نوراني خصوصي ښوونځی او وړکتون Noorani Private School and Kindergarten

  • Home
  • Afghanistan
  • Kandahar
  • نوراني خصوصي ښوونځی او وړکتون Noorani Private School and Kindergarten

نوراني خصوصي ښوونځی او وړکتون Noorani Private School and Kindergarten Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from نوراني خصوصي ښوونځی او وړکتون Noorani Private School and Kindergarten, School, Kandahar.

13/11/2023
د نوراني خصوصي ښوونځۍ د زده کوونکو میاشتنی تاریخي سفر.د همدې میاشتي لومړی سفر مو د ملي مشر حاجي میرویس خان نیکه زیارت لی...
22/10/2023

د نوراني خصوصي ښوونځۍ د زده کوونکو میاشتنی تاریخي سفر.
د همدې میاشتي لومړی سفر مو د ملي مشر حاجي میرویس خان نیکه زیارت لیدنه وه

#موږتل #هڅه #کوو #ترڅودنوي #نسل #هیلي #موروښانه #وي
نوراني خصوصي ښوونځی او وړکتون Noorani Private School and Kindergarten

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎لکه څرنګه چي مخکي نوراني خصوصي ښوونځی او وړکتون Noorani Private Schoo...
21/10/2023

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
لکه څرنګه چي مخکي نوراني خصوصي ښوونځی او وړکتون Noorani Private School and Kindergarten په نوراني مېنه کي موقعیت درلودي .
اوس د نوراني مېني څخه و بابا ولي مېني ته انتقال سوه
نو ستاسو محتر والدینو څخه هیله کیږي چي خپل اولادونه د تیر په شان و خپلو درسونو ته راواستوﺉ
ادرس: بولدک عمومي سړک بابا ولي مېنه /کندهار

18/10/2023

زه ښکلۍ ماشوم یمه 🤷‍♀️
هرچاته معلوم یمه 🧏‍♂️
نه کوم جنګونه زه 🙅
تل وایم درسونه زه 👨‍🏫

زموږ هدف ستاسو بریاده!

نوراني خصوصي ښوونځی او وړکتون Noorani Private School and Kindergarten

د زده کوونکو میاشتنۍ ازمویني جریان لري.نوموړي ازمویني هر میاشت اخیستل کیږي تر څو زده کوونکي خپلو درسونو ته هر وخت آماده ...
17/10/2023

د زده کوونکو میاشتنۍ ازمویني جریان لري.
نوموړي ازمویني هر میاشت اخیستل کیږي تر څو زده کوونکي خپلو درسونو ته هر وخت آماده اوسي.

نوراني خصوصي ښوونځی او وړکتون Noorani Private School and Kindergarten
موږ تل هڅه کوو تر څو د نوي نسل هیلي مو روښانه وي!😍😍

داخله جریان لري 🚶🏫

زموږ هدف ستاسو بریاده !

ښونکې نړیواله ورځ دی مبارک شه !😍په لارښوونو دي روښان ښکاري جهان ښوونکیله جهالته دي ژغورلي انسانان ښوونکېکومه ټولنه چی دی...
05/10/2023

ښونکې نړیواله ورځ دی مبارک شه !😍
په لارښوونو دي روښان ښکاري جهان ښوونکی
له جهالته دي ژغورلي انسانان ښوونکې
کومه ټولنه چی دی قدرپرځان ونه منی
په خپل ژوندون کي به سي پاته غلامان ښوونکې
کومه ټولنه چي دي قدر ته لبیک ووایي
ورباندي راسي نیکمرغي جوړسي پوهان ښوونکې
که مولوي دي که ډاکټر که انجینر یادیږي
اول کي ټوله ستا د بڼ وه نهالان ښوونکې
که ستا وینا سپاري د فکر و موجونو لره
ورڅخه جوړ سي یا وزیر او یا سلطان ښوونکې
موسي وحدت دي تل د قدر په نامه یادوم
رب نازولي يې سپېڅلی قدردان ښوونکي

نوراني خصوصي ښوونځی او وړکتون Noorani Private School and Kindergarten

محمد (صلی الله علیه وسلم ) دنیکمرغه میلاد په ویاړ؛د ربيع الاول دولسمه د اسلام د سترلارښود حضرت محمد (ص) د زوکړې له ورځې ...
27/09/2023

محمد (صلی الله علیه وسلم ) دنیکمرغه میلاد په ویاړ؛

د ربيع الاول دولسمه د اسلام د سترلارښود حضرت محمد (ص) د زوکړې له ورځې سره برابره ده.
دغه نیکمرغه ورځ هر کال په ټوله اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه افغانستان کې د ختمونو په ترسره کولو سره لمانځل کيږي .
دبشریت ژغورنکي او داسلام سترلارښودحضرت محمد(ص) په ۵۷۱ زيږديز کال د دوشنبې په ورځ د عبدالله بن عبدالمطلب په کور کې وزیږیدل.
حضرت محمد مصطفی (ص) ته څښتن تعالی له بدمرغیو، د ناپوهیو له تیارو د انسان د ژغورلو؛ د اجتماعي عدالت او د انسان د روحي آرامتیا د تامین او د بشر د اخلاقي روزنې ستر رسالت ورسپارلی ؤ .
آنحضرت (ص) دارسالت په کامل امانت او بري سرته ورساوه؛ د دې رسالت د پوره کیدو په لار کې يې هر راز کړاونه او ستونزې په خورا حوصله مندۍ او زغم سره وګالل او بشریت يې د اسلام د مقدس دین په انوارو منورکړ.

له بعثت نه وړاندې انساني ارزښت خپل مفهوم له لاسه ورکړی ؤ، دانسان هسکه غاړه به کاڼو،بوټو،لوټو اولرګیو ته ټیټدل . انسان به دڅارویو په څیر دبتانو په دربارکې حلالیدل اوانسان به ژوندي په خاوره خښیدل.

حضرت محمد(ص)هماغسې دانسانیت په اړه دنور د غره په سمڅه کې ناست ؤ، چې د سپیده داغ په مهال ورته دانسانانو د څښتن رب العلمین له خوا دخلاصون پرښته راغله اوهغه ته یې دانسانیت دنجات اولارښوونې ډیوه په لاس کې ورکړه او ورته ویې ویل: دهغه پالوونکي په نامه لوستل پیل کړه، چې داهرڅه یې پیداکړي،انسان یې له یوې ټوټې وینې پیداکړی، ولوله ستاپالوونکی ډیرمهربانه اوډیرقدرمن دی،هغه ذات دی، چې په قلم سره یې ښوونه وکړه اوانسان ته یې هغه څه ورزده کړل، چې هغه پرې نه پوهیده.

نوپه دې توګه حضرت محمد(ص)دکایناتودخالق اومالک له لوري دانسانانودهدایت اولارښوونې لپاره وګمارل شواوپه پیغمبري مبعوث شو.

اسلامي علماءاو د نړۍ ټول اسلام پوهان په دې عقیده دي، چې د نبي کریم (ص) ویاړلی شخصیت د بهترینو صفاتو او عالي خصلتونو څښتن ؤ او د بشریت د لارښوونې په لاره کې يې بې سارې هڅې، ارشادات، خبرې او نظریات یې ستر ارزښت لري .

حضرت محمد مصطفی(ص) د ښو اخلاقو درلودونکی ؤ، تل به یې خلکو ته درناوی کاوه، پر ماشومانو باندې ډېر زیات مهربان ؤ، له ستونزو او کړاونو څخه یې وېره نه درلوده، هېڅکله یې هم چاسره په کبر او غرور خبرې او رفتار نه کاؤ، نظافت او پاکوالې ته یې خورا زیات اهمیت

دنوراني خصوصي ښوونځی او وړکتون Noorani Private School and Kindergarten ده سهارنیو پروګرامونو لړۍ👍
26/09/2023

دنوراني خصوصي ښوونځی او وړکتون Noorani Private School and Kindergarten
ده سهارنیو پروګرامونو لړۍ👍

له نورو مخکي سئ!له نړۍ سره سیالان سئ!
05/09/2023

له نورو مخکي سئ!
له نړۍ سره سیالان سئ!

مونږ هره ورځ یو نوی ګام مخته کیږو.🚀د قوي کېدلوطرف ته🌅
05/09/2023

مونږ هره ورځ یو نوی ګام مخته کیږو.🚀
د قوي کېدلوطرف ته🌅

زموږ هدف ستاسو بریاده !
04/09/2023

زموږ هدف ستاسو بریاده !

Address

Kandahar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when نوراني خصوصي ښوونځی او وړکتون Noorani Private School and Kindergarten posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category