19/03/2021
محمود طرزي لیسې د سپیلینګ بي سېالیو اتلولي خپله کړه
د کندهار په سطحه د امید خصوصي عالي لیسې په کوربتوب د نورو فعاليتو ترڅنګ تېر کال په څېر سپیلینګ بي (Spelling Bee) سیالي ترسره سوه. په دغه سیالۍ کي د کندهار ولایت د ۲۸ دولتي او خصوصي ښوونځیو زده کوونکو د لیسې او ابتدایه په څانګو کي ګډون کړی وو.
د یادو سیالیو وروستي پړاو ته د لیسې د څانګي څخه محمود طرزي عالي لیسې او حق افغان خصوصي لیسې او همدارنګه د ابتدایه په څانګه کي د محمود طرزي او تجریبوي لیسې زده کوونکو لاره موندلې وه چي د ابتدایه او لیسې په دواړو څانګو کي محمود طرزي عالي لیسې لومړی مقام خپل کړ.
د مراسمو د پرانستونکې وینا په ترځ کي د امید خصوصي عالي لیسې مدیر ښاغلي اسدالله قادري د سپیلینګ بي په څېر د نورو سترو سیالیو او نندارتونو د ترسره کولو خبر ورکړ.
په وروستیو کي د سیالۍ لومړي مقام ګټونکو زده کوونکو ته د امید خصوصي عالي لیسې له لوري نقدي او معنوي ډالۍ د لیسې مدیر، د ریاست معارف استازیو او نورو درنو مېلمنو لخوا وړاندي سوې.
امید د افغانستان راتلونکی روزي