د فاتحې خبرتیا
پښتو څانګه د پښتو ژبې او ادب له ټولو هغو پالونکو مننه کوي چې ددې څانګې د متقاعد استاد مرحوم دوکتور محمد اجان حقپال په جنازه کې یې ګډون کړی و او په دې ستر غم کې یې ځان له موږ سره شریک وبللو.
پښتو څانګه د مرحوم استاد ټولو شاګردانو، همکارانو او دوستانو ته خبر ورکوي چې د مرحوم فاتحه د سه شنبې په ورځ د قوس یا لیندۍ میاشتې په څلورمه نېټه، د رحمن بابا مینې په محمد مصطفی (ص) جامع جومات کې له ۱:۳۰ تر ۳:۳۰ بجو پورې اخیستل کېږي.
انا لله و انا الیه راجعون
روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې!
Pashto Department-KU پښتو څانګه - کابل پوهنتون
this is official page of Pashto Department of Kabul University. You can find all information about us via this page.
په ژوره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د کابل پوهنتون د پښتو څانګې دروند استاد پروفیسور دوکتور محمد اجان حقپال له دې فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه.
مرحوم دوکتور محمد اجان حقپال اوږده موده په کابل پوهنتون کې ددې وطن د بچیانو په روزنه او پالنه کې نه هېرېدونکې هڅې کړې دي او پښتو څانګه یې پر ارزښتمنو خدماتو ویاړي.
د پښتو څانګې علمي غړي، محصلین او کارکوونکي د مرحوم استاد د مړینې له امله ویرمن دي او د استاد له درنې کورنۍ او د پښتو ژبې او ادب له خدمتګارانو سره ځان په دې ستر غم کې شریک بولي.
د پاک رب له درباره درانه استاد ته د عالي جنتونو او کورنۍ ته یې د جمیل صبر استدعا کوو.
انالله و انا الیه راجعون
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Website
Address
Kabul Karth 4 Kabul
Kabul
1007