د څښتن تعالی مينه له خپل بنده سره❤️
زما زوریدلی موری
دا صفحه يواځې او يواځې د مور او پلار د احترام او هغوی ته د مينې ورکولو په خاطر جوړه شوی ده
07/03/2022
امریکایۍ ډاکټرې لیزا کلنگر "زینب" یوې غونډې ته فقهي مسایل تشرېح کول چې په پای کې ترې پوښتنه وشوه:
تاسو ولې داسې دین انتخاب کړ چې د نرانو په پرتله ښځو ته لږ حقوق ورکوي؟
دې ژر ورغبرگه کړه:
"هغه دین چې ما منلی، د نرانو په پرتله یې ښځو ته ډېر حقوق ورکړي دي."
هغه ترې دلیل وغوښت، مېرمن زینب دوه مثالونه ورته وړاندې کړل:
۱. اسلام زه له نفقې او معاش نه بې غمه کړې یم. دا زما د خاوند وظیفه ده چې زما ټول ضروریات پوره او آسانتیاوې راته برابرې کړي. چې پېغله یم دا مسؤولیت مې د پلار دی. په دنیا کې سخته خبره همدا د ژوند او معاش ده چې موږ اسلام ترې بې غمه کړې یو.
۲. که زه مال او سرمایه ولرم، اسلام وایي دا ستا خپل حق دی او خاوند دې په کې ونډه نه لري، په داسې حال کې چې د خاوند په مال کې زه هم شریکه شوې یم او په دې خبره باندې زما خاوند مأمور شوی چې مال به یې انحصاري نه وي.
18/02/2022
۰
اوښکې مي ولاړي په بڼو کـــې دي😭
چغي د حیدر مي په غوږو کې دي
حيدرجانه!
زما د درې کلنې لورکۍ په غوږو کې ستا چغې تر بيګا وې او ويل به ی «حيدر به خلاص سي انشاءالله»
د هغې او زموږ ټولو افغانانو آرمان پوره نشو
ربه ستا په امتحانونو کې مو کامياب کړی
رحيم او کريم ذاته
په حيدرجان خپله مورکۍ څه چ ټول اسلامي امت پرې درديږي، ربه ټول اسلامي امت ستا د نصرت او رحمت په انتظار ده.
بالښت مې شته خوبونه نشته
ادې راویښه شه چی وکړو مجلسونه😓😥
16/01/2020
ډیر څه پکې شته.
معاذ بن جبل رضي الله عنه به په هغه شپه څنګه ویده شوی وي؟
کله چې محبوب ﷺ ورته وویل:
"ای معاذه! په اللهﷻ قسم له تاسره مینه لرم."
عبد الله بن أنيس رضي الله عنه به په هغه شپه څنګه ویده شوی وي؟
کله چې د اللهﷻ رسول خپله لکړه ورکړه او ورته یې وویل: "په جنت کې به دې پدې لکړې سره وپېژنم."
بلال رضي الله عنه به په هغه شپه څنګه ویده شوی وي؟
کله چې حضرت محمد ﷺ ورته وویل:
"په جنت کې مې ستا د پایذار (څپلیو) غږ واورېد."
د مؤمنانو مور خدیجه رضي الله عنها به په هغه شپه څنګه ویده شوې وي؟
کله چې خوږ نبي ﷺ ورته وویل:
"یقیناً جبرائیل علیه السلام پر تا باندې د اللهﷻ له لوري سلام وایي."
ابوبکر رضي الله عنه به په هغه شپه څنګه ویده شوی وي؟
کله چې سرور کائنات ﷺ ورته وویل:
"اللهﷻ جبریل علیه السلام راواستوه او وایي:
الله تعالی فرمایي چې خپل ملګري ته ووایه، زه له تا څخه راضي یم، آیا ته له ما څخه راضي یې؟
أبی بن کعب رضي الله عنه به په هغه شپه څنګه ویده شوی وي؟
کله چې خاتم النبیین ﷺ ورته وویل:
"الله تعالی ماته امر وکړ، چې تاته له قرآن څخه یو څه تلاوت وکړم.
أبی بن کعب رضي الله عنه ورته وویل:
آیا الله تعالی زما نوم یاد کړ؟
سردار دو جهان ﷺ ورته وویل: هو!
ابی بن کعب رضي الله عنه وژړل، وژړل او ویې ژړل...
دا خلک څوک وو؟
دا ددې امت تر ټولو غوره او بهترین انسانان وو، هغه انسانان چې خپل خواهشات، مال، ځان، بچیان، کور، کلی او وطن یې ټول د اللهﷻ او د هغه د رسول ﷺ تر رضا قربان کړي دي.
د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ، تر څو نور مسلمانان یې هم ولولي؛ موږ او تاسې ته به یې هم ثواب رسېږي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Kabul