20/10/2025
درنو مسئولینو ته یو عاجزانه او د زړه له کومي درخواست!
درنو مسئولینو او د قدر وړ مشرانو!
موږ د دې خاوري بچیان او باشنده ګان یو، او د دې خاوري د معنوي رڼا د بیا ژوندي کولو لپاره هڅه کوو. موږ په کورونو کي د فایبر یا وای فای (Point to Point) انټرنېټ له لاري د قرآن کریم او دیني زدهکړو انلاین خدمت ترسره کوو. دا خدمت نه د تجارت لپاره و، نه خاص د شخصي ګټو لپاره، بلکي د یوې لویي اړتیا د پوره کولو لپاره دی؛ هغه دا چي زموږ په بهر کي مېشت افغان وروڼه او خوېندي، او د هغوی اولادونه وتوانیږي تر څو په خپله مورنۍ ژبه (پښتو/دري) دیني زده کړي او د قرآن کریم زدهکړه د باوري او افغاني استادانو څخه تر لاسه کړي.
دا هغه کار دی چي د وطن نوم ورباندي یادیږي او عزتمن کیږي، د ژبي او دین اړیکه ورباندي ټینګیږي، او د هغو کوچنیانو زړونه چي له وطن څخه لیري دي، د اسلام او افغانستان له میني ډکیږي.
اوس چي په کورونو کي د فایبر یا وای فای نیټ کارول بند سوي، موږ له سختو ستونزو سره مخ یو. د سیمکارت انټرنېټ نه د درس لپاره سرعت لري، نه هم مسلسل کار کوي، او نه هم زموږ توان دا دی چي هره ورځ یې دروند مصرف پرې کړو. زموږ درسونه بند سوي، ستونزمن سوي، زموږ شاګردان له قرآن کریم څخه د بې برخي کېدو په حالت کي دي او یا له غیرعقیدوي او نورو هیوادونو د استادانو له لاري درسونو ته مجبور کیږي، او دا هغه درد او ستونزه ده چي د زړه له کومي یې ستاسو سره شریکوو.
درنو مسئولینو! موږ دا هم په پوره صداقت سره وایو، چي که چیري د زدهکړو په لړ کي له شاګردانو څخه یو څه فیس اخیستل کیږي، دا د دې لپاره هم دی چي د انټرنېټ، وسایلو او د ښوونکو د لږو مصارفو د پوښلو وسیله سي، او هم زموږ د اړتیا لپاره لږه ګټه سي، څو دا خدمت دوام ومومي. خو زموږ اصلي نیت، نفعه نه، بلکي د دین خپرول، د قرآن کریم تدریس، او د بهرمېشتو افغانانو خصوصاً د ماشومانو دیني او اخلاقي روزنه ده.
له همدې امله، زموږ دا عاجزانه او مخلصانه غوښتنه ده چي د داسي دیني او تعلیمي پروګرامونو لپاره ځانګړې اجازه راکړئ، تر څو دا سپېڅلی خدمت ونه دریږي، بلکي نور هم پیاوړی سي. موږ د ټولو قوانینو درناوی کوو، او هر هغه شرط منو چي د مصلحت، امنیت او نظم ساتني لپاره اړین وي.
د خیر دا دروازه مه بندوئ، دا د الله د کلام د خپرېدو لاره هم ده. موږ باور لرو چي تاسي به د علم، دین او وطن د خیر لپاره زموږ دا عاجزانه غوښتنه په مهربانۍ واورئ او ممکن قبوله یې کړئ.
هغه دوستان او د انلاین دیني اکاډمیو مسئولین چي د دغه ستونزي سره مخ دي، لطفاً دي دا لیکنه شېر کړي.
په ډېره مینه، درناوي او دعاء
ستاسو یو ورور
(حافظ احمدجنیدمبارز)
حافظ احمدجنید مبارز