25/04/2024
*ويټامينونه Vitamins 😗
*ویټامین څه ته ویل کیږي؟*
*ولې ویټامینونه مهم دي؟*
*څو ډوله ويټامينونه موجود دي؟*
دا ځینې يې مهمې پوښتنې دي،
چې ډیری خلک يې غواړي ترڅو ځان پرې پوه کړی .
ويټامين د دوو يوناني کلموڅخه اخستل شوي دي,
چي (Vita) په معني دژوند او (Amin) په معني دضروري دي,
يعني دژوند دضرورت موادوڅخه عبارت دي.
ويټامينونه په کال 1911 ميلادي کي ديوجرمني عالم له خوا چي کازينميرفانک له خواکشف شوي دي.
ويټامينونه دحيواناتواونباتاتوپه حجروکي جوړيږي اوهمدارنګه په بدن کي دويټامينونوکمبودپه اثرځيني ناروغي منځ ته راځي ويټامينونه هغه مواددي چي په خوړوکي په لږه اندازه شته اودبدن دروغوالي سبب کيږي اويټامينونه په لابراتوارنوکي په مصنوعي ډول هم جوړيږي.
چي واک يي دخلکو په لاس کي ورکړي دي.
ويټامينونه دشلوڅخه زيات ډولونه لري. نو همدارنګه په خپل سر دويټامينونو استعمالول له بدن کي نامطلوب اثرات منځ ته راوړلی شي او ويټامينونه بايد دډاکټرپه لارښونه وخوړل شي.
*خویندو دويټامينونو ډولونه دا دي.*
ويټامين A،
ويټامين B،
ويټامين B1،
ويټامين B2،
ويټامين B3،
ويټامين B6،
ويټامين B12،
ويټامين D،
ويټامين C،
ويټامين K،
ويټامين PP دي.
ويټامين A:_ويټامين Aپه غوړوکي منحل دي اوتودوخه پري اغيزي نشي کولي دويټامين A په کمبودپه لويانوکي دشب کوري ناروغي اوپه وړوماشومانوکي دهډوکواودغاښونو دنه ختلوسبب کيږي .
مهمي منابع يي شنه پاڼه لرونکي نباتات دي لکه:_ګازري ، شفتلي ، نخود ، زردالو ، شفتالو دچرګو په هګيو شيدي ګوچ دماهيانو غوښي اوپه ځيګرکي په طبيعي ډول شته اوتوري يي هم مهمه منبع ګڼل کيږي.
ويټامين B:_ دويټامين B په خاندان کي ويټامين B1،ويټامين B2 ويټامين B6،ويټامين B12 شامل دي چي هريويي دمطالعي لاندي نيسو.
ويټامين B1 :_په کمښت داعصابو يوقسم ناروغي منځ ته راځي چي Beriberi نوميږي منځ ته راځي دنوموړي ناروغي نښي اوعلايم دزړه رپيدل داشتهايي عضلاتو نرمي اود محطي اعصابودکمزوري سبب ګرځي ويټامين B1 په هګيو ، سبوسو ، کرم ، تازه هوږه ، شنو مرچکيو کي په طبيعي ډول وجودلري.
يوه ښځه دورځي 1.5mgr ملي ګرامه اويونارينه دورځي 1.7mgr ملي ګرامه ويټامين B1 ته ضرورت لري ويټامين B1 په اوبوکي منحل دي.
ويټامين B2 :_ويټامين B2 په کمبود دژبي پړسوب د وخکيو وتل اودبدن د ودي دخنډ سبب کيږي.ويټامين B2 په شيدو ،هګيو ،ينه ، پښتورګي کي په زياته اندازه پيداکيږي،
ويټامين B3:_دويټامين B3 په کمښت سره د شپي له خوا دپښو دتلوسوزش منځ ته راځي.مهمي منابع شنه پاڼه لرونکي نباتات کي په طبيعي ډول وجودلري.
ويټامين B6:_دحجرو د ودي سبب ګرځي اوپه کمښت يي په ځوانانوکي دوزن کميدل اوپه وړوکي ماشومانودوزن کمښت همدارنګه دپوستکي پرمخ دداغونو پريوتل منځ ته راوړي.
ويټامين B6 په نباتي خوړو شحميات ، ليړوګاني يا بنډي ، رومي بانجان، شيده اونشايستوي خواراکونو کي وجود لري.
ويټامين B12:_په اوبوکي منحل دي اومهمي منابع شنه پاڼيزه نباتات ،هګي ،شيدي ،ينه ،توري ،پښتورګي ،لوبيا ،دال ، اونورشيان يي مهمي منابع دي.
ويټامين C:_ويټامين C د (Aacorbicaside)په نامه هم ياديږي په اوبوکي حليږي.دحرارت په واسطه ډير زر د منځه ځي دويټامين C په کمبود يوه ناروغي منځ ته راځي چي سکروي نوميږي د وريو څخه دويني تلل اوهمدارنګه دپوستکي دزخمونوپه کوشيرولو کي (راټول)کي مهم رول لري ويټامين C په بدن کي نه ذخيره کيږي.نو خوړل يي روزمره په غذايي موادکي ضروردي دويټامين C مهمي منابع عبارت دي له:_ليمو ،نارنج ،مالټه ، روميان ، تازه مرچکيو ، روميان ،ګشنيزيي همي اوطبيعي منابع دي.
ويټامين K :_ويټامين K دويني دلخته کيدلولپاره زخمونوپر مخ ضروري ويټامين K په نارمل ډول دهغه بکترياوو څخه چي په کولموکي وجودلري جوړيږي.دويټامين K مهمي منابع عبارت دي له :_هګيوزيړ ، شيدي ، رومي بانجان،ينه ،اوپه شنو شفتلوپه پاڼو کي وجود لري.
ويټامين D :_ويټامين D دغاښونو دهډوکو او دپوستکي په جوړښت کي مهم رول لري ويټامين D دهډوکوپه وده کي اوهم جوړښت کي ډيرضروري دي. دويټامين D په کمبود سره ريکټس په نوم په کوچنيانوکي دهډوکو له کږيدو سبب کيږي اوهمدارنګه دغاښونوددردسبب هم کيږي.دويټامين D مهمي منابع عبارت دي له حيواني اونباتي غوړي ، کوچ ،شيدي ، دماهيانوغوښي ، هګي ، شيدي ، طبعي منابع دي.همدارنګه دلمروړانګي چي دانسان اوحيوان په بدن ولګيږي ويټامين D دپوستکي پواسطه ذخيره کوي چي دي ته دلمرويټامين هم ويل کيږي.