Kandahar Opportunity Educational Center

Kandahar Opportunity Educational Center

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Kandahar Opportunity Educational Center, Education, Kandahar.

خپل راتلونکی دلته جوړ کړئ
Build Your Future With Us
📞 0702934733
Channel Link: https://whatsapp.com/channel/0029Vb5xPCH4Crfa7BT2Iv32
Facebook: https://www.facebook.com/profile.php?id=100092894157003

12/06/2026

درنو والدینو!
د ژوند تر ټولو ستره سرمایه مو همدا اولادونه دي. د هغوی د راتلونکي لپاره شپه او ورځ زحمت باسئ، خو تر روزۍ او نفقې مهمه خبره د هغوی سمه روزنه او پالنه ده. اولادونه مو مه پرېږدئ چي بې‌هدفه په کوڅو او بازارونو کي وخت ضایع کړي. په مکتب او مدرسه کي یې پوښتنه کوئ، د درس، اخلاقو او ملګرو څخه یې ځان خبروئ.
نن چي اولادونه مو له چا سره ناسته ولاړه کوي، سبا به یې هماغه ملګري پر فکر، اخلاقو او راتلونکي اغېز کوي. نو پام وکړئ چي د چا سره ګرځي او وخت تېروي. هره کوچنۍ بې‌پامي کېدای سي په راتلونکي کي لویه پښېماني درته جوړه کړي.
مه هېروئ! اولادونه یوازې د کور غړي نه دي، بلکي د ټولني او هیواد راتلونکی دي. که نن یې په مینه، علم او ښه اخلاقو وروزو، سبا به د وطن د عزت او پرمختګ سبب سي. که یې له پامه وغورځوو، بیا به د ملامتۍ ګوته بل لوري ته نیول انصاف نه وي.
مکتب، مدرسه او استادان خپل ځای لري، خو د اولاد د شخصیت بنسټ په کور کي اېښودل کېږي. مور او پلار د اولاد لومړني او تر ټولو اغېزمن استادان دي. هغه تخم چي نن تاسي کرئ، سبا به یې مېوه ټولنه خوري.
لیکوال: دوست محمد مخلص

01/06/2026

د وطن سره خیانت
افغانستان زموږ خاوره ده، زموږ مور ده. د مور سره خیانت یوازې دا نه دی چې څوک یې خاوره وپلوري، بلکې دا هم خیانت دی چې د آبادۍ او پرمختګ حق یې ترې واخیستل شي.
د استاد خیانت د وطن سره دا دی چې شاګرد ته علم په اخلاص ور ونه رسوي، ځکه ناپوه نسل د وطن ملا ماتوي.
د شاګرد خیانت د وطن سره دا دی چې خپل وخت ضایع کړي، زده کړه سپکه وګڼي او هغه فرصتونه له لاسه ورکړي چې سبا د وطن د خدمت وسیله کېدای شي.
د پلار خیانت د وطن سره دا دی چې اولادونه بې تعلیمه او بې روزنې لوی کړي.
د مور خیانت د وطن سره دا دی چې په اولادونو کې د اخلاقو، انسانیت او وطنپالنې تخم ونه کري.
د تاجر خیانت د وطن سره دا دی چې د ولس له اړتیاوو څخه د شخصي ګټې وسیله جوړه کړي.
د ځوان خیانت د وطن سره دا دی چې خپل ځواک، استعداد او ځواني په بې‌ګټو کارونو او بې‌هدفه ژوند کې ضایع کړي.
د دولت او حکومت خیانت د وطن سره دا دی چې د ولس درد احساس نه کړي، عدالت تأمین نه کړي، د خلکو غږ وانه وري او د راتلونکو نسلونو حقونه خوندي نه کړي.
او د هر وګړي خیانت د وطن سره دا دی چې تل له وطنه تمه ولري، خو د وطن لپاره هېڅ قرباني ور نه کړي.
راځئ چې د وطن سره د مینې دعوې یوازې په خبرو محدودې نه کړو. وطن زموږ له شعارونو نه، بلکې زموږ له عملونو ژوندی پاتې کېږي.
هېره مو نه شي!
کله چې هر څوک خپله دنده پرېږدي، وطن کمزوری کېږي؛
او کله چې هر څوک خپل مسؤلیت ادا کړي، وطن پیاوړی کېږي.
افغانستان زموږ مور ده؛ د مور حق په مینه، اخلاص، علم او خدمت ادا کېږي، نه په تشو خبرو.
لیکوال: دوست محمد مخلص

30/05/2026

د کندهار فرصت تعلیمي مرکز خوږ استاد فیض الله اصولي ته د واده مبارکي
ګرانه او قدرمنه ملګري فیض الله اصولي! ستا د نېکمرغه واده په مناسبت د زړه له کومې مبارکي درته وایم. الله ﷻ دې دا نوې ګډه ژوندانه لاره درته له خوښیو، مینې، برکتونو او سوکالۍ ډکه کړي. الله دې تاسې دواړه د یو بل لپاره د خیر، رحمت او آرام سبب وګرځوي، او تل دې مو کور د خوښیو او نېکمرغیو کور وي.
واده دې ډېر ډېر مبارک شه!
Dost Mohammad Mukhlis
فیض الله اصولي

30/05/2026

د درسونو د بیا پیل خبرتیا
ګرانو زده کوونکو!
د لوی اختر مبارکې رخصتۍ پای ته رسېدلې دي. د کندهار فرصت تعلیمي مرکز ټول درسي صنفونه به سبا یکشنبه، د جوزا په ۱۰ نېټه بېرته په خپل عادي وخت پیل شي.
له ټولو زده کوونکو څخه هیله کېږي چې په ټاکلي وخت خپلو صنفونو ته حاضر شي او د زده کړو بهیر ته په نوي هوډ او انرژۍ سره دوام ورکړي.
ستاسو په انتظار یو!
کندهار فرصت تعلیمي مرکز

28/05/2026

یوه تیاره شپه وه. مدینه خاموشه پرته وه، خلګ په خپلو کورونو کښي ویده وه، خو حضرت عمر رض لا هم د ښار په کوڅو کښي ګرځېدی. ده به ویل:
“که ولس ارام نه وي، عمر ته خوب څنګه ورسي؟”
د ښار له څنډي لږ لیري یې د یوې خېمې خواته د ماشومانو د ژړا آواز واورېد. زړه یې ناارامه سو. ورو ورو ورنږدې سو. هلته یوه غریبه مور ناسته وه، څو واړه ماشومان یې چاپېره وه او له لوږي یې ژړل.
پر اور باندي یو دیګ ایښی و، خو د خوراک بوی نه ترې راتلی.
حضرت عمر رض سلام وکړ او په نرمه لهجه یې پوښتنه وکړه:
“خورې! دا کوچنیان ولي دومره ژاړي؟”
ښځي په مات زړه جواب ورکړ:
“له لوږي ژاړي... درې ورځي کیږي چي زموږ په کور کښي د خوراک څه نسته.”
حضرت عمر رض بیا دیګ ته وکتل او ویې ویل:
“نو په دې دیګ کښي څه شی پخېږي؟”
ښځي اوښکي پاکي کړې او ویې ویل:
“هیڅ شی نسته... فقط اوبه مي اچولي دي. ما ویل شاید ماشومان غلي سي، فکر وکړي چي ډوډۍ تیارېږي او په همدغه امید ویده سي...”
بیا یې په دردناکه لهجه وویل:
“الله دي د عمر څخه پوښتنه وکړي... امیرالمؤمنین زموږ له حاله نه دی خبر.”
دا خبره چي د حضرت عمر رض تر غوږو سوه، زړه یې ولړزېد. سترګي یې له اوښکو ډکي سوې. بېله دې چي ځان وروپېژني، سمدستي بیت المال ته ولاړی. د اوړو، غوړو او خوراکي شیانو بوجۍ یې پر اوږه کړې.
ملګري یې ورته وویل:
“ای امیرالمؤمنینه! دا بوجۍ زه درڅخه یوسم.”
حضرت عمر رض ورته وفرمایل:
“نن که زما بار ته پورته کوې، د قیامت په ورځ به زما حساب هم راکوي؟”
دی پخپله تر هغې خېمې ورسېدی. اور یې بل کړ، ډوډۍ یې پخه کړه او ماشومانو ته یې ورکړه. کوچنیان چي موړه سول، خندا یې پر شونډو راغله او آرامه ویده سول.
حضرت عمر رض تر هغو هلته ناست و، څو یې د هغو ماشومانو پر څېرو د خوشحالۍ نښي ولیدلې.
بیا یې آسمان ته وکتل او په دردمن آواز یې وویل:
“که د فرات پر غاړه یو سپی هم وږی پاته سي، زه بېریږم چي الله به یې پوښتنه له عمره وکړي...”
همدا و د هغه انصاف... همدا و د یوه رښتیني مشر درد...
لیکوال: دوست محمد مخلص



27/05/2026

ځواني خپله د خوشحالیو، ارمانونو او لويو خوبونو وخت وي، خو چي غريبي ورسره مل سي، نو ژوند د انسان پر اوږو ډېر دروند بار کښېږدي.
غريب ځوان هغه څوک وي چي د ټولو مخ ته خندا کوي، خو په زړه کي يې زر دردونه پټ وي. نه د چا سره خپل حال ويلای سي، نه خپل ارمانونه پوره کولای سي. د کور غم يو طرف ته، د راتلونکي فکر بل طرف ته، او د خلکو خبرې بيا جلا اور وي.
ډېر وخت داسي وسي چي د نورو د خوشحالۍ لپاره خپل خواهشونه قربان کړي. د عمر هغه وخت چي بايد خوشحالۍ وکړي، چکر ووهي، او د ژوند خوند واخلي، هماغه وخت د روزۍ، کار او مجبورۍ په منډو کي تېر کړي.
شپه د اميدو سره بيده سي، خو سهار بيا د مجبورۍ په حقيقت راويښ سي.
د غريب ځوان تر ټولو لوی درد دا نه وي چي پيسې نه لري؛ بلکې دا وي چي استعداد، همت او لوى خوبونه ولري، خو حالات يې لاسونه تړلي وي.
کله کله دومره ستړی سي چي يوازي آسمان ته وګوري او په زړه کي ووايي:
“يا الله! تر کومه به دا ژوند داسي وي؟”
خو بيا هم غريب ځوان نه ماتيږي…
ځکه د هغه په زړه کي يو کوچنی اميد ژوندی وي چي يوه ورځ به دا سختۍ ختمي سي، او الله به يې د صبر بدل ورکړي. همدا اميد وي چي هغه ته د ژوند کولو طاقت ورکوي. 🌱
— لیکوال: دوست محمد مخلص
#غریبي
#ځواني

#ژوند

26/05/2026

اختـر ته یوازي څو ورځي پاته وې...
هره ورځ به استاد ځان ته تسلي ورکوله:
— شاید سبا معاش راووځي...
خو سبا به راتلی، معاش به نه وو.
بچیانو یې په خوشحالۍ پوښتنه کوله:
— پلاره! زموږ د اختر جامې به کله راوړې؟
هغه به موسکی سو...
خو هغه موسکا تر شا ډېر درد پټ وو.
کوچنۍ لور یې خپل شلېدلي بوټان ورته ونیول او ویې ویل:
— پلاره... سږ اختر کي به زه هم نوي بوټان ولرم که یا؟
استاد سترګي ښکته کړې...
ځواب یې نه درلود.
مېرمني یې ورو وویل:
— په کور کي اوړه، غوړي او بوره هم خلاص دي...
استاد خاموشه د دوکان پر طرف روان سو.
دوکاندار چي ولید، ویې ویل:
— استاده! زوړ پور دي لا نه دی خلاص کړی، نور پور نه درکوم...
استاد یوازي “سمه ده” وکړه او بېرته روان سو...
کور ته چي راغی، بچیانو یې بیا په امید ورته وکتل...
خو د هغه تش لاسونه، د هغوی د ټولو هیلو جواب وو...
هغه شپه، یو استاد د معاش د ځنډ له لاسه، د خپلو بچیانو مخ ته مات سوی وو...
لیکوال: دوست محمد مخلص

26/05/2026

#معلم…
هغه خاموش انسان دی چي د ټولنې راتلونکی جوړوي، خو خپله یې ژوند د ستونزو تر سیوري لاندي تیریږي.
کله چي اختر رانږدې سي، هر پلار هڅه کوي چي خپلو اولادونو ته خوشحالي راوړي؛
خو معلم بیا د بازار پر ځای د خپل معاش د راتلو انتظار کوي.
ویل سوي وو چي د ثور میاشتي معاش به تر اختر مخکي حواله سي، څو ښوونکي هم د نورو خلکو په شان د اختر لپاره څه تیاری وکړي، خو تر اوسه نه معاش سته او نه کومه روښانه هیله.
معلم هم انسان دی…
هغه هم د کور کرایه لري، د ماشومانو اړتیاوې لري، د ژوند سل دردونه لري.
خو افسوس، زموږ په ټولنه کي د هغه درد تر هر چا کم احساسېږي.
سبا عمومي رخصتي ده، بیا تر یکشنبې پوري انتظار…
او معلم بیا هم د هماغه زړې جملې قرباني دی:
“صبر وکړئ، معاش به جمع سي.”
تر ټولو دردناکه خبره دا ده چي هغه څوک چي د ملت بچیان روزي، خپله د ژوند د لومړنیو اړتیاوو لپاره محتاج انتظار ته ناست وي.
معلم د معاش لپاره نه، بلکي د احترام او ارزښت لپاره هم ستړی سوی دی.
لیکوال: دوست محمد مخلص

26/05/2026

د کندهار فرصت تعلیمي مرکز ادارې لخوا
د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت، د کندهار فرصت تعلیمي مرکز اداره ټولو قدرمنو استادانو، ګرانو زده کوونکو، محترمو والدینو او د هېواد ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي.
لوی اختر د قربانۍ، ورورولۍ، مینې، بښنې او انسانیت ستر پیغام له ځان سره لري. هیله لرو چې الله تعالی دې دا مبارکې ورځې زموږ د ټولنې لپاره د سولې، یووالي، خوشحالۍ او سوکالۍ سبب وګرځوي.
موږ دعا کوو چې الله تعالی دې زموږ وطن ته تلپاتې امن، زموږ ځوانانو ته روښانه راتلونکی او زموږ کورنیو ته خوشحالي او برکت په نصیب کړي.
هیله ده چې دا مبارکې ورځې له خپلې درنې کورنۍ سره په مینه، خوښۍ او نېکو یادونو کې تېرې کړئ.
اختر مو مبارک شه! 🌙✨
په درنښت
اداره
کندهار فرصت تعلیمي مرکز

26/05/2026

د کندهار فرصت تعلیمي مرکز د لوی اختر د رخصتۍ خبرتیا
ګرانو زده کوونکو، قدرمنو استادانو او محترمو والدینو!
په ډېر درنښت خبر درکول کېږي چې د کندهار فرصت تعلیمي مرکز د لوی اختر د مبارکو ورځو په مناسبت د جوزا میاشتې له ۵ نېټې څخه بیا تر ۹ نېټې پورې رخصتي اعلانوي.
ټول صنفونه او درسي پروګرامونه به د جوزا په ۱۰ نېټه بېرته په خپل عادي وخت پیل کېږي.
هیله ده چې د اختر مبارکې ورځې له خپلې درنې کورنۍ سره په خوښۍ، امن، سوکالۍ او نېکمرغۍ تېرې کړئ.
په درنښت
کندهار فرصت تعلیمي مرکز

Want your school to be the top-listed School/college in Kandahar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Kandahar