13/08/2025
اړینه خبرتیا!
د افغان لوړو زده کړو مؤسسې د فارغ التحصیل محصلانو د پام وړ!
لکه څنګه چې تاسو خبر یاست د ۱۴۰۳ تحصیلي کال له پیله افغان د لوړو زده کړو مؤسسې خپل تحصیلي خدمات تعلیق کړي دي؛ نو د تېرو خبرتیاوو په تعقیب یو ځل بیا هغو درنو محصلانو ته چې له افغان فارغ شوي او دولتي ډیپلوم یې نه دی ترلاسه کړی، یا فارغ شوي خو د مونوګراف دفاع یې نه ده کړې، خبر ورکول کیږي څو هر څومره ژر چې ممکنه وي د خپلو اړونده چارو د بشپړولو په موخه افغان ته راشي، که هر محصل د اعلان له نېټې تر یوې میاشتې پورې د یادو چارو (اسناد او دفاع) بشپړولو په موخه مراجعه نه کوي، د راتلونکي هر ډول خنډ او ځنډ مسئولیت د هغه پر غاړه دی.
درنښت
اداره
10/08/2025
خبرتیا!
هغه درانه محصلان چې نومونه یې لاندې لېست کې ذکر شویدي ( یو څه وخت کیږي چې اسناد یې ترتیب او آماده شوي او یادو محصلانو د خپلو اسنادو د اخېستلو لپاره مراجعه نده کړې)، هیله کیږي هر څومره ژر چې ممکنه وي د خپلو اړونده چارو د بشپړولو په موخه افغان ته راشي، که هر محصل د اعلان له نېټې تر یوې میاشتې پورې د یادو چارو بشپړولو په موخه مراجعه نه کوي، د راتلونکي هر ډول خنډ او ځنډ مسئولیت د هغه پر غاړه دی
درنښت
اداره
31/05/2025
د ډیپلومونو د توزیع لړی روانه ده!
هغه درانه محصلان چې نومونه یې په لاندني لېست کې ذکر شویدي په درنښت هیله کیږی چې افغان پوهنتون ته مراجعه وکړي تر څو خپل رسمي ډیپلومونه تسلیم کړي.
یادونه:
او هغه قدرمن محصلان چي تر اوسه یې د رسمي ډیپلوم لپاره ثبت نام نه دی کړی، دوي دې هم ژر تر ژره د افغان پوهنتون ادارې ته د ثبت نام لپاره مراجعه وکړي، ځکه پوهنتون د تعلیق په حالت کې دی، او بعدي مسؤولیت به بیا دوی ته راجع وي.
04/05/2025
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د درنو محصلانو د پام وړ!
د افغان پوهنتون د واتساپ چینل د لاندي لینک په کلیک کولو سره فالو کړی!
ترڅو د پوهنتون او د محصلانو چارو اړوند تازه معلوماتو ته په آسانه او لنډه توګه لاس رسی ولری
په درنښت
تابع قناة افغان پوهنتون Afghan Universty في واتساب:
whatsapp.com
27/04/2025
خبرتیا!
هغه درانه محصلان چې نومونه یې لاندې لېست کې ذکر شویدي ( یو څه وخت کیږي چې اسناد یې ترتیب او آماده شوي او یادو محصلانو د خپلو اسنادو د اخېستلو لپاره مراجعه نده کړې)، هیله کیږي چې د ډیپلوم او ترانسکریپټ د تسلیمی په موخه افغان ته هر څومره ژر چې ممکنه وي مراجعه وکړي او خپل اسناد ترلاسه کړي
درنښت
اداره