13/10/2025
📚 د "Show Case Quiz" د ازموینې شانداره پایله! 🎉
د الحق خصوصي عالي لېسه – میزان ۲۱مه، ۱۴۰۴ هـ ش
نن د دوشنبې په ورځ، د الحق خصوصي عالي لېسې په انګړ کې د "Show Case Quiz" ازموینې پایلې د یو شانداره او منظم پروګرام په ترڅ کې اعلان شوې.
غونډه د نهم ټولګي د زدهکوونکي، قاری محمد، له خوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته د لیسې قدرمن مدیر، ښاغلي اسلامیار سهاک، او مالي مدیر، ښاغلي قریبالرحمن،زاهد, زدهکوونکو ته خپل ارزښتناک پیغامونه وړاندې کړل، چې د زدهکړې، هڅې او ځان جوړونې پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
په دوام کې، د لیسې تکړه او زحمتکښ زدهکوونکو د خوږو آوازونو په ژبه د نعتونو او ترانو ښکلي سرودونه وړاندې کړل چې د ګډونوالو زړونه یې لا زیاته خوښ کړه.
د غونډې وروستۍ برخه د تدريسي مدیر، ښاغلي حیاتالله موند، له خوا د انګلیسي ژبې د زدهکړې پر ارزښت تمرکز درلود. نوموړي د علم، ژبې، او نړېوال پرمختګ ترمنځ اړیکه روښانه کړه او زدهکوونکي یې هڅول چې انګلیسي ژبه په پوره لیوالتیا زده کړي.
*📊 د ازموینې پایلې داسې اعلان شوې:*
🔹 د ۴م تر ۶م ټولګیو هغه زده کوونکى چى تر نورو زده کوونکى يى لوړى نمرى خپلى کړى
🥇 *لومړی مقام:* خالده د احمد لور – شپږم "ب" ټولګی زده کوونکې
🥈 *دوهم مقام:* شبانه د اشرف لور – څلورم ټولګی زده کوونکې
🥉 *درېیم مقام:* لیمه د شېر احمد خان لور – شپږم "ب" ټولګی زده کوونکې
🏅 *څلورم مقام:* فاطمه د اسلامیار لور – څلورم ټولګی زده کوونکې
🔹 *د ۷م تر ۱۱م ټولګیو هغه زده کوونکى چى تر نورو زده کوونکوى يى زياتى نمرى ترلاسه کړى
🥇 *لومړی مقام:* عرفانالله د لطفالله زوی – لسم ټولګی
🥈 *دوهم مقام:* فرخ د احمد شاه زوی – یوولسم ټولګی
🥉 *درېیم مقام:* ګلاب د اشرف زوی – اووم ټولګی
🏆 بریالیو زدهکوونکو ته د ادارې لهخوا د ستاینلیکونو او ډالیو ترڅنګ، د لومړي مقام ګټونکو ته ځانګړي اېوارډونه هم ورکړل شول.
غونډه د قاری عبدالقهار په دعا پای ته ورسېده.
د الحق خصوصي عالي لېسه د ټولو بریالیو زدهکوونکو هڅه او زحمت ستایي، هغوی ته مبارکي وایي، او په راتلونکې کې د لا زیاتو بریاوو هیله لري.