ډاکټر مامون طاهري د روغتیایي علومو انستیتوت

ډاکټر مامون طاهري د روغتیایي علومو انستیتوت

Share

د لوى کندهار په سطحه يو پراخ او د ډېرو محصلينو، کم فيس، ?

د ډاکټر مامون طاهري د روغتیايي علومو انستیتوت فېسبوک پاڼي ته ښه راغلاست!
ډاکټر مامون طاهري د روغتیایي علومو انستیتوت د غوره او باکیفیته روغتیايي خدماتو په وړاندي کولو او د نیمه لوړو زده کړو ملي ستراتژيک پلان سره سم خپلو موخو ته د رسیدو لپاره؛ عامه پوهاوي او په وخت سره اطلاع رسولو ته ژمنه دئ.
ډاکټر مامون طاهري د روغتیایي علومو انستیتوت همدارنګه تاسو ته د ملي انستیتوت د فعالیتونو، کانکور آزموینو، بو

10/06/2026

فارغ التحصیل محصلینو!
د اګزیټ (خروجي) ازمویني ته د تیاري لپاره وړاندي ستاسو سره د سوالونو ریفرنسونه (سرچینې) شریکي سوي دي، هیله ده، چي د ازمویني لپاره ښه امادګي ولرئ.
همداراز د یادي ازمویني د بایومټریک او نورو پروسو د خبراوي او معلوماتو لپاره زموږ پاڼه او وټس اپ چینل وڅارئ.

د وټس‌اپ چینل لپاره لاندي لینک ووهئ:
https://whatsapp.com/channel/0029VaDk2aMKWEKl3Z9GHl0s

۱۵ ورځي وروسته!
د اګزیټ ازمویني نېټه: ١٤٠٥/٤/٥ - جمعه

🩺🩸💊🦷🔬🧠🍎💉♿🩻
| |

04/06/2026

خبرتیا:

🩺🩸💊🦷🔬🧠🍎💉♿🩻
| |

28/05/2026

✨- د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت زموږ د محصلینو مبارکي او غوښتنه!

🌙- اختر مو مبارک سه!

معیار او کیفیت زموږ، تحصیل او تجربه ستاسو!
🩺🩸💊🦷🔬🧠🍎💉♿🩻
| |

27/05/2026

د لوی اختر په مناسبت د انستیتوت د رئیس د مبارکۍ پیغام؛

د ډاکټر مامون طاهري د روغتیايي علومو انستیتوت رهبري، استادان او اداري پرسونل د افغانستان مؤمن، مسلمان، علم‌دوست او وطن‌پال ولس ته د نیکمرغه لوی اختر د رارسېدو له امله د زړه له کومي مبارکي وايي.

موږ لوی اللهﷻ ته لاسونه لپه کوو، چې د ټولو مسلمانانو، په ځانګړي ډول د افغان ولس حجونه، قربانۍ او عبادات قبول او مقبول وګرځوي، او زموږ ګران هیواد ته تلپاتې سوله، سوکالي او یووالی په نصیب کړي.
همداراز هیله لرو، چي دا مبارکي ورځي د افغانانو ترمنځ د میني، پخلایني او یووالي سبب وګرځي، او زموږ ځوان نسل د علم، تحصیل، پوهي او مسلکي زده کړو له لاري د هیواد د آبادۍ، پرمختګ او روښانه راتلونکي لپاره لا ډېر هڅاند او بریالي سي.

په درنښت:
د انستیتوت رئیس
فارمسست لالاجان زاهد

| |

Photos from ‎ډاکټر مامون طاهري د روغتیایي علومو انستیتوت‎'s post 24/05/2026

د اګزیټ (خروجي) ازمویني لپاره د سوالونو سرچینه!

د ډاکټر مامون طاهري د روغتیایي علومو انستیتوت د عالي نرسنګ، فارمسي، طبي لابراتوار، غاښونو پروتیز، انستیزي او رواني روغتیا څانګو د فارغ التحصیل محصلینو لپاره د اګزیټ ازمویني د سوالونو سرچینې (ریفرنسونه) ستاسو سره شریک سول.

فارغ التحصیل محصلین کولای سي، چي د لاندي ریفرنسونو په کتلو، زده کړي او مطالعې سره د اګزیټ ازمویني لپاره تیاری ونیسي، ترڅو بریالي سي.

د اګزیټ ازمویني نېټه: ١٤٠٥/٤/٥

د نورو معلوماتو لپاره زموږ وټس‌اپ چینل وڅارئ!
لاندي لینک ووهئ:
https://whatsapp.com/channel/0029VaDk2aMKWEKl3Z9GHl0s

🩺🩸💊🦷🔬🧠🍎💉♿🩻
| |

19/05/2026

درنو فارغ التحصیل محصلینو!
ستاسو اندېښنه رفع سوې ده او ۳۷ ورځي وروسته د اګزیټ (دولتي/خروجي) ازموینه اخیستل کیږي.
زموږ هیله داده، چي د دغه خروجي ازمویني لپاره پدې کافي موده کي بشپړه امادګي ونیسئ، ترڅو په ازموینه کي بریالي او د کلونو د انتظار ثمره لاسته راوړئ.

د نورو معلوماتو لپاره زموږ وټس‌اپ چینل وڅارئ!
لاندي لینک ووهئ:
https://whatsapp.com/channel/0029VaDk2aMKWEKl3Z9GHl0s
🩺🩸💊🦷🔬🧠🍎💉♿🩻
| |

Photos from ‎ډاکټر مامون طاهري د روغتیایي علومو انستیتوت‎'s post 17/05/2026

زموږ محصلین په لوړه علمي کچه سمینارونه وړاندي کوي.

د ډاکټر مامون طاهري د روغتیايي علومو انستیتوت د محصلینو لخوا د علمي سمینارونو په لړ کي د عالي نرسنګ څانګي محصل داؤدشاه محمدي د لوړ فشار نړیوالي ورځي په پار علمي سمینار وړاندي کړ.
په دغه سمینار کي ښاغلي محمدي د لوړ فشار د علمي او تیوریکي معلوماتو وروسته د نورو محصلینو پوښتنو ته ځوابونه هم وویل.

زموږ محصلین ویاړي، چي د استادانو لخوا د معیاري روزني وروسته، نورو محصلینو ته د ښه تدریس جوګه ګرځي.

یک شنبه – ۱۴۰۵/۲/۲۷
🩺🩸💊🦷🔬🧠🍎💉♿🩻
| |

Photos from ‎ډاکټر مامون طاهري د روغتیایي علومو انستیتوت‎'s post 12/05/2026

د نرسانو نړیواله ورځ ولمانځل سوه.

د ډاکټر مامون طاهري د روغتیايي علومو انستیتوت د عالي نرسنګ څانګي محصلینو د نرسانو نړیواله ورځ د ښو او مسلکي زده کړو په موخه ولمانځل.

په دغه مراسمو کي استادانو و محصلینو ته په ټولنه کي د نرس حیاتی رول شرحه کړ او محصلین یې وهڅول، چي د ګرانو هیوادوالو د ښه خدمت په موخه دغه مسلک په ښه ډول زده کړي.
محصلین هم خوښ دي، چي د مسلکي زده کړو په موخه ورته هر امکانات برابر دي.

سه شنبه – ۱۴۰۵/۲/۲۲
🩺🩸💊🦷🔬🧠🍎💉♿🩻
| |

10/05/2026

درنو فارغ التحصیل محصلینو❗

د ډاکټر مامون طاهري د روغتیايي علومو انستیتوت هغه فارغ التحصیل محصلینو چي د اګزیټ ازمویني لپاره یې فورمې ډکي کړي، خبر ورکول کیږي، چي د اګزیټ ازموینه د ۱۴۰۵ل کال د سرطان/چنګاښ د میاشتي پر ۵ نېټه د جمعې په ورځ اخیستل کیږي.
هیله ده، دغه خبرتیا تر ټولو فارغ محصلینو پوري ورسوئ او شېر کړئ.

د نورو معلوماتو لپاره زموږ وټس‌اپ چینل وڅارئ!
لاندي لینک ووهئ:
https://whatsapp.com/channel/0029VaDk2aMKWEKl3Z9GHl0s

🩺🩸💊🦷🔬🧠🍎💉♿🩻
| |

Photos from ‎ډاکټر مامون طاهري د روغتیایي علومو انستیتوت‎'s post 05/05/2026

معیار، شفافیت، نظم او مسلکي پرمختګ!

د انستیتوت د ټولو روغتیايي څانګو د دوهم او دریم سمسټرونو وروستۍ (نهايي) ازمویني په منظم او شفاف ډول جریان لري.

د ډاکټر مامون طاهري د روغتیايي علومو انستیتوت د ازموینو کمېټه په معیاري او اصولي ډول د ټولو ازموینو د تطبیق پلان عملي کوي.
زموږ محصلین د ازموینو له نظم او شفافیت څخه خوښ دي.

✍️ - نوم لیکنه جریان لري!
🩺🩸💊🦷🔬🧠🍎💉♿🩻
| |

Want your school to be the top-listed School/college in Kandahar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Address


Near To 2nd Security Station, Stadium Street
Kandahar
3801

Opening Hours

Monday 07:00 - 19:00
Tuesday 07:00 - 19:00
Wednesday 07:00 - 19:00
Thursday 07:00 - 19:00
Saturday 07:00 - 19:00
Sunday 07:00 - 19:00