23/09/2025
👷 د ودانیزو چارو د سلب په برخه کې د سیخانو براورد
یو سلب، چې طول یې 6 mاو عرض یې 4m په پام کې نیول شوی دی.
تاسې یې د سیخ براورد وکړئ، په هغه صورت کې چې په سلب کې پکار وړل شوی سیخان 12 mm په نظر کې نیول شوي وي او د سیخانو د مرکز تر مرکزه فاصله 15 cm په پام کې نیول شوې وي؟
حل: راکړل شوي ارقام
Diameter of Bar = 12mm
C/C Distance = 15mm = 0.15m
نوټ:
مخکې له دی چې د سوال په حل پیل وکړو، دا باید ووایو چې په One way slabs کې اساسي سیخان (Main bar) په لنډ لوري اچول کیږي او ویشلي سیخان (Distribution bar) په اوږد سمت اچول کیږي، خو په دوه اړخیزه سلبونو (Two way slabs) کې اساسي سیخان (M په دواړو لوریو اچول کیږي یا M.B او D.B د یو قطر لرونکي وي، چې قطرونه یې یو شان وي.
نو موږ ته راکړل شوي سلب Two way دی ځکه د اوږد او کوچني سمت نسبت یې له دوو کوچنی دی (6/4
14/09/2025
👷 په کانکریټو کې د غټو او وړو درزونو ترمیم
د جاذبوي ډکون میتود
Gravity Filling Method
ټیټ سلیښت ناک والی لرونکي مونومورونه او ژاوله کیدای شي وکارول شي څو هغه درزونه په طبیعي جاذبوي ډکون سره سیل کړي چې پلنوالی یې 0.001 تر 0.08 in (0.03 to 2 mm) وي.
ددې لپآره لوړ مولیکولي ،زیات وزن میتاکریولایټ او یوشمیر ټیټ سلیښت ناک والي سره ایپوکسونه په کامیاب ډول کیدای شي وکارول شي.
څومره چې سلیښت ناک والی ټیټ وي هومره به وکولی شي میده درزونه ډک کړي. دنورو میتودونو په څير ددې لپاره هم باید لومړی درز پاک کړای شي .که وینځلو ته ضرورت وي نو بیا باید پریښودل شي څو وچ شي.
د درز د هستې نمونه باید واخستل شي څو ددرز د ډکون موثر والی وارزول شي.
عرضي (یا کششي) ازمایښت کیدای شي د ترمیم شوي درز په موازي سمت بار واردیدو سره ترسره کیږي.
د ځینو پولیمیرونو لپاره درز ماتیدل به د ترمیم دباندې ترسره شي.
د درز ترمیم د ګروټنګ میتود
Grouting Method of Crack Repair
پورتلند سیمنټ ګروټنګ.
پراخه درزونه، په ځانګړي ډول، جاذبوي بندونه او پیړ کانکریټي دیوالونه، کیدای شي په ډکولو سره د پورتلنډ سیمنټ ګروت په واسطه ترمیم شي.
دا میتود اوبو د لیکیدو په مخنیوی کې ډیر اغیزمن دی ،مګر په ساختماني ډول نه شي کولی درز شوې مقطعې سره وصل کړي.
ددې په پروسیجر کې ددرز په اوږدو کې د کانکریټو پاکول، په درز کې په مناسبو انتروالونو کې د جوړ شوو سیټونو نصبول د سیټونو ترمنځ درز سیل کول شاملیږي.
د سیمنټ رنګ سره، سیل مواد کارول او بلاخره درز پاکول او بیا له دې ټوله ساحه ګروت کول ددې میتود مهمې پروسې دي.
د ګروت مخلوطول کیدای شي سیمنټ او اوبه او یا هم سیمنټ جمع شګه او اوبه ولري.
خو بیا هم د اوبو-سیمنټو نسبت باید ترخپله وسه پورې ټيټ وي څو مقاومت لوړ او انقباض راکم شي.
کیدای شي داوبو مقدار کمولو لپاره په ګروت کې د اوبو کمونکی مرکب هم وکارول شي.
د وړو حجمونوو لپآره ،لاسي پیچکاري کولو ټوپک کیدای شي وکارول شي، د غټو حجمونو لپاره پمپ باید وکارول شي وروسته له دې چې درز ډک شي، فشار باید داسې وساتل شي چې په څو دقیقو کې ښه ننوځي .
وچ بسته کول .Dry packing
وچ بسته کول د ټیټ مقدار اوبو مسالې ځای په ځای کول دي په لاس سره.
د اوبو سیمنټو ټیټ نسبت له امله دلته انقباض ټیټ وي او ترمیم شوې برخه به نظر مداومت، مقاومت او اوبو ضد کیدو ته ښه کیفیت ولري.
وچ بسته کول د ویده درزونو د ترمیم لپاره کاریدای شي، وچ بسته کول د فعالو درزونو د ترمیم لپاره د عملي کیدو وړ نه دی.
وړاندې له دې چې درز ترمیم شي سطحه باید د1 انچ په پلنوالی او 1 انچ په ژوروالي پراخه کړای شي.
دا پراخوالی باید داسې وي چې اساس یی له بره ځای څخه لږ شان پراخ وي.
ددې لپاره چې انقباض راکم شي، مساله باید له مخلوطولو سمدستي وروسته د نیم ساعت په موده کې وکارول شي.
مساله باید 3/8 in. (10 mm) طبقو په شکل واچول شي. هره طبقه باید په سم ډول تخته شي چې ددې لپاره کیدای شي څټک وکارول شي او هرور لاندې طبقه باید وتوږل شي څو د نښتلو لپاره زیږوالی پیدا کړي. ترمیم شوي ځای ته باید پوره اوبه ورکول شي.
د درزونو پوښښ او سطحې درملنه
Overlay and Surface Treatments of Cracks
میده سطحې درزونه په ساختماني سلبونو او فرشونو کې کیدای شي د نښتلو پوښښ او یا سطحې درملې په واسطه سره ترمیم شي، که چیرې هلته اضافي حرکت د درزونو په عرض کې نه وي. نه نښتی پوښښ به کیدای شي د پوخ په شکل وکارول شي خو په دې سره سلب ترمیم کیدای نه شي.
سطحې درملنه Surface treatments
ټیټ جامد مواد او ټیټ سلیښت ناک والی ژاولې په شان مواد ددې لپاره کاریږي څو کانکریټو سطحه سیل کړای شي. معمولا داسې ترمیم د سطحو لپآره مناسب دی او هغو ځایونو کې باید ونه کارول شي چې اوبو سره مخ وي.
ایپوکسي، یوریتانونه، پولي ایستر او کرالیک په هغو سطحو کې کاریږي چې پیړوالی یې 0.04 تر 2.0 in. (1 to 50 mm), پوری وي.
C
14/12/2024
دانجنیري بستونو کې دامتحان ورکولو په وخت کې زیاتې لیدل کېږي اولیدل شوي دي؛
اول سوال؛ دکانکریتو مقاومت په کومو دلیلونو سره کمېږي؟
ځواب؛ دکانکریتو مقاومت دلاندې څو دلایلو له امله کمېږي؛
الف؛ د خاورې اوخټو موجودیت په رېګ اوجغل کې چې په کانکریټو کې استعمالېږي دکانکریټو مقاومت کموي.
ب؛ دغوښتل شوي نورم څخه داضافي اوبو اچول په کانکریټو کې دکانکریټو مقاومت کموي.
د؛ په اوبو کې دعضوي موادو او مالګو موجودیت هم دکانکریټو مقاومت کموي.
دوهم سوال؛ د ۲۰۰ مارک کانکریتو د یومترمکعب لپاره څومره رېګ، جغل، سمنټ او څولېتره اوبه ضروري دي؟
ځواب؛ د ۲۰۰ مارک کانکریتولپاره دهغه دموادو نسبتونه عبارت دي له؛ ۲۰۰M= ۱:۱.۵:۳
یعنې یوه برخه سمنت، یوه نیمه برخه رېګ او۳ برخې جغل ضرور دئ.
۱؛ سمنت ۳۶۱ کیلوګرامه
۲؛ رېګ ۶۴۰ کیلو ګرامه
۳؛ جغل د۲۰ میلي په اندازه باندې ۶۷۳ کیلو ګرامه
۴؛ اوبه ۱۷۷ لېتره
دریم سوال؛ نظر کومو شرایطو ته په کتلو سره ساختماني عناصرو کششي ساحه سیخبندي کوو، او PCC او RCC څخه مو هدف څه شئ دئ؟
ځواب؛ لکه څرنګه چې پوهېږو چې کانکریت نظر فشارته په کشش کې د ( ۲۰_۱۰ ) مرتبو پورې کمزوري دي نو دهمدې له خاطره چې ساختماني عناصرو دا خو له منځه ولاړه شي کششي ساحه یې سیخبندي کېږي.
PCC= Plain Cement Concert
PCC یعنې هغه کانکریت چې هغه کې سیخانو څخه استفاده نه وي شوي.
RCC= Reinforcement Cement Concrete
RCC یعنې هغه کانکريټ چې په هغه کې سیخان استعمال شوي.
څلورم سوال؛ کانکریټ په کوم اساس صنفبندي کېږي؟
ځوتب؛ کانکریټ دلاندې مشخصاتو په نظرکې نیولو سره صنف بندي کېږي؛
۱: حجمي کتلې ته په کتلو سره
۲: دهغه چسپیدونکو موادو ته په کتلو سره
۳: دهغه محکمیت ته په کتلو سره
۴: دیخ په مقابل کې دهفه دمقاومت په لرلو سره
پنځم سوال؛ نظر په دندې یاداستعمال ساحې ته کانکريټ په څو ډوله دي؟
ځواب؛ نظر په دندې او یا داستعمال ساحې ته په کتلو سره کانکریټ په لاندې ډول سره ویشل شوي دي؛
۱؛ معمولي کانکریټ: چې په یو ساختمان کې دبارداره عناصرو لپاره استعمالیږي لکه ( پایه، ګاډر او پلیټونو لپاره ...)
۲؛ هایدروتخنیکی کانکريټ چې دبندونو، کانالونو، پرچاوو او دکانالونو دمخ دپلستر کولو لپاره استفاده کېږي.
۳؛ هغه کانکریت چې دتعمیراتو د دراندو پوښښونو لپاره استعمالېږي.
۴؛ هغه کانکریت چې دسرکونو دپوښښونو او فرشونو لپاره استعمالېږي.
شپږم سوال؛ که چېرې دیو دیوال حجم ۲۰ متر مکعب وي اوهغه مصاله چې پکې کارشوې ده دهغه نسبت ۱:۶ وي تاسو په نوموړي دیوال کې دسمنټو؛ ریګ او خښتو اندازې لاس ته راوړئ؟
نوټ که دیوې خښتې اندازه = ( ۶*۱۱*۲۳)سانتی متره سره وي
ځواب؛ لومړئ دیوې خښتې حجم لاس ته راوړو په لاندې شکل سره چې؛
V= 0.23*0.11*0.06= 0.001518 M3
اوس په ټول دیوال کې دمصالې حجم لاس ته راوړو په داسې ډول سره چې په دیوالونو کې تر ٪۳۰ پورې مصاله استفاده کېږي؛
V mortar = V wall * 30%
V mortar = 20 M3 * 0.3 = 6 M3
اوس دخښتو اندازه لاس ته راوړو په داسې ډول سره چې مونګ ته معلومه شوه ګې په ۲۰ متر مکعب حجم کې ۶ مترمکعبه خالصه مصاله وه چې باقی مانده یې خالصې خښتې دي یعنې ۱۴=۶_۲۰ سره مساوي دي،
اوس چې دخښتو شمېرلاس ته راوړو ددې ټولو خښتو حجم تقسیم د یوې خښتې پرحجم باندې چې هغه مونګ مخکې لاس ته راوړئ دئ
N= V total Brick / V 1 Brick = 14 / 0.001518= 9333 دانې خښتې
چون چې ۱:۶ نسبت سره مصاله ده نو دسمنتو او رېګ اندازه په لاندې ډول سره لاس ته راوړو؛
Span Ratio = 1+6= 7
Cement = 1*6 /7* 1440/49= 25 bag
Sand = 6* 6/7 = 5.14 M3
اووم سوال ؛ اوسپنیز کانکریټ څه شئ دي؟
ځواب؛ اوسپنیز کانکریټ دفولادو اوکانکریټو دترکیب څخه عبارت دي چې اوسپنیز کانکریت په ساختمان کې د ډیرو مهمو موادو دجملې څخه ګڼل کېږي، چې په مختلفوشکلو سره تقریبا په ټولو ساختمانونو کې استفاده کېږي.
آتم سوال؛ کانکریټ څه شی دي؟
ځواب؛ کانکريت دسمنټو رېګ اوجغل دمخلوط څخه عبارت دي، کانکریت کولای شي چې په هرقسم چې شکل ورکول وغواړو ور یې کړو اوهم کانکریټ دفشار په مقابل کې نظر کشش ته زیات مقاومت لري.
نهم سوال؛ درطوبت ضدمواد په کانکریټوکې څه، اودهغه څخه داستفادې طریقه یې واضح کړئ؟
ځواب: نوموړي مواد دکانکريټو دسختیدلو لپاره دسطحې په مخ باندې استفاده کېږي، خو دا مواد باید دکانګریټو په مخلوط کې تراستفادې لاندې ونیول شي، اونوموړي مواد لرونکي دبعضې صابونونو اوپطرولي ایمولیشنونو وي چې داوبو اندازه په کانکریتو کې کموي اما دکانکریتو په تراکم اودهغه په مراقبت باندې کوم تاثیر نه لري.
لسم سوال؛ فشاري مقاومت په کانکریټوکې څه دی تشریح یې کړئ؟
ځواب؛ فشاری مقاومت په کانکریتو کې د ۲۸ ورځو په جریان کې د ۳۰*۱۵ سلندر باندې دکانکریتي نمونې باندې دمعینو بارونو په واردولو سره لاس ته راوړل کېږي
په داسې شکل سره چې د۲۸ ورځو په جریان کې نوموړئ سلنډر داوبو دلاندې اویامعین حرارت اویا ٪۱۰۰ رطوبت لاندې ساتل کېږي.
د ۲۸ ورځو نهایی مقاومت کیدلای شي چې ۲۵۰۰psi، ۲۰۰۰۰psi، یا ۱۰۰۰۰psi سره لاس ته راشي، کانکریټ په عمومي ډول سره د 3000psi_7000psi مقاومت درلودلو سره داستفادې وړ وي.
C
23/03/2024
څلورویشت پوښتنې چې د یو انجینر لپاره يې پوهېدل اړین دي.
1. د زینې میلان د افقي سطحې سره باید په کومه اندازه وي؟
د 25 درجو څخه تر 40 درجو پورې (IS 456 – 2000)
2. د 1BHK اصطلاح کوم مفهوم افاده کوي؟
د 1BHK اصطلاح لاندې مفهوم افاده کوي
1Bed room
1 Hall
1 Kitchen
3. د سیمنټو د یوې بورې حجم څومره دی؟
0.0347m3 او یا هم 1.23 CFT
4. د Compression Test د معلومولو لپاره کوم ماشین پکار وړل کیږي؟
د Universal Testing Machine چې مخفف یې UTM دی.
5. د سیمنټو Expiry Date د تولید څخه څومره موده وروسته وي؟
درې میاشتې وروسته، البته له دغې مودې وروسته سیمنټ خپل مقاومت په تدریج سره له لاسه ورکوي.
6. په ساختماني عناصرو کې د هوک(Hook) معیاري اندازه څومره ده، او هم باید په کومه زاویه قات کړل شي؟
د سیخ د قطر لس چنده، او هم باید د 135 درجې زاویې سره قات کړل شي.
7. د سیخ د یو متر وزن د کومې رابطې څخه په لاس راځي؟
0.222d2/36 او یا هم د d2/162 رابطې څخه چې دلته d د سیخ قطر په ملي متر سره دی
8. په اوسپنیزو کانکريټو(RCC) کې باید د کانکریټو مارک په اصغري ډول څومره وي؟
M20 او یا هم دوه سوه مارک
9. د مختلفو ساختماني عناصرو څخه د قالبونو(شټرنګ) د لرې کولو مودې وروسته تر ډکولو څخه ذکر کړئ؟
په دغه برخه کې لاندې حالتونه باید په یاد وساتو:-
لومړی حالت: د دیوالونو له غاړو، پایو، د بیم او ګاډرونو له غاړو(کنارونو) څخه کولی شو وروسته تر 24hours—48hours لرې کړو.
دوهم حالت: که د بیم وایه تر دریو مترو پورې وي،کولی شو وروسته تر اوو ورځو(7 days) خو که سلب په همدغه اندازه وایه کې ولرو نو وروسته تر دریو ورځو(3 days) یې لری کولی شو.
دریم حالت: که د سلب وایه شپږ(6) او یا له شپږو مترو کوچنۍ وي، نو د قالبونو د لرې کولو کمترینه موده یې باید 14 ورځې وي، خو که وایه له شپږو مترو اضافه کیږي، نو دا موده بیا 21 ورځو ته غځیږي.
10. په عمومي ډول په کانکریټو کې کوم ډول ټسټونو ته ډیره اړتیا وي؟
Slump test
Air Content test
Temperature test
Compressive Strength Test
11. په RCC کې پکاروړونکو سیخانو حجمي وزن باید په معیاري ډول څومره وي؟
7850kg/m3 او یا هم 78.5KN/m3
12. د RCC او PCC حجمي وزنونه څومره دي؟
د RCC حجمي وزن 2500kg/m3 او د PCC حجمي وزن 2400kg/m3
13. د Fire Bricks خښتو فشاري مقاومت څومره وي؟
125kg/m3
14. د کانکریټو د Initial Setting Time او Final Setting Time مودې مشخصې کړئ؟
د Initial Setting Time اندازه یې 30 دقیقې وروسته تر اچولو، او Final Setting Time یې 90 دقیقې وروسته تر اچولو پای ته رسیږي.
15. د کانکریټو د Curing میتودونه(طریقې) ذکر کړئ؟
Spraying of Water
Wet Covering Of Surface
Ponding
Curing Chemicals
Steam Curing
Sprinkling or Application of Curing Compounds
16. په کانکريټو کې د Bleeding اصطلاح کوم مفهوم ارایه کوي؟
په کانکریټو کې Bleeding د Segregation یو ډول دی، په کوم کې چې اوبه د کانکريټو مخ ته راوځي، او تجمع کوي.
17. په بیم کې د ګژدمکونو(Stirrups) عمده دنده؟
د عرضي قواوو دفع(Resist Shear Force).
18. د میخي تهدابونو څخه د ګټې اخیستنې عمده شرط کوم دی؟
کله چې د نظر لاندې ساختمان لپاره د جوړیدونکي تهداب د خاورې د برداشت ظرفیت(Bearing Capacity) له 24kN/m3 څخه کم شي.
19. د یوې ودانۍ د هر منزل معیاري لوړوالی څومره دی؟
درې متره (3m).
20. د کانکریټو د اندازه ګیرۍ واحدات کوم دي؟
متر مکعب، فوټ مکعب او Cubic Yards
21. په کانکريټو کې د استعمالیدونکو اوبو PH باید په کومه اندازه وي؟
باید له 6 څخه کوچنی نه وي.
22. څرنګه کولی شو، N/mm2 واحد، kg/cm2 ته بدل کړو؟
په 10.19 کې یې ضربوو،مستقیماً بدلیږي.
23. د سلب،بیم،پایې او تهدابونو لپاره اصغري(RCC Cover) اندازه باید څو سانتي متره وي؟
د تهدابونو لپاره 5cm
د پایو لپاره 4cm
د بیمونو لپاره 2.5cm
د سلبونو لپاره 2cm
24. تهدابونه په څو ډوله دي؟
تهدابونه په دوه ډوله دي، لمړی یې سطحې تهدابونه(Shallow Foundation) او دوهم یې ژور تهدابونه(Deep Foundation) چې بیا هر یو یې پخپل وار لاندې ډولونه لري.
سطحي تهدابونه(Shallow Foundation) په لاندې څلورو ډولونو ویشل شويل دي.
Spread Footing
Combined Footing
Cantilever Footing
Raft Footing
ژور تهدابونه(Deep Foundation) بیا لاندې څلور ډولونه لري
Pile Footing
Pier Footing
Caissons Footing
Well Foundation
👷 #دواټرشیډیاابریزې #مدیریت #برخــــه
د واټرشیډ پیژندګلوي
په لنډ ډول ویلي شو چې واټرشیډ یو هایدرولوجیکي واحد دی. یا واټرشیډ هغه ابریزه ساحه یا ځمکه چې د اورښت څخه وروسته یې سطحې اوبه په طبعي ډول په یوه مرکزي نقطې یا ویالې یا کانال ته راجمع شي، دغه اورښت باران، د واورې ویلي کیدنه او نور اورښتونه کیدای شي. عموماً دغه ساختمانونه په تپه زاره سیمو کې عملي کیږي. او همداشان په هغه سیمو کې چې هلته د تګ امکان کم وي بیا دهغه سیمې د معلوماتو د راټولو لپاره د جعرافیې پروګرام (GIS-Geographic information System) څخه استفاده کیږي.
د واټرشیډ یا ابریزه اړونده اصطلاح ګانې:
د واټرشیډ یا ابریزه اړونده اصطلاح ګانې په لاندې ډول دي.
Watershed--Drainage Area-- Catchment Area--River Basin--Drainage Basin
پورته اصطلاح ګانې هر یو مفهوم یو شي دي خو نظر اندازو ته بیا فرق کوي.
واټرشیډ ډولونه: مایکرو واټرشیډ (Micro-Watershed)،
متواسط واټرشیډ (Sub-Watershed)،
واټرشیډ (Watershed)،
متوسط لوی واټرشیډ (Sub-Basin) او لوي واټرشیډ (Basin).
پورته هره نوعه په خپل وار سره بیله بیلې اندازې لري.
مایکرو واټرشیډ: دغه ډول واټرشیډ ته ابتدایې واټرشیډ هم وایې چې اندازه یې د (0.05-0.50 Km) پورې وي.
متواسط واټرشیډ: دغه واټرشیډ د دوه یا دوه څخه د زیاتو مایکرو واټرشیډونو یوځای کیدو ته وایې چې اندازه یې د (1-10 Km) پورې وي.
واټرشیډ یا ابریزه: دغه واټرشیډ بیا د دوه یا څو متوسطو واټر شیډونه یو ځای کیدو ته وایې چې اندازه یې (10-100 Km) پورې وي.
نوټ: دواټرشیډ یا ابریزه څخه د لویو ذخیرې هم شتون لري چې ورته (Sub-Basin) او (Basin) وایې چې اندازه یې په ترتیب سره (Sub-Basin: 100-1000 Km) او (Basin: 1000-10000 Km) پورې ده.
او هم پورته نوع نظر هرې سیمې ته فرق کوي.
د واټر شیډ اهمیت:
واټرشیډ نه یواځې د یوې موخې لپاره بلکې د بیلابېلو موخو لپاره راغول کیږي.
نظر چاپیریال ساتنې ته یو پاک او پایداره واټرشیډ کولاې شي چې له موږ سره په غذایي، سیاحت او نورو تعمیراتي موادو په منځته راتګ کې کومک وکړي.
یو پایداره او صحي واټرشیډ د یو انساني ژوند د بقا لپاره مهم دی.
د واټرشیډ د جوړولو هدف:
یو واټرشیډ د لاندې موخو لپاره جوړیږي.
د خاورې د خویئدنې د مخنیوي لپاره.
د اوبو ذخیره کول په سم او منظم ډول او هم یوې سیمې ته د شین کمربند ورکول.
د سېلاب کنترول او د هایدرولیکي ساختمانونو د ویجاړۍ مخه نیول.
د زراعتي ساحو ډیرول، او د وچکالۍ مخه نیول.
لپاره د خاورې نوع:
دا چې د غه ساختمانونه په غرنۍ ساحه کې عملي کیږي نو د خاورې نوع یې باید داسې وي چې د قابل نفوذ (د اوبو د جذب) قابلیت ولري ترڅو اوبه وکولاي شي چې په اسانۍ سره د ځمکې لاندې اوبه تغذیه کړي اوبه په سم ډول کنترول شي. که چیرې خاوره د جذب ښه قابلیت ونه لري نو بیا د زیات اورښت په وخت کې د سطحې جریان سبب ګرځي چې په دې سره د واټرشیډ او مربوطه ساحو د تخریب سبب ګرځي. یو ښه ځنګلي خاوره په خپل ځان کې د 40% حجم سره د ابو د جذب قابلیت لري.
#واټرشیډ د بیلابېلو اړخونو څخه:
جیولوجیکې اړخ
هایدرولوجیکې اړخ
ټولنیز اقتصادي اړخ
چاپیریالي اړخ
پورته هریو اړخ به په جلا جلا ډول معرفي شي.
جیولوجیکې اړخ: د واټرشیډ جیولوجیکې اړخ دوه خبرو ته متوجه کیږي.
طبیعي منابع: په دوه مواردو پورې اړه لري، اوبه او خاوره ده.
اوبه: اوبه د ژوند یوه برخه ده چې د لاندې کارونو لپاره استعمالیږي، لکه د څښاک، د برقي انرژۍ د تولید، د کښت او نورو موخو لپاره استعمالیږي. خاوره: د خاورې د استعمال څخه د ژوند بنسټیزي اړتیاوې پوره کیږي، لکه د انسانانوخوراک، د څارویو خوراک، د سوند توکي او داسې نور.
طبیعي خطرونه: په درې مواردو پورې اړه لري، سېلاب، زلزله او د ځمکې ښویئدنه.
هایدرولوجیکې اړخ: د غه اړخ د واټرشیډ په حالت پورې اړه لري چې لاندې حالات په برکې نیسي.
۱- د واټرشیډ د مدیریت او کنترول لپاره د هغه مېلان، د خاورې چسپیش او د سریغ جریان کمول په برکې نیسي.
۲- په دغه اړخ کې د سېلاب کنترول، د موادو د کیناستنی، د خاورې د ساتنې او کښت د هغې اماده کول په برکې نیسي.
ټولنیز او اقتصادي اړخ: په دغه اړخ کې د بزګرانو لپاره د کرنیزې ساحې پراخول او دوي هڅول چې ترڅو هغه شیان وکري چې ګټه یې زیاته وي. ترڅو زیات عاید ترې لاسته راشي.
چاپیریالې اړخ: د واټرشیډ مدیریت په دغه اړخ کې د شینو ساحو زیاتیدل، اوهم یو وړوکی واټرشیډ کولی شي چې یوه واړه ساحه سرسبزه وساتي خو بیا یو غټ واټرشیډ کولای شي چې په نړېواله سطحه سرسبزي او د اقلیم په تغیر کې بشپړ رول ولوبوي.
د واټرشیډ مدیرت: Water Shed Management
د واټرشیډ مدیریت په څه معنا؟
د واټرشیډ مدیرت: هراړخیز اقدامات پدې خاطر چې د واټرشیډ طبعي منابع لکه اوبه ، ځمکه او نباتي پوښښ څخه په پایداره توګه ګټه پورته شي.
د واټرشیډ د مدیریت تخنیکونه:
د یوه سالم واټرشیډ د مدیریت لپاره د لاندې تخنیکونو څخه استفاده کوو.
۱- اګرانومیکي تخنیکونه
۲- نباتي تخنیکونه
۳- واړه انجنیري ساختمانونه
۱- اګرانومیکي تخنیکونه: په دغه تخنیکونو کې لاندې برخې شاملي دي.
ـ د کروندو ساتنه.
ـ د مختلفو حاصلاتو کرل.
ـ د کیمیاوي سرو(کود) جوړول او بیا ورڅخه په کرونده کې استفاده کول.
ـ د وریجو کرلو ته ترجع ور کول (ځکه چې وریجې زیاتو اوبو ته اړتیا لري.
ـ د څارویو کنترول د کروندو څخه.
۲- نباتي تخنیکونه: په دغه تخنیکونو کې لاندې برخې شاملي دي.
۳- واړه انجنیري ساختمانونه: په دغه تخنیکونو کې لاندې برخې شاملي دي.
ـ چک بندونه
ـ استینادي دېوالونه
ـ اوبیلارو جوړول
ـ د اوبو لګولو محافظوي سیستم جوړول (د څاڅکو او لوړه اوبه لګونه په شکل).
ـ تیراس یا چوتري په شکل د ځمکو کرل (هغه سیمې چې یو بل پر سر وي).
د یوه سالم واټرشیډ مدیریت په لاندې خبرو تمرکز کوي:
ـ د ظرفیت او مناسبو شرایط په اساس د ځمکې څخه مناسب او منطقي ګټه پورته کوول.
ـ د ځمکې د تولید ظرفیت لوړول د مناسب حفاظتي تخنیکونو په اساس.
ـ د اوبو موثره ساتنه او ذخیره او د اوبو د منابعو څخه موثره استفاده د څښاک، اوبولګونې او داسې نورو ضروریاتو د استعمال لپاره.
ـ د خاورې او اوبو د ساتني لپاره د مختلفو تخنیکونو څخه استفاده د دې لپاره چې په واټرشیډ کې د کمو یا زیات اوبو مدیرت او هم د بدو غمیزو مخنیوی پکې ترسره شي.
ـ د خاورې د تخریب د مخنیوې لپاره د بیلا بیلو لارو چارو پلي کوول.
ـ د واټرشیډ په مدیرت کې باید ټولنیز، اقتصادي او ادارې فکټورونه په داخل او بیرون د واټرشیډ کې په نظر کې ونیوول شئ.
#ولی واټرشیډ مدیرت اړین دی؟
ـ واټرشیډ یوازینی طبیعي واحد دی چې د هايډرولوژیکي دوران د کلیدي برخو مقدار روښانه کوي. یعنې د یو منظم واټرشیډ په مرسته موږ کولای شو چې د سیمې د اورښت هایدرولوژیکې مقدار معلوم کړو.
Runoff, Q = P- (ET + C + ∆ S) ± L
جریان (Q) = P- (ET + C + ∆ S) ± L
چرته چې:
P اورښت
ET تبخیر
C د خلکو، څارویو او نباتاتوله لوري د اوبو استعمال
∆ S په ذخیره کې بدلون
L = Leakage out (-) of the system or into (+) the system
ـ واټرشیډ یوازینی طبیعي واحد دی چې پروژې/پروګرام ته دپلي کیدو اجازه ورکوي.
ـ د پورتنۍ او لاندینۍ ساحو ترمنځ د اړیکو جوړول، د اوبو حرکت او میلان لرونکي ساحو کې د اوبو له کبله د خطر د راپیدا کیدو ترمنځ اړیکه.
ـ د ځمکې د استعمال اغیزه په اوبو، رسوباتو او د عناصرو په انتقال باندې.
د واټرشیډ د ناسم مدیریت پایلې:
د واټرشیډ د ناسم مدیریت له امله لاندې ستونزي منځته راځي.
ـ د Runoff یا د سطحې جریان زیاتیدل.
ـ Stream Bank Erosion د ویالي د څنګونو تخریب کیدل.
ـ Damage to Habitat د استوګنو د سیمو ویجاړیدل.
ـ Damage to Infra-Structure د انجنیري ساختمانونو له منځه وړل.
ـ Damage to Agriculture Land د زراعتي ساحو خرابول.
ـ Lack of Water for Livestock د څارویو لپاره د څښاک د اوبو کمښت.
ـ Lack of Water for Cultivation د اوبو کمښت د زراعت لپاره.
د واټرشیډ مخې ته عمده ستونزې:
ـ د نفوس زیاتوالی او مخ پر زیاتیدونکي تقضا.
ـ د ځمکې استعمال بغیر د مناسب ساتنې تخنیکونونه څخه.
ـ د طبعي منابعو بی دریغه استعمال
ـ نامناسب توپوګرافي.
ـ د ځمکې ملکیت او کمه ځمکه لرل.
کاپي
27/07/2022
څلورویشت (24) پوښتنې چې د یو انجینر لپاره پرې پوهیدل اړین دي
1. د زینې میلان د افقي سطحې سره باید په کومه اندازه وي؟
د 25 درجو څخه تر 40 درجو پورې(IS 456 – 2000)
2. د 1BHK اصطلاح کوم مفهوم افاده کوي؟
د 1BHK اصطلاح لاندې مفهوم افاده کوي
1Bed room
1 Hall
1 Kitchen
3. د سیمنټو د یوې بورې حجم څومره دی؟
0.0347m3 او یا هم 1.23 CFT
4. د Compression Test د معلومولو لپاره کوم ماشین پکار وړل کیږي؟
د Universal Testing Machine چې مخفف یې UTM دی
5. د سیمنټو Expiry Date د تولید څخه څومره موده وروسته وي؟
درې میاشتې وروسته، البته له دغې مودې وروسته سیمنټ خپل مقاومت په تدریج سره له لاسه ورکوي
6. په ساختماني عناصرو کې د هوک(Hook) معیاري اندازه څومره ده، او هم باید په کومه زاویه قات کړل شي؟
د سیخ د قطر لس چنده، او هم باید د 135 درجې زاویې سره قات کړل شي.
7. د سیخ د یو متر وزن د کومې رابطې څخه په لاس راځي؟
0.222d2/36 او یا هم د d2/162 رابطې څخه چې دلته d د سیخ قطر په ملي متر سره دی
8. په اوسپنیزو کانکريټو(RCC) کې باید د کانکریټو مارک په اصغري ډول څومره وي؟
M20 او یا هم دوه سوه مارک
9. د مختلفو ساختماني عناصرو څخه د قالبونو(شټرنګ) د لرې کولو مودې وروسته تر ډکولو څخه ذکر کړئ؟
په دغه برخه کې لاندې حالتونه باید په یاد وساتو:-
لومړی حالت: د دیوالونو له غاړو، پایو، د بیم او ګاډرونو له غاړو(کنارونو) څخه کولی شو وروسته تر 24hours—48hours لرې کړو.
دوهم حالت: که د بیم وایه تر دریو مترو پورې وي،کولی شو وروسته تر اوو ورځو(7 days) خو که سلب په همدغه اندازه وایه کې ولرو نو وروسته تر دریو ورځو(3 days) یې لری کولی شو.
دریم حالت: که د سلب وایه شپږ(6) او یا له شپږو مترو کوچنۍ وي، نو د قالبونو د لرې کولو کمترینه موده یې باید 14 ورځې وي، خو که وایه له شپږو مترو اضافه کیږي، نو دا موده بیا 21 ورځو ته غځیږي.
10. په عمومي ډول په کانکریټو کې کوم ډول ټسټونو ته ډیره اړتیا وي؟
Slump test
Air Content test
Temperature test
Compressive Strength Test
11. په RCC کې پکاروړونکو سیخانو حجمي وزن باید په معیاري ډول څومره وي؟
7850kg/m3 او یا هم 78.5KN/m3
12. د RCC او PCC حجمي وزنونه څومره دي؟
د RCC حجمي وزن 2500kg/m3 او د PCC حجمي وزن 2400kg/m3
13. د Fire Bricks خښتو فشاري مقاومت څومره وي؟
125kg/m3
14. د کانکریټو د Initial Setting Time او Final Setting Time مودې مشخصې کړئ؟
د Initial Setting Time اندازه یې 30 دقیقې وروسته تر اچولو، او Final Setting Time یې 90 دقیقې وروسته تر اچولو پای ته رسیږي.
15. د کانکریټو د Curing میتودونه(طریقې) ذکر کړئ؟
Spraying of Water
Wet Covering Of Surface
Ponding
Curing Chemicals
Steam Curing
Sprinkling or Application of Curing Compounds
16. په کانکريټو کې د Bleeding اصطلاح کوم مفهوم ارایه کوي؟
په کانکریټو کې Bleeding د Segregation یو ډول دی، په کوم کې چې اوبه د کانکريټو مخ ته راوځي، او تجمع کوي
17. په بیم کې د ګژدمکونو(Stirrups) عمده دنده؟
د عرضي قواوو دفع(Resist Shear Force)
18. د میخي تهدابونو څخه د ګټې اخیستنې عمده شرط کوم دی؟
کله چې د نظر لاندې ساختمان لپاره د جوړیدونکي تهداب د خاورې د برداشت ظرفیت(Bearing Capacity) له 24kN/m3 څخه کم شي
19. د یوې ودانۍ د هر منزل معیاري لوړوالی څومره دی؟
درې متره(3m)
20. د کانکریټو د اندازه ګیرۍ واحدات کوم دي؟
مترمکعب،فوټ مکعب او Cubic Yards
21. په کانکريټو کې د استعمالیدونکو اوبو PH باید په کومه اندازه وي؟
باید له 6 څخه کوچنی نه وي.
22. څرنګه کولی شو، N/mm2 واحد، kg/cm2 ته بدل کړو
په 10.19 کې یې ضربوو،مستقیماً بدلیږي
23. د سلب،بیم،پایې او تهدابونو لپاره اصغري(RCC Cover) اندازه باید څو سانتي متره وي؟
د تهدابونو لپاره 5cm
د پایو لپاره 4cm
د بیمونو لپاره 2.5cm
د سلبونو لپاره 2cm
24. تهدابونه په څو ډوله دي؟
تهدابونه په دوه ډوله دي، لمړی یې سطحې تهدابونه(Shallow Foundation) او دوهم یې ژور تهدابونه(Deep Foundation) چې بیا هر یو یې پخپل وار لاندې ډولونه لري
سطحي تهدابونه(Shallow Foundation) په لاندې څلورو ډولونو ویشل شوی
Spread Footing
Combined Footing
Cantilever Footing
Raft Footing
ژور تهدابونه(Deep Foundation) بیا لاندې څلور ډولونه لري
Pile Footing
Pier Footing
Caissons Footing
Well Foundation
C.
24/06/2022
نن به درسره دسرک باره کې هغه معلومات شریک کړم چې کومه ( Interview) کې ورسره مخامخ کېږئ انشاءالله چې تاسو به په پوره اطمنان او ډاډ سره هغه ته ځواب ورکوئ.
په عام ډول سره High Way Engineering په څلورو برخو باندې تقسیم بندي شوې ده چې عبارت ده له ؛
1: Geometric Design of High Way
2: Traffic Engineering
3: Pavement Materials
4: Design of Pavements
1: Geometric Design of High Way
په هندسي ډیزاین دسرک کې دسرک هندسي شکل اجزاوې ( Shoulder , Camber , intersection .....) او داسې نورو موضوعاتو څخه بحث کېږي.
هغه عناصر (Elements of Geometric Design)چې دسرک په هندسي ډیزاین کې ترمطالعې لاندې نیول کیږي عبارت دي له ؛
1: Cross Section E.l ( Camber, Shoulder , Width Of Road, Carb ....)
2: Sight Distances ( د دید فاصلې )
3: Horizontal Alignment ( افقي مسیر )
4: Vertical Alignment ( عمودي مسیر؛ کې میلان تغیر کوي)
5: Intersection Elements ( at Grade , Grade Separated Intersection)
د At Grade څخه هدف دادئ چې کله هم دوه سرکونه په یوه نقطه کې سره یوځائ کیږي یعنې Intersect کوي نو دا دواړو سرکونو په یوه لېول سره یو دبل سره په یوه نقطه کې یوځائ کیږي داسې نه ده چې یو سرک دبل سرک سره ارتفاعي تفاوت لري د intersect په نقطه کې.
هغه فکتورونه چې په G.D Of High Way باندې تاثیر لري: Factors Effecting The G.D Of High Way
1: Design Speed
هدف داچې کله هم یوڅوک دسرک لپاره دیزاین کوي نو Design Speed ډیر مهم عنصر دی چې په نظر کې نیول کیږي او داعنصر دمختلفو سرکونو دډولونو په اساس سره ( National High Way , State High Way ......) مختلف ډوله په نظر کې نیول کیږي.
او د دیزاین سفیډ په نظر کې نیولو سره مونګ اوتاسې افقي ګولایانې، عمودي ګولایانې، انتقالي ګولایانې، سوپرایلېویش ....... انتخاب کولای شو.
2: Topography
دهغه ساحې کوم کې چې سرک جوړیږي دهغه Slope ته په کتلو سره ډیزاین ترسره کیږي.
3: Traffic Factor ( Human characteristic, Vehicle characteristic)
په دې صورت کې دموټر ( لوړوالی ، عرض اوزدوالی ....) او همدرانګه موټروان( نېشه خوبه نه کوي موتروان، رواني حالت یې څنګه دئ......) یا مسافر حالات هم په نظر کې نیول کیږي.
4: Design Hourly Volume
ددې څخه یې هدف دادی چې ساعتوار ترافیکي حجم په اساس باید دسرک دیزاین وشي، او یو ښه اقتصادي ډیزاین هغه دئ چې د Average Time لپاره ترسه شی نه د Peak Time لپاره، زیاتره وخت دا پوښتنې کیږي چې دیزاین باید د Peak Time لپاره ترسره شي خو دابهتره نه ده ځکه چې مصارف زیاتیږي.
5: Environmental Factors ( Rain Fall , Temperature .....)
هدف یې دادی چې کومه ساحه کې سرک تیریږي دهغه دباران داوبو اندازه ، دحرارت درجه اونورو باره کې باید کافي معلومات ترلاسه کړو بیا ډیزاین سرته ورسوو،
Type Of Highway
په معمولي ډول سره په لاندې ډول سره وېشل شوي دي؛
1: Express HighWay
2: National HighWay ( N:H)
3: State Highway ( S:H)
4: Major District Road ( M:D:R)
5: Village Roads ( V:R)
6: Other Roads ( O:R)
Highway Cross Section Elements دسرک دعرضي مقطع عناصر ؛
1: Pavement Surface characteristic
په پورتني یعنې Pavement Surface characteristic
کې لاندې عناصر شامل دي؛
1: Friction ( اصطکاک )
هغه عناصر چې په اصطکاک باندې تاثیر لري عبارت دي له :
1: Type of pavement
2: Conditions ( وچ دی ، لوند دئ ....)
3: Speed
4: Break Efficiency
4: Temperature
5: Tire Condition
2: Shoulder
3: Camber
4: Carriage Way
5: Road Margin
6: Formation Width
7: Right Of Way
Pavement Of Road
په عمومي ډول سره دسرکونو پوښښونه په درې ډوله سره تقسیم بندي شوي دي؛ چې ارتجاعي پوښښ لرونکي سرکونه ( Flexible Pavements Roads ) سخت پوښښ لرونکي سرکونه ( Rigid Pavements Roads ) او ترکیبي پوښښ لرونکي سرکونه ( Combined Pavements Roads ) چې دې برخه کې به موږ د ارتجاعي سرکونو په ترکیبي اجزاوو باندې خبرې وکړو ؛
Flexible Pavements Of Road
دسرک داپوښښ دلاندې برخو څخه جوړشوئ دئ یا جوړېږي چې عبارت دي له :
1: Natural Sub grade
2: Sub-grade
3: Sub base
4: Base Course
5: Binder Course
6: Surface Course
چې پورته طبقات په ترتییب سره يو په بل پسې جوړیږي، چې پورتني څلور طبقات یې دجغل څخه اولاندېني دوه طبقات چې پورته ښودل شوي دي د Asphalt څخه جوړیږي .
چې بار پکې دیوې طبقې څخه بلې ته په ترتیب سره انتقالیږي پکې.
ډیر ځلې به مو په سرک کې د Spray ګانو باره کې هم ارویدلي وي لکه Prime Coat , Tack Coat او Seal Coat څخه عبارت دي.
۱: دا Prime Coat د Base Course او Binder Course ترمنځ استفاده کېږي چې ترڅو ددواړو طبقو ترمنځ ښه چسپش ( Bond ) ترسره شي.
۲: دا Tack Coat د Binder Course او Surface Course ترمنځ استفاده کیږي د چسپش په خاطر
۳: دا Seal Coat د Surface Course دپاسه استفاده کېږی چې دوې دندې سرته رسوي لومړی داچې نوموړې سپرې اوله نه پرېږدي چې نوروطبقاتو ته دننه شي مطلب نوموړې طبقه Water Proof ده اوبل ددې لپاره چې ښه چسپش وشي دا سپرې استفاده کېږي .
کاپي
23/06/2022
د کانکریټو او اوسپنېزو کانکریټو نیمګړتیاوې:
د اوسپنیزو کانکریټو مثبت حواص او ګټې خورا ښکاره دي او د نړی په سطحه د خپلو ښو حواصو د درلودلو له امله په ساختماني چارو کې زیات استعمالیږي
خو کانکریټ او اوسپنیز کانکریټ یو لړ منفي حواص او نیمګړتیاوې هم لري چې د نورو ساختماني موادو لپاره موقع برابروي، نو اړینه ده چې دغه منفي حواص د کانکریټو وپیژنو.
................................
۱ ـ د کانکریټو مقاومت په واحد حجم کې نسبتاً لږ دی، چې په ټپیک ډول سره په پایله کې یې د عناصرو ابعاد غټیږي.
................................
۲ ـ د فولادو پرتله اوسپنیز کانکریټ درنده ساختماني ماده ده، چې حجم وزن یې ( 1451Lb/ft3) یا (2.3 Ton/m3) دی.
................................
۳ ـ اوسپنیز کانکریټ د عناصرو د جوړولو لپاره قالبونو ته اړتیا لري چې له دې امله یې لګښت لوړیږي. دا ځکه چې د قالبونو جوړول، د قالبونو نصبول یا تړل او بیا خلاصول او د هغې لپاره د موادو تیارول لګښت غواړي، چې د اوسپنیز کانکریټي ساختماني جز او عنصر ټول مجموعي قیمت له %30 څخه تر %50 پورې لوړوي.
................................
۴ ـ کانکریټ د انقباض د اغیزو لاندې راځي.
................................
۵ ـ د کانکریټو کششي مقاومت کمزوری دی چې د فشاري مقاومت څخه 1/10 ځلې کم دی. نو له دې امله په کانکریټو کې د فولادي سیحانو څخه استفاده کوو.
۶ ـ په کشش کې د کمزورۍ او د انقباض د عمل لاندې د واقع کیدنې له امله، په کانکریټو کې درزونه پیداکیږي، چې په پایله کې د چاپیریال د لاملونو له امله کمزوري کیږي د څارنې او ترمیمولو لګښت یې لوړیږي. نو د اوسپنیز کانکریټو طرحه، محاسبه او جوړونه کې ځانګړې پاملرنه په کار ده چې ځانګړو چارو په پام کې نیولو سره اړینه ده چې ددې درزونو عرضونه محدود شي دا ځکه چې دغه درزونه ممکن په ځانګړو حالتونو کې د اوبو یا لمدبل یا د زیانمنوونکو ایونونو د تیریدنې لامل شي.
..................................
۷ ـ د کانکریټو خواص کیدای شي د حامو موادو د حواصو د بدلون په څیر بدلون ومومي او کیدای شي چې د وړ کیفیت په نه شتون سره د مخلوط کیدنې، ځای په ځای کیدنې او څارنې لپاره ناوړه تمام شي.
...................................
د اوسپنیز کانکریټو پورتنۍ نیمګړتیاوې کیدای شي چې تر ډیره بریده د وړ او مناسبې محاسبې او طرحې او په احتیاط سره د جوړونې له امله محدودې شي.
C