د سید جمال الدین افغان لیسې نوي رسمي فیسبوک پاڼه

  • Home
  • Afghanistan
  • Kandahar
  • د سید جمال الدین افغان لیسې نوي رسمي فیسبوک پاڼه

د سید جمال الدین افغان لیسې نوي رسمي فیسبوک پاڼه ګرانو زده کوونکو دلیسې اړونده معلومات دلته کتلاي سي.

د سید جمال الدین افغان عالي لیسې د دوهمې ورځی د ازمویني د صحنۍ یو څو تصویرونه.
07/01/2023

د سید جمال الدین افغان عالي لیسې د دوهمې ورځی د ازمویني د صحنۍ یو څو تصویرونه.

د سید جمال الدین افغان عالي لیسې د اداري خبرتیا!د لیسې اداره ټولو هغه زده کوونکو ته چي تر درو پوري په مضمونو کي پاته او ...
21/08/2022

د سید جمال الدین افغان عالي لیسې د اداري خبرتیا!
د لیسې اداره ټولو هغه زده کوونکو ته چي تر درو پوري په مضمونو کي پاته او مشروطان سوي، خبر ورکوي چي د راتلونکي سه شنبي په ورځ د مشروطي امتحانونه د ذکر سوي تقسیم اوقات مطابق شروع او اخیستل کیږۍ.
د سهار او ماپښین دورو لپاره د امتحان د شروع وخت د سهار نهه بجی ټاکل سوي.
ګران زده کوونکي دي خبر وي.

په درنښت
دلیسې آمر
مولوي شفیع الله (شفاعت)

د سید جمال الدین افغان عالي لیسې د اداري خبرتیا!ټول هغه زده کوونکي چي د نمرو اوسط یی ۸۵ یا تر دي لوړ وي، او غواړي چي ارت...
10/08/2022

د سید جمال الدین افغان عالي لیسې د اداري خبرتیا!
ټول هغه زده کوونکي چي د نمرو اوسط یی ۸۵ یا تر دي لوړ وي، او غواړي چي ارتقایي ازموینه ورکړي، کولای سي چي د پوهني ریاست ته ورسي او د هغوي څخه د امتحان امر تر لاسه کړي.

په درنښت
د لیسې آمر
مولوي شفیع الله (شفاعت)

سيد جمال الدين افغان عالي لیسې د ۱۴۰۰ او ۱۴۰۱ هـ ش تعليمي کال فارغ شاګردان ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړلد ګرانو شاګرد...
02/08/2022

سيد جمال الدين افغان عالي لیسې د ۱۴۰۰ او ۱۴۰۱ هـ ش تعليمي کال فارغ شاګردان ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړل
د ګرانو شاګردانو د فراغت په وياړ په جوړه سوې غونډه کې د کندهار د معارف محترم رئيس نقشبندي صاحب، د رياست تدريسي معاون محترم مفتي صاحب، اداري معاون محترم جمال ناصر صاحب، د بشري منابع مدير محترم نړيوال صاحب، د اساسي او ثانوي زده کړو مدير محترم حاجي اشنا صاحب، د انسجام او هماهنګۍ محترم آمر مولوي ولي محمد صاحب، د شپږمې حوزې د علماؤ د مجلس مشر محترم مولوي بخت محمد زعفراني صاحب، د ښاري ښوونځيو محترمو آمرينو او د شاګردانو والدينو او خپلوانو ګډون کړی و
غونډه د قرآنکريم د مبارکو اياتونو په تلاوت را پیل سوه او وروسته د محترمو عالمانو په شمول د غونډې ځينو برخوالو خپلې ارزښتناکې ويناوي او سپارښتنې شاګردانو او برخوالو ته واورولې
غونډه شاګردانو ته د اطلاعنامو او تصديقونو په ورکولو او د محترم مفتي صاحب په اصلاحي بیان او اختتاميه دعاء پای ته ورسېدل.

د سيد جمال الدين افغان عالي لیسې اداره له ټولو ګډونوالو او راغلو مېلمنو مننه کوي چې د ادارې بلنه يې ومنل او په غونډه کې يې راسره برخه واخیستل.

شاګردانو او کورنيو ته يې بيا ځلي مبارکي وايو او د لا زياتو زده کړو او خدمت هيله ترې کوو
تعليمي ادارې د يوه هيواد د روح او ساه غوندې ارزښت لري او زموږ د ادارې ټول پرسونل به خپلې هڅې روانې وساتي تر څو د تعليم ډېوه بله او روښانه وساتي
ډېره مننه.

په درنښت
دلیسې آمر
مولوي شفیع الله (شفاعت)

د سید جمال الدین افغان شپي لیسې خبرتیا!د سید جمال الدین افغان شپي لیسې اداره ټولو زده کوونکو ته په ډیر درنښت خبر ورکوي، ...
23/07/2022

د سید جمال الدین افغان شپي لیسې خبرتیا!
د سید جمال الدین افغان شپي لیسې اداره ټولو زده کوونکو ته په ډیر درنښت خبر ورکوي، چي د شپي لیسې درسونه په مکمل ډول شروع دي.
ټول زده کوونکي دي خپل پر ټاکلي وختونو لیسې ته د درس لپاره حاضر سۍ، د نه حاضریدلو په صورت کي غیر حاضر شمیرل کیږي، بیا حق د شکایت نلري.

په درنښت
د لیسي آمر
مولوي شفیع الله (شفاعت)

داختر مبارکی پیغام !دنیکمرغه لوی اختر د رارسیدو   په مناسبت  زه هم تاسی ټولودوستانو ته د زړه له کومی مبارکی وایم الله تع...
09/07/2022

داختر مبارکی پیغام !
دنیکمرغه لوی اختر د رارسیدو په مناسبت زه هم تاسی ټولودوستانو ته د زړه له کومی مبارکی وایم الله تعالی دی ستاسو قربانی اوعبادتونه په خپل دربار کی قبول او منظور کړی
الله تعالی دی وکړی چی دا اختر د بدبختیو پای او د خوشبختیو شروع وگرځی.

نــــــــوټ.
يوازې حیوانات مه قرباني کوئ!
د لوي اختر په رارسېدو سره حسد، کینه، او بد ګوماني هم قرباني کړئ!
زړونه پاک کړئ، تر څو قربانۍ مو قبولې سي!

په درنښت
مولوي شفیع الله (شفاعت)

د سید جمال الدین افغان عالي لیسې د اداري خبرتیا!د لیسې اداره ټول د سهار او ماپښین دورو  د اوم څخه تر یوولسم ټولګیو پوري،...
28/06/2022

د سید جمال الدین افغان عالي لیسې د اداري خبرتیا!
د لیسې اداره ټول د سهار او ماپښین دورو د اوم څخه تر یوولسم ټولګیو پوري، زده کوونکو ته په ډیر درنښت خبر ورکوي چي، ددوي اطلاعنامي جوړي او اماده دي.

ګران زده کوونکي کولای سي چي د خپلو اطلاعنامو د تر لاسه په موخه، سبا د چهارشنبي په ورځ لیسې ته په لاندي وختونو کي تشریف راوړی.

۱ - سهار دوره ( د ۹ بجو څخه بیا تر ۱۲ بجو)
۲ - ماپښین دوره ( د ۴ بجو څخه بیا تر ۵ بجو )

په درنښت
د سید جمال الدین افغان لیسې اداره

د سید جمال الدین افغان عالي لېسې د ادارې د غمشریکئ او ډاډ ګیرني پیغام!*وبشر الصابرين الذين اذا اصابتهم مصيبه قالو انا لل...
26/05/2022

د سید جمال الدین افغان عالي لېسې د ادارې د غمشریکئ او ډاډ ګیرني پیغام!

*وبشر الصابرين الذين اذا اصابتهم مصيبه قالو انا لله وانا اليه راجعون*.

په ډیري خواشیني سره مو خبر تر لاسه کړي چي، تیره ورځ په کندهار عینومینه کي زموږ د لیسې د اتم ټولګئ دوه تنه تنکي زده کوونکي عرفان الله او رحیم الله په یوه ترافیکي پېښه کي په شهادت رسیدلي دي.

د سیدجمال الدین افغان عالي لیسې اداري او تدریسي پرسونل د شهیدانو د کورنیو سره په همدي غم کي ځان شریک بولي او د شهید سوو زده کوونکو روح ته دعا کوي.
د شهیدانو لپاره د لوی څښتن ج له درباره څخه جنت الفردوس او کورنئ ته یې جمیل صبر غواړو.

نوټ: عکسونه یی د کوچنیوالي او د همدي زده کوونکو له کارت صوانح څخه اخیستل سویدي.

په درنښت
د لیسې آمر
سمیع الله همت

د سید جمال الدین افغان عالي لیسې د اداري خبرتیا!د لیسې اداره ټولو محترمو ښوونکو او ګرانو زده کوونکو ته په درنښت خبر ورکو...
21/05/2022

د سید جمال الدین افغان عالي لیسې د اداري خبرتیا!
د لیسې اداره ټولو محترمو ښوونکو او ګرانو زده کوونکو ته په درنښت خبر ورکوي چي سبا د یکشنبي ورځ چي د جوزا د میاشتي لومړي نیټه کیږي، د کلنیو ازموینو لومړي ورځ ده.
هیله ده چي ټول خپل پر ټاکلي وخت لیسې ته حاضر سو.
په درنښت
دلیســـــــــــی آمـــــــر سمیع الله (همت)

د سید جمال الدین افغان لیسې خبرتیا!د لیسې ټولو ګرانو زده کوونکو ته په درنښت خبر ورکول کیږی چي د پوهني ریاست څخه د امتحان...
14/05/2022

د سید جمال الدین افغان لیسې خبرتیا!
د لیسې ټولو ګرانو زده کوونکو ته په درنښت خبر ورکول کیږی چي د پوهني ریاست څخه د امتحانونو اړوند راغلې مکتوب مهمي برخي په لاندي ډول دي.

۱- کلنۍ ازمویني د ۴ ټولګي څخه بیا تر دولسم ټولګيو پوري د جوزا د میاشتي پر لومړۍ نېټه شروع کېږي.

۲- د اووم څخه تر دوولسم ټولګي پوري یو زده کوونکي په ( ۵۱ ) ورځي غیرحاضرۍ باندي محروم کېږي.

۳- که چیري د یوه شاګرد ټولي غیرحاضرۍ تر ( ۹۰ ) ورځو پوري رسېدلي وي، نو تصدیق جوړولی سي، مګر که تر ( ۹۰ ) ورځي ئې غیرحاضرۍ زیاتي وي، بیا تصدیق نسي جوړولاي او بل کال دي بېرته زوړ صنف ووایي.

د سید جمال الدین افغان لیسې اداره ټولو زده کوونکو ته په درنښت خبر ورکوي چي د اختر رخصتي پاي ته رسیدلي!ټول اداري کارمندان...
07/05/2022

د سید جمال الدین افغان لیسې اداره ټولو زده کوونکو ته په درنښت خبر ورکوي چي د اختر رخصتي پاي ته رسیدلي!
ټول اداري کارمندان، استادان او شاګردان دي لیسې ته د تدریس او درس لپاره حاضر سي، د نه حاضریدو په صورت کي غیر حاضر شمیرل کیږي بیا حق د شکایت نلري.

په درنښت
د لیسې اداره

د لیسې د امریت له طرفه د اختر د مبارکي پیغام!د سید جمال الدین افغان عالي لیسې آمریت ټولو هیوادوالو او خپلو درنو استادانو...
01/05/2022

د لیسې د امریت له طرفه د اختر د مبارکي پیغام!
د سید جمال الدین افغان عالي لیسې آمریت ټولو هیوادوالو او خپلو درنو استادانو او ګرانو شاګردانو ته د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي وایی!
خداي ج دي وکي چي ټول کړي فرضي او نفلي عبادتونه مو د الله ج په دربار کي قبول او د اختر ورځی په خیر او خوشحالي در باندی تیري سي.
الله ج دي دا اختر په هیواد کي د سوکالي، نیکمرغي او ښیرازي اختر کړي.
اختر مو بختور، او هره ورځ مو اختر سه.

په درنښت
دلیسې آمر
سمیع الله همت

Address

Aino Maina
Kandahar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د سید جمال الدین افغان لیسې نوي رسمي فیسبوک پاڼه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category