04/08/2025
حضرت علي رض
د پیاوڑی حافظه دفیسبوک صفه در سره لایک کڑی. (ستاسو دلابریا په هیله)
السلام ~~^~~ علیکم
دوستانو
دپیاوڑی حافظی رسمی فیسبوک پاڼی ته ښه راغلاست:
د دفیسبوک صفه یوه ادبی صفه ده.
هیله کوم: چی د په آڑه معلومات په دی صفه كی وګوری
او خپل نور ملګری هم دی صفی ته آڈ کڑی.
04/08/2025
حضرت علي رض
16/02/2025
د انسان حافظه څه ډول کار کوي؟
10/05/2022
#اعصاب ارام وی
؛🥒🥒🥒
بادرنګ چي عربي کي ورته خیار وایي یوه ګټوره غذا ده.
⑴ بدرنګ پوستکی روښانه کوي او ویښتان قوي کوي.
⑵ د بادرنګ اوبه که ماښام مخ په غوړ سی او سهار پریولل سی د مخ پوست نرموی او ساتنه یې کوي.
⑶ بادرنګ ۹۶ ٪طبعي اوبه لري.
⑷ د مهمو منرالونو او ویټامینو درلودونکی دی.
⑸ د اېنې او تورې پاړسوب کموی او د سږی درد اراموی او په پښتورګو کي ډبری ماتوي.
⑹ ټوخی اراموي.
⑺ د بولو سوزاک التهاب ورکوي.
⑻ تنده کموي.
⑼ وینه پاکوي.
⑽ وزن کموي
⑾ د بولو شګر ناروغ که تازه بادرنګ وخوري د بدن زهریات به یې خارج سي.
⑿ د بادرنګ پوستکي که په نزله کښېښودل سی د سر درد اراموي.
⒀ بادرنګ که ټوټې ټوټې سي او د مستو سره ګډ سي تبه سپکوي او اعصاب ارموي.
09/04/2022
:
۱_ دانسان په وجود کې ۹۶۵۴۰۰۰۰ متره دوینې رګونه شتون لري۰
۲_ په ۶۰ ثانیو کې دوینې یو دوران دانسان په وجود کې تکمیلیږي۰
۳_ هر انسان دخپل عمر په دوران کې ۲۰kg پوستکۍ له لاسه ورکوي۰
۴_ په متوسطه کچه یوه ښځه په ورځ کې ۷۰۰۰ کلیمې او یو نارینه ۲۰۰۰ کلیمې استفاده کوي۰
۵_ دانسان ماغزه دانسان دوجود ۲% وزن تشکیلوي، په داسې حال کې چې ۲۰% انرژي مصرفوي۰
۶_ په متوسطه او نورمال ډول سره هر انسان په ورځ کې له ۴۰ څخه تر ۱۰۰ تاره ویښته له لاسه ورکوي۰
۷_ هر انسان په متوسط ډول پخپل ژوند کې ۳|۷۸۵۳ لیتره اوبه څښي۰
۸_ ۸۰% مکروب دلاسونو له لارې انتقالیږي۰
۹_ تقریباً دهر انسان وریځې ( ابرو ) ۵۵۰ تاره ویښته لري۰
۱۰_ ترټولو قوي ماهیچه دانسان په وجود کې ژبه ده۰
۱۱_ دانسان په وجود کې تر ټولو کلک هډوکی دانسان دژامې ( الاشه ) هډوکی ده۰
07/04/2022
🥝
په کیوي کې د C ویټامین سي د نارنج په پرتله دوه برابره دی
د کیوي پوستکي فایبر د کیوي په پرتله دوه چنده ډیر دی
د کیوي تخمونه عقل زیاتوي او د اومیګا 3 ماهي په څیر اندازه لري
👈 کیوی د زکام ضد دی او پوستکی یې د قبض ضد دی
05/04/2022
چي خپل نوم جواد عبيد الماسي ښيي
وايي: زه په خپل رب قسم خورم چي لس کاله کېږي د شوګر په ناروغي اخته يم او کله مي هم شوګر ۱۱۵ ته نه دی را ټېټ شوی . يوه ورځ مي خپل شوګر وکوت ۳۴۹ وو ځانته مي دانسولين ستن ووهله دوه ساعته وروسته مي بیا شوګر وکوت ۲۵۰ وو
د له لسو کلونو راهیسي زما دشوګر حالت دی چي کله هم تر دې ندی راټېټ شوی ان تر دې چي د رمضان په مياشت کي هم تر ۲۵۰ ندی راښکته شوی.
يوه شپه مي دوه ګېډۍ (Parsley بقدونس) راوړل ښه صفا مي پرېمنځل واړه واړه مي وځبل او په مکسر (ګډونکي ماشين) کي مي واچول او څه کم يو لېټر اوبه مي هم ورزياتي کړې
او تر هغو مي پکي ميده کول چي شېن رنګه شيدې ترې جوړي شوې بيا مي دا يو لېټر اوبه سهار په تشه خوا په يوځل وڅښلې . نېم ساعت وروسته مي شوګر وکوت هک پک شوم چي شوګر مي ۱۲۳ ته راټېټ شوی وو بيا مي په څلورو هګيو او سهار ناشته وکړه نيم ساعت وروسته چي مي بیا شوګر وکوت ۱۱۵ وو .
دی وايي زه چي څه ليکم الله تعالی ګواه دی او حاضر ناظر يې ګڼم او تاسي ته هم ددې سپارښتنه کوم چي دا وړيا بيه کورنی علاج وکاروئ او هر سهار په تشه خوا دا يو لېټر د (Parsley بقدونس) شربت جوړوئ او په يو ځای يې څښئ خوند يې سم وي او څښل يې هيڅ زور نلري. په عربي خليجي هېوادونو کي بقدونس دسبزيجاتوپه هردکان کي پرېمانه او ارزانه موندل کېږي .
په انګلېسي کي Parsley په اردو کي اجمودا او په فارسي کي جعفري په پښتو کي په دڼيا او ګشنېز ډوله بوټي ژباړل شوی دی
خو دپښتو په ژباړه يې باوري نه يم ځکه چي له دڼیا سره توپېر لري. غوره به داوي هغه وروڼه چي په خليجي عربي هېوادونو کي اوسي دبقدونس تخم له ځان سره هېواد ته یوسي او هلته يې دکور او کلي په پټيو کي کرهڼه عامه کړي. دا درمل په ورځني شکل هم پخپله کاروئ او هم يې نورو ناروغانو ته دڅښلو سپارښتنه وکړئ
ان شاء الله چي دکلېنک له اضافي درملو به مو په لنډ وخت کي فارغ کړي . ـــــــــــــــــــــــــــــــ زه او ددې ازمويل شوي نسخې وړاندي کونکی لدې پرته چي مونږ او زمونږ کورنئ او والدينو ته د زړه له کومي د نېکو يوه دعا وکړئ نورهيڅ نه غواړو ښه ژوند او بشپړه روغتيا مو نصيب شه. ستاسو هوسا ژوند او بشپړه روغتيا چي دژوند بنيادي اړتيا ده زمونږ يواځېنۍ هيله ده.
که تاسو یی بیا هم نه پیژنۍ نو عکسونه یی بیا تاسو ته کمینټ کې پریدم . هغه عکسونه بیا وګورﺉ کیدای شي چی بیا یی وپیژنۍ او پیدا یی کړﺉ
د ثواب په نیت یې شییر کړﺉ
10/03/2022
چې په چټکۍ سره وينه پوره کوي او د کم خونۍ مخه نيسي
: يو له هغو روغتيايي ستونزو څخه ده چې کولی شي نورو لويو روغتيايي ستونزو ته لاره هواروي، د وينې کم خوني عموماً په بدن کې د فولیک اسيد، ويټامين بي ۱۲ او اوسپنې د کم والي له کبله رامنځته کېږي.
د ويټامين بي ۱۲ اړتيا له دې خوړو پوره کولی شی: غوښه، هګۍ، ځيګر، شيدې پنېر، ماهي غوښه. هغه خواړه چې د اوسپنې کم والی پوره کوي؛ خرما، مڼې، ځيګر، پالک، زردالو. هغه خواړه چې پرېمانه فولیک اسيد لري؛ ځيګر، هګۍ( په ځانګړي ډول د هګیو ژېړ)، چهارمغز او نور سبزيجات. که په زياته اندازه د وينې له کمښت سره مخ ياست کولی شی چې د روغتون څخه د فولیک اسید تقويتي درمل هم ترلاسه کړی.
24/02/2022
د سر درد یو له عامو ناروغیو څخه دی چې ۸۵ سلنه په بدن کې اوبو د کموالي له امله رامنځ ته کیږي. ځینې نور عوامل هم شته کوم چې په انسان کې د سر درد لامل ګرځي.
دلته مو له هغو خوړو سره اشنا کوو کوم چې د سر درد له منځه وړلو کې ډیره زیاته مرسته کوي او لږه موده کې اثر کوي:
۱- : څنګه چې مو مخکې هم یادونه وکړه د سر درد یو له سترو عواملو څخه په بدن کې د اوبو کموالی دی نو له همدې امله مایعات او سودیم لرونکي خواړه د بدن د اړتیا وړ اوبه پوره کولو سره د سر درد له منځه وړي. شیدې نه یوازې دا چې د اوبو کموالی له منځه وړي بلکه زیات شمیر منرالونه لکه کلسیم او پوتاشیم هم لري کوم چې بدن له مختلفو ناروغیو څخه ژغورلی شي. شیدې له نورو ډیرو ګټو سربیره د وینې لوړ فشار او شکر ناروغۍ لپاره ډیره ګټه لري او انسان له ذهني فشار او خفګان څخه ژغوري. خو باید کوښښ وشي چې لږ غوړ لرونکی شیدې استعمال شي.
۲- #خټکی: دغه خواړه هم زیاته اندازه پوتاشیم او اوبه لري کوم چې په بدن کې د سودیم او اوبو د کموالی مخه نیسي. یوه درمیانه خټکی ۶۶ ملی ګرامه مګنیزیم لري کوم چې د بدن ۱۶ سلنه اړتیا پوره کولی شي. په وینه کې د شکر کموالی هم د سر درد لامل ګرځي خو مګنیزیم لرونکي خواړه د وینې شکر اندازه نورمال ساتلو سره سر درد له منځه وړي.
زیاته اندازه خټکی خوړل بدن کې څلور زیانونه رامنځته کوي
۳- #کبان: د سر درد له منځه وړلو لپاره ویټامین بي ۶ (B6)، بي ۱۲ (B12) او فولک اسید (Folic Acid) ډیره زیاته ګټه لري او له همدې امله د سر درد له منځه وړلو لپاره ټونا (Tuna) او سالمن (Salmon) نومې کبان ډیره زیاته ګټه لري. یوازې سالمن نومې کب ستاسې د بدن ۲۵۰ سلنه د ویټامین بي ۱۲ اړتیا پوره کولی شي په دې معني چې یو کوچنی سالمن کب هم کولی شي ستاسې سر درد له منځه یوسي.
۴- #کچالو: کچالو هم زیاته اندازه پوتاشیم لري او کولی شي د بدن ۳۵ سلنه د پوتاشیم اړتیا د یوې ورځې لپاره پوره کړي. کچالو خاصه اندازه ویټامین اې (A)، سي (C) او بي ۶ (B6) هم لري.
۵- #اوبه: څنګه چې مخکې مو هم یادونه وکړه ۸۵ سلنه د سر درد په بدن کې اوبو د کموالي له امله رامنځ ته کیږي. د سر درد څخه خلاصون لپاره زیاته اندازه اوبه استعمال کړئ.
28/01/2022
معدې زخم هغه وخت رامنځته کیږي چې د معدې دمخاط (داخلي پوښ ) د مقاومت او دتیزابي ترشحاتو ترمنځ انډول یا تعادل خراب شي په نیتجه کې دهاضمي سیسټم دفاعي عوامل ګډوډیږي او دمعدې زخم یا ټپ رامنځته کیږي دمعدې اسید ډیر قوي دي چې هرڅه هضمولاي شي خو د معدې مخاط هم دومره مقاومت لري چې په خپلې معدې دددغو تیزابو دناسم اغیز مخه نیسي کله چې دغه دفاعي حالت خرابه شي نو معده زخم شي .
نن سبا دمعدې په زخم کې دهیلیکوباکټر پيلور (H pylori). په نامه دیوه مکروب شتون ثابت شوی دی چې دمعدې دزخم اتیا (80)%فیصده علت همدا میکروب دی خو پردې سربیره ځینې درمل لکله بروفین ، اسپرین ، او نور التهاب ضد درمل دغه راز سترس او روحي فشارونه دمعدې په زخمونوکې اغیزمن دي هغه کسان چې دمعدې زخم لري باید حتماً ددغه میکروب پلټنه پکې وشي کله چې دغه میکروب ثابت شي او ناروغ ته انټي بیوټیک ورکړل شي نو د معالجې په وړاند ې ډیرژر غبرګون ښيي او مثبته نتیجه ترې ترلاسه کیداي شي .البته دغه میکروب ښايي د ډیرو روغو کسانو په معده کې هم موجود وي خوله دې چې دهغوي د معدې د مخاط او اسید ترمنځ تعادل نه وي خراب شوی نو دمعدې زخم نه پیدا کوي .
د معدې دزخم نښې نښانې ډیرې دي د مثال په توګه یوه عامه نښه درد دی دغه درد سوزنده وي اوموقیعت ېې د نس په پورتنۍ برخه کې د ټټر د منځنۍ هډوکي په ښکتنۍ برخه کې احساسیږي ډیر ځله دغه دردونه د زړه له دردونو سره یو شان وي ځکه خو په ځینو مواردو کې دمعدې ناروغانو ته په غلطۍ کې دزړه درمل هم ورکول شوي وي .
معمولاً د معدې درد له خوړو سره تړاو لري په دې معنې کله چې سړی وږی شي درد نه لري خو له خوړو سمدستي وروسته درد احساسوي او ممکنه له کانګو او د معدې له تشیدو وروسته درد بیرته ښه شي .
د معدې زخم ممکنه ده د سوّهاضمې ،کانګو ،زړه بدوالي ، نفخ او باد او ارګیمي سبب هم شي .
ځینې وخت د معدې زخم درلودونکي ناروغان ممکنه ده وزن بایلي هغه ټکی چې نن سبا مطرح کیيږي اود سرطان په مخنیوي کې ډیر اغیزمن هم دی دا دی چې دمعدې زخم په تیره بیا که دهیلي کوباکټر پيلور له امله وي دمعدې د مخاط دبیا بیا التهاب سبب کیږي او دغه ګسټریټ ددې سبب کیږي چې دغه کسان د معدې په سرطان داخته کیدا ډیر چانس ولري نو که تاسو هم په معده کې درد لرئ غوره ده ډیرژر ډاکټر ته ورشئ او دسرطان دمخنیوي لپاره دغو ټکوته هم پام کوئ :
که په معده کې هرډول درد لرئ ژر ترژره ډاکټر ته ورشئ او معاینات وکړئ او علاج پیل کړئ قطعي تشخیص ډیر مهم دی په تیره بیا دهیليکو باکټر پیلور په نامه دمیکروب شتون باید ثابت یا رد شي دغه چاره په علاج کې ډیر اهمیت لري .
که د معدې زخم لرئ مناسب خواړه وخورئ دمثال په توګه سره کړي خواړه ،اوومه سبزیانې او خامه میوه مه خورئ. ښايي تعجب وکړئ که درته ووایو چې که دمعدې زخم لرئ په اور کباب شوې غوښه په تیره بیا شامي کباب چې البته پاک وي ستاسو لپاره ډیره ګټه لري خولعاب داره خواړه په تیره بیا که مساله هم ولري ډیر تاوان رسوي .سره کړي پياز ،دکټوې مساله او خام پياز دمعدې ناروغانو ته تاوان لري .غوره ده ګازرې او د ګازرو اوبه ډیرې استعمال کړئ .
سیګریټ او نصوار مه استعمالوئ .
له سټرس ،هیجان او ویرې ځان ژغورئ که څه هم دغه کار دډیرو کسانو په باور سخت دی خو که وغواړو اوخپل ژوند منظم کړو ځان به له ډیرو اندیښنو او فشارونو وساتلی شو .
پرخوري یا ډیرخوراک او اوږده لوږه دواړه ښه نه دي .
دغه راز دډاکټر له مشورې پرته درمل مه خورئ .
هیڅکله سبزیانې ناولې مه خورئ ښايي دا چاره ستاسو لپاره حیرانوونکې وي خو کله چې معده کې کوم پرازیت او میکروب لاره پیدا کړي دغه میکروب د معدې دزخم سبب کیداي شي .یوه خبره چې موږ ورته توجه نه کوو دا ده چې ماشومان له ځمکې هرڅه خولې ته وړي دهلیکوباکټر پيلور میکروب په همدې ډول ماشومانو اولویانو ته انتقالیږي خو د ماشومانوپه معده کې ډیره موده همداسې پاتې وي او کله چې زمینه برابره شوه د معدې دزخم سبب کیداي شي .
د معدې پر زخم ډیر څه لیکل کیداي شي خو هغه مهم ټکي چې موږ ته مهم ښکاریدل په دې لیکنه کې راوړل شوي دي که تاسو د معدې زخم لرئ حتماً ېې باید علاج وکړئ په تیره بیا که ستاسو دغایطه موادو رنګ نصواري یا تور شو حتماً باید ډاکټر ته ورشئ ځکه دا د وینې نښه ده او دناروغ لپاره خطرناکه نښه ګڼل کیږي .
ليکوونکي :
صلاح الدين ارغوان ساپی
21/10/2021
؟
(۱) ځواب
ذهن د انسان د بدن حیرانوونکی سیسټم دی. دغه سیسټم د هغو اطلاعاتو خپروونکی دی، چې تاسو یې د خپلو حواسو په وسیله حس کوی. ذهن هغه مجموعه ده چې د یوه فرمان ورکوونکي په وسیله چې مغز بلل کېږي، کنټرولېږي. ټولې کړنې لکه فکر، حافظه، احساسات او تخیل د مغز په نوم په یوه تشکیل کې راځي او د مغز په وسیله رهبري کېږي. کله چې د یو څه فرمان ورکول کېږي، له مغز څخه د یوې نخاع په وسیله چې ژوندۍ، ډېره تېزه او په میلیونونو سلولونه یې د بدن هرې برخه ته غځېدلي، د امر یا منعې عمل تر سره کوي.
لیدونکي د خپلو سترګو په وسیله انځورونه، لغتونه، جدولونه او نښې نښانې ویني. دوی اړ دي چې مسایل او اطلاعات په خپلو سترګو وویني، درک یې کړي او له هغه وروسته یې په اړه پرېکړه وکړي.
ځینې کسان دې ته اړتیا لري چې نظرونه، بحثونه او موسیقي واوري، هغوی د اورېدو له لارې د یو څه په اړه پرېکړه کوي او وایي: «دغه څه زما په اند ښه دي». یا «دغه څه زما په اند ښه نه دي».
بل حس چې له انسان سره د شیانو په پېژندلو او درک کولو کې مرسته کوي، د لامسې حس دی. دغه نه یوازې له ړندو کسانو سره مرسته کوي، بلکې له هغو کسانو سره هم د شیانو په پېژندلو او درک کولو کې مرسته کوي، چې سترګې یې روغې وي.
ژباړه او زیاتونه: زین الله احمدي
موږ ټول په خپل ژوند کې ذهني ارامي او تمرکز ته اړتیا لرو، تر څو وکولای شو، په اسانۍ فکر وکړو، په هوښیارئ تصمیمونه ونیسو، برنامه رېزي ولرو یا مطالعه وکړه. برعکس که ذهني تمرکز مو کمزوری وي، نه شو کولای خپل افکار منظم کړو، ګډوډ افکار افکار به زموږ ژوند کنټرولوي او له امله یې خپله ازادي بایلو؛ لکه یوه شیته پاڼه چې واک یې له باد سره وي.
لاندې ځینې لارې چارې بیانوو، چې په تمرین سره یې کولای شو، ارام ذهن ولرو او له ژوند خوند واخلو.
۱. د تلویزیون او تولنیزو رسنیو کتلو ته ډېر وخت مه ورکوئ، ځکه حتمي تاسو له بدو او منفي خبرونو سره مخ کېږي او ذهن مو نااراموي.
۲. په ستونزو، ناکامیو او خنډونو ډېر فکر مه کوئ، په دې موضوعاتو فکر کول ستاسې ذهني ارامتیا له منځه وړي. په فرصتونو فکر وکړئ او له هغو ګټه واخلئ.
۳. له منفي پالو اشخاصو سره ناسته ولاړه مه کوئ. د هغوی منفي رفتار او کردار ستاسې ذهن ګډوډوي او تر خپل منفي تاثیر لاندې مو راولي.
۴. کینه او حسد په زړه کې مه ساتئ، هېرول او پرېښودل زه کړئ. په داسې شیانو فکر مه کوئ، چې روحي ارامتیا او اړیکې مو خرابې کړي.
۵. د شپې لخوا په کافي اندازه خوب وکړئ؛ یو ښه خوب تاسو ته پریمانه انرژي درکوي، مثبت فکر اخلئ او له منفي افکارو مو لیري ساتي، بیا به نهایت ښه احساس ولرئ.
۶. منظم سپورټ کوئ، په دې سره مو ذهني فشار له منځه ځي، مغذ او بدن ته مو تازه انرژي درکوي.
۷. کوم څه چې نه شئ بدلولی، هغه ومنئ. اړتیا نشته چې د هغو شیانو د بدلون هڅه وکړئ چي تغییر نه مومئ، ځان مه ناارامه کوئ.
۸. د تېر وخت او بدو خاطرو په اړه فکر مه کوئ. تېر وخت نه تغییرولی او نه یې راګرځولی شئ. له تېر وخته درس واخلئ، هغه هېر کړئ او حرکت وکړئ. ښه ده چې پر حال زمانه تمرکز وکړئ.
۹. کله چې ناارامه وئ، هر څه پرېږدئ، څو شېبې پلی تګ وکړئ.
۱۰. له خلکو سره د مخامخ کېدو او اړیکو پر مهال پیاوړي، زغم لرونکي او انعطاف منوونکي اوسئ، په دې سره زیاته انرژي اخلئ او مثبت احساس به ولرئ.
۱۱. اغېزناک اوسئ، نه اغېزمن. تاسو باید پر نورو اغېز وکړئ، نه دا چې نور پر تاسو منفي اغېز وکړي.
که غواړئ په خپلو افکارو او ذهن کنټرول ولرئ، همدا نن پورتنۍ لارې چارې یو ځل تجربه کړئ. یوویشت ورځې عملي کړئ، تر څو روحي ارامتیا مو په عادت بدله شي. ژوند به مو ښه او زیات سکون به تجربه کړئ.