه هم مخته وړي او ځني شقي او پارچو ته به د رنډم سلیکشن د لاري سر سره ورکوي.
5. که چیري په یو صنف کي ټول کامیابه وه مطلق ناکامی نه وه د امتحان او نمرو مسوول استاد څخه به يي پوښتنه کیږي.
6. شقې به د دواړو ښوونځیو د امرینو لخوا امضا او ټاپه کیږي مربوطه مکتب د نظارت غړی او د امتحان مسوول استاد امضاوی به پکښي وي.
7. د پارچو را ایستلو لپاره د نمرو د اعلان څخه تر ۳ ورځو عریضي منل کیږي، عریضي مربوطه مکتب ته کیږي، مکتب ټولي عرضي د یو با صلاحیته استازي سره د امتحاناتو کمیټي ته وړي او پارچي ارزیابي کوي.
8. که چیري د کم فرد یا صنف پارچي د کم استاد یا مکتب څخه ورکي سي د قانون مطابق مجازات ورکول کیږي.
9. د امتحاناتو کمیټه باید د شوقو او پارچو د تسلیمی کتاب ولري او کتاب ټولي صفحي نمبرونه ولري اږ ټاپه وي د تسلیمي په وخت کي د کمیټي تسلیمونکي غړی او استاد دواړه امضا ورته وکړي.
10. تقریري او لیاقت صنفي نمري د صنفو دایمي استاد صلاحیت دی.
11. سوالونه صرف د کتاب د پوهني وزارت د قانون سره سم تنظیم سي
12. سوالونه باید د کتاب د ټولو برخو څخه راغلي وي.
13. د سوالو جوړولو مسولیت د استاد دی او هر استاد خپل د سوالو د ساتلو مسولیت لري.
14. د امتحان څخه مخکي د مکتبو تنظیم او د صنفو او په صنفو کي د شاګردانو شمیر شریکول د امتحاناتو د کمیټي مسولیت دی.
15. د امتحان د صحني نظم د مربوطه لیسي د امر مسوولیت دی هیڅ ډول بي احترامي یا ګډوډي د امتحان په صحنه کي د زغملو وړ نه ده.
16. که چیري کم مکتب کي امتحاناتو پر وخت شکایت وسو چي موږ کتاب نه دی تکمیل کړی مربوطه مضمون استاد، د مکتب آمر او د نظارت غړی مسوول دي.
17. کچیري کم استاد ته مشکل پیښ سوی وو او قانوني عذر يي درلودی خپل یو بل همکار ته دي سوالونه وسپاري هغه به امتحان واخلي خو د نمرو او پارچو کتلو مسولیت بیا هم د استاد دی.
18. د امتحاناتو کمیټي غړي د مکتب د صحني د څارني او موظف سوي استادانو د موجودیت د اطمیناني کولو مسوولیت لري.
20/05/2021
سلامونه او نېکي هیلي!
د کندهار درنو اولسونو!
زموږ څخه ډېری خلګ ګېلمند دي، چي ګواکي د پوهني ولايتي کمېټې اکثره زده کوونکي محروم کړي دي په خاص ډول د دولسم تولګی زده کوونکي چي سبا او بله ورځ له ښوونځيو څخه فارغه کیږي او په کانکور کی یی برخه هم اخیستې ده.
عزتمندو!
دا طرحه او پرېکړه زموږ نه، بلکي د پوهني وزارت امر دئ تاسو ئې په عکسونو کي رسمي مکتوبونه کتلای سئ.
د پوهني ولایتي کمېټې د قانون په چوکاټ کي تر خپل توان پوري د دې ستونزي د حل په پار ممکنه کوښښ روان ساتلی دئ. له اړوندو باصلاحيته مسئولینو سره مو مسائل هم شریک کړي دي. بیاهم باید وویل سي، چي موږ اجرائیه صلاحیت نه لرو! پرېکړه په وزارت او ریاست پوري اړه لري!
یادونه: د پوهني ولایتي کمېټې دا مشکل تر ازموینو وړاندي په نظر کي نېولی وو، ځکه خو زموږ د ازموینو په طرحه کي ټول دولسم ټولګي مستثناء ګرځولي وه.
قدرمنو کندهاریانو!
په ښوونځیو کي د امتحاناتو طرحه د لاندنیو ستونزو په پار جوړه سوې ده:
لومړی- دا طرحه د زده کوونکو سره د یو شمېر مرضمنو کسانو د ناروا اړیکو (لکه: د اخلاقي او اداري فساد تماس) پرې کولو په نیامت، چي پکښي د معصومو زده کوونکو له کشرتوب څخه سؤ استفاده کیږي او ورسره د ټول کندهار عزت ته صدمه رسیږي.... د مخنیوي له پاره رامنځته سوې ده!
دوهم- د تعلیمي نصاب ناسم او یا د نیمګړي تطبیق کولو ستونزي ته حلاره ورکول دي. له بده مرغه په اکثرو ښوونځیو کي پوره کتاب نه تدریس کیږي او دا حالت د شاګردانو پر کیفي وضعیت مستقیمي اغېزې اچولي دي. د یاد پلان په عملي کولو سره به نور زده کوونکي او ښوونکي دواړه د کتاب پوره ویلو له پاره مجبوره وي؛ ځکه په دغه ډول ازموینو کي افشاه کیږي! ځکه نور له متعلم سره د ناکامۍ بېره رامنځته کيږي او بېله درس ویلو بله چاره نه ویني؛ هلته امتحان له پوره نصاب څخه اخیستل کیږي!
ښوونکي که کتاب پوره تدریس نه کړي قانوني مسؤلیت ورته راجع کيږي.
درېیم- د زورواکو او چارواکو د بې ځایه مداخلې مخنیوی دئ. په ډېر افسوس سره، چي دا برخه هم له تهدیده بې غمه نه ده پاتې اکثره وخت د ښوونځیو مسؤلین او درانه ښوونکي ګواښل کیږي.... چي باید ځینو ته هوايي نمرې او کامیابي ورکړل. دا چي نور د ازموینو اخیستوونکي بدلیږي په پایلي که بې د قدرمنو استادانو حیثیت خوندي وي او له نور به څوک ورباندي فشار نه سي راوستلای!
دا طرحه خورا ډېري ګټي نوري هم لري.... زموږ سره ئې په پلي کولو کي همکاري وکړئ!
که بیاهم څوک څه پوښتني لري، د مسیج یا کمینټ له لاري ستاسو په خدمت کي یو.
په درنښت.
د کندهار قدرمنو خواخوږو!
دا د کندهار ولایت مقام د پوهني ولايتي کمېټې رسمي پاڼه ده.
دلته د معارف اړوند څه ستونزي او يا سته خنډونه که ولرئ... شريکولای ئې سئ.
د کندهار والي صاحب تر مشرۍ لاندي دا کمېټه په پوره ايماندارۍ سره ستاسو ستونزي او مسائل څېړي او ژر ئې حلاره درته پېدا کوي.
په اخلاقي او اداري فساد باندي د اخته مسئولینو اړوند (هغه که ملازم يا رئیس وي...) که مستند اسناد ولرئ، موږ په جریان کي کړئ. دا زموږ ایماني او وجداني مسئولیت دئ، چي دا سپېڅلی کهول بايد له دغو کیسو څخه پاک کړو!
دا کمېټه هيڅ ډول مادي او معنوي امتیازات نه غواړي؛ يوازي د الله رضاء او خپل کندهار ته د خدمت هوډ لري.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Kandahar, City
Kandahar