LalAgha Hayati حياتي√

LalAgha Hayati حياتي√ ګلونو ملګرو ښه راغلاست! پاڼه خوښه کړئ او زموږ خواږه ملګري شئ! خپل هېواد او هېوادوالو ته خدمت کول مو يوازينۍ هيله ده.
يگانه آرزوی ما خدمت به وطن و وطنداران است.

18/01/2026
د خپل هېواد لپاره یې مخته خپور کړئ!
14/11/2025

د خپل هېواد لپاره یې مخته خپور کړئ!

هغه سړی چې خپل لاس یې پرې کړ؛ ترڅو ژوندی پاتې شيآرون رالستون (Aron Ralston) یو ماجراجو غرختونکی و، چې په ۲۰۰۳ کال کې د ا...
05/11/2025

هغه سړی چې خپل لاس یې پرې کړ؛ ترڅو ژوندی پاتې شي

آرون رالستون (Aron Ralston) یو ماجراجو غرختونکی و، چې په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا د یوتا ایالت په یوه لرې تنګه دره کې هغه مهال بند پاتې شو، چې يوه ستره ډبره یې پر لاس ولوېده او هغه یې د پنځو ورځو لپاره هماغلته بندي کړ.
بې له اوبو او خوړو، د خلکو له سترګو پټ، او د ټولو هیلو له منځه تلو وروسته، آرون پرېکړه وکړه چې د خپل ژوند د ژغورلو لپاره داسې کار وکړي چې هېڅوک به یې باور و نه کړي.
هغه د یوه وړوکي او پڅ چاقو په مرسته خپل لاس پرې کړ ترڅو وژغورل شي.
وروسته یې څو کیلو مټره مزل وکړ او بالاخره ژوندی پاتې شو.
مهرباني وکړئ، کله هم یوازې د طبیعت د چکر یا ماجراجویۍ لپاره مه وځئ — تل له یوې ډلې یا لږ تر لږه له یوه ملګري سره لاړ شئ!
دغه پېښه موږ ته دا راپه زړه کوي چې کله ناکله د انسان اراده د هر خنډ نه پیاوړې وي. 💪

03/11/2025

يووالی او يو ـ بل ته نېکې ارادې د يو ملت د بقا او پرمختګ ستر لاملونه دي.
د کورنيو چارو وزارت لخوا د فوتسال له ۱۷ کلنو لوبغاړو څخه ښکته لوبډلې هراړخیز حمايت او ستاینه وشوه.
تل دې وي د هېوادوالو يووالی.

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، له اوزبیکستانه د وارداتي برېښنا مزی چې څو ورځې وړاندې د دواړو هېوادونو پوله کې د امو سیند ...
26/10/2025

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، له اوزبیکستانه د وارداتي برېښنا مزی چې څو ورځې وړاندې د دواړو هېوادونو پوله کې د امو سیند د پاسه پرې شوی و، بېرته ونښلول شو.

د برېښنا شرکت د خبرپاڼې لمخې، ټاکل شوې چې په دې سره د کابل په ګډون د ۱۱ ولایتونو د برېښنا د پرچاوۍ ستونزې حل شي.

هېواد کې له ځمکې د ګازو را ايستلو لويه پروژه پيل شوه.
15/09/2025

هېواد کې له ځمکې د ګازو را ايستلو لويه پروژه پيل شوه.

میاشته نیول شوې، دلته کابل کې له هر لوري د تکبیر او تلاوتونو غږونه راځي.تاسو چېرته یاست که د میاشتې عکس شریکولای شئ نو م...
07/09/2025

میاشته نیول شوې، دلته کابل کې له هر لوري د تکبیر او تلاوتونو غږونه راځي.

تاسو چېرته یاست که د میاشتې عکس شریکولای شئ نو مهرباني.

د اسلامي امارت د ماليې وزارت د متقاعدينو عمومي ریاست وايي، چې د اسلامي امارت مشر د ځانګړې لارښوونې پر بنسټ د متقاعدينو د...
24/08/2025

د اسلامي امارت د ماليې وزارت د متقاعدينو عمومي ریاست وايي، چې د اسلامي امارت مشر د ځانګړې لارښوونې پر بنسټ د متقاعدينو د ټاکل شويو معاشونو(تقاعد) د بیرته ورکولو پروسه به سر له سبا بیرته پيل شي.

کابل کې د شیر پور سړک  لومړي پړاو د قیر چارې ترسره شوې.
24/08/2025

کابل کې د شیر پور سړک لومړي پړاو د قیر چارې ترسره شوې.

د ننگرهار د یوې کورنۍ د شپږو غړو د وژنې عاملین ونیول شولد ننگرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند خبر ورکړی چې د یوې کورنۍ هغه ش...
22/08/2025

د ننگرهار د یوې کورنۍ د شپږو غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ننگرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند خبر ورکړی چې د یوې کورنۍ هغه شپږ غړي چې څو ورځې وړاندې د سرخرود ولسوالۍ د سلطان‌پور په سیمه کې وژل شوي وو، د هغوی قاتلین ونیول شول.

سید طیب حماد ویلي چې دغو پنځو نیول شویو کسانو خپل جرم منلی دی او ډېر ژر به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

د حماد په وینا، د دې وژنې په عاملینو کې یوه ښځه هم شامله ده.

ملي شاعر او د هېواد ژبور بلبل مطیع الله تراب د زړه حملې له امله ومړ. جنتونه یې نصیب شه.انالله و انا الیه راجعون
15/07/2025

ملي شاعر او د هېواد ژبور بلبل مطیع الله تراب د زړه حملې له امله ومړ. جنتونه یې نصیب شه.
انالله و انا الیه راجعون

Address

Kabul
0093

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when LalAgha Hayati حياتي√ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to LalAgha Hayati حياتي√:

Shortcuts

Share

Category