د خور د واده مې شپږ کاله ووتل خو زه يې کله کور ته نه وم تللی:
مور او پلار به مې کله کله اختر يا هم برات کې ورتلل ، يوه ورځ په خپل اطاق کې ناست وم چې ښځې مې راته په خبرو پيل وکړ ، سړيه خفه نشې خو دا ستا خور چې دلته راځي بچي يې د ټول کور حالت خراب کړي ، خرچې ډبلې شي او کور هم ګډ وډ کړي، او ستا مور خو نو کله مونږ نه پټ ورته د صابون پاکټونه په پنډ کې ږدي کله ورته کالي ورکوي او کله خو لا ورته د وريجو څخه يې هم پلاستيک ډک کړی وي نو ته داسې وکړه چې مور ته دې ووايه دا خو زمونږ کور دی کوم د خيرات او زکات مرکز خو نه دی دا کارونه دې نور دلته نه کوي...!
د ښځې په دې خبرو سره مور ته ډير غصه شوم چی په دې سختۍ يې زه ګټم او مور يې خور ته مې ورکوي ..!
ورځې تيريدې چې يوه ورځ مې خور کور ته بيا راغلې وه وړوکي بچي يې د ماما کور په ګڼلو او خوشحالۍ له وجې منډې رامنډې وهلې چې د ټي وي ريموټ يې مات کړ
زه مې مور ته ورغلم ورته مې وویل چې خور ته مې ووايه دلته صرف د اختر په ورځو کې راځي او بس نور دې نه راځي!
او مورې دا ته چې کوم صابون وريجې او د کور سامان ورکوې کنه دا نور بند کړه دا کيسې دې زما نه دي خوښې ، مور مې غلې ناسته وه هيڅ يې نه ويل ، ګويا هغې سره هم خپل د سرپناه غم وو ځکه چې نن سبا خو زامن چې واده وکړي بيا مور او پلار هم هير کړي او يا هم زما د خور بې وسۍ يې هوش او هواس غلي کړي وو!
زه پوه نه وم خو خور مې زما ټولې خبرې په بله کوټه کې اوريدلې وې ، هيڅ يې هم راته و نه ويل ، مازيګر څلور بجې شوې خور مې خپل بچي تيار کړي وو ، راغږ يې کړل وروره مونږ خو دا د موټرو تر هډې پورې لږ ورسوه ، ما ورته د دروغو يو ست وکړ چې څو ورځې به دې تيرې کړې وې کنه ، خور مې مسکۍ شوه وای نه وروره خير ويسې د ماشومانو رخصتي خلاصه شوې ده بايد مونږ لاړ شو ... 😥
څه وخت وروسته مونږ دواړو ورونو خپل منځ کې ځمکه تقسيموله چې مور مې خور هم راغوښتې وه ، مور مې په دې تاکيد کاوه چې بايد خور ته هم يو څه برخه ورکړئ خو مونږ مکمل د خور له برخې انکار وکړ او ورته مو ويل چې هيڅ حق يې نشته ، خور ته مې يو څه بدې ردې هم وويلې ، خو هغه غلې ناسته وه ، له شا مې ښځې هم را غږ کړ چې دا خو د سوال ځای نه دی زمونږ خپله بچي همدې ځمکې ته ناست دي هر څوک دې خپل کار کوي ....!
مشر ورور مې بيل شو څه وخت وروسته زما يو زوی په يوه داسې ناروغۍ واوښته چې له مال حال او دارايۍ يې خلاص کړم ، نور راسره هيڅ نه وو پاتې چې پرې يې ولګوم
ښه قرضداری هم شوم ، د کور د خوراک څښاک لپاره د سودا اخيستلو لپاره دپيسو هم څه درک نه لګيده , تنها په خپل اطاق کې په همدې غمونو کې ډوب ناست وم ، شايد پر خپل حالت مې ژړل ... ، چې په دې وخت کې مې خور زمونږ کره راغله ، ما د ستړي مشې څخه لا مخکې له ځانه سره وويل چې دا منحوسه خو بیا راغله ، دې وخت کې خور مې راغله او له ما سره کيناسته ، ما مې ښځې ته وويل چې يو څه تيار کړه راغږ يې کړ وای هوټل نه دی ، او نه د څه تيارولو ضرورت شته ، نه يې شم کولای دا پخلي ...!
خور مې غلې ناسته وه ، هيڅ يې و نه ويل ، لکه چې هيڅ يې څه نه وي اوريدلي ، وروسته را نژدې شوه ، وروره خفه یې؟
په سر يې راته لاس کيښوده راته په نرمه او غلې لهجه يې پيل وکړ وروره مشره خور يم ستا ، په غيږ کې مې را لوی کړی يې پوهيږم مشکلاتو را حصار کړی يې ، له سترګو يې په معصوم چاودلي مخ نا ګهانه څو وار بې واره اوښکې راغلې ، څو ځل يې دا الفاظ تکرار کړل (خور دې له تا قربان شي وروره ) راته يې کړل دا وګوره کنه څو تاره ويښته دې هم سپين شوي دي ولې فکرونه کوې ها؟
وروره بچي مې مکتب کې وو ما ويل په منډه به مې دا ورور وګورم نو ځکه راغلم 😥
خبرې يې ډيرې اوږدې نه کړې شايد زما او د ښځې په رويه او خبرو يو څه نا اميده شوې وه خو خپلې مينې نه پريښوده چې لرې پاتې شي ، خپل د څادر پيڅکې ته يې لاس کړ يوه تړلې غوټه يې ترې را خلاصه کړه راته يې ويل ته ليونی يې هسې خفه کيږې ، خور خو دې شته او له همدې سره يې ترې د خپل ناوېتوب څلور د سرو زرو بنګړي راکړل ، هن واخله وروره دا خرڅ کړه يو څه وخت خو به دې د کور خرچه او د زوی علاج شي ، دا مې همدې سختې ورځې ته ساتلي وو ، بيا يې لاس کړل د غوټې له څنګ يې لږې څوليدلې پيسې راواخيستې چې د ټيکري پيڅکه کې يې تړلې وې ، دا ټول د لس ، شل او پنځوسو روپيو نوټونه وو ګويا همدا يې يوه پاسره او جمع شوې خزانه وه ...!
زما له خولې هيڅ خبره نه وتله شايد په کړيو کارونو مې پښيمانتيا همداخاموشي وه ...!
راته يې کړل وروره ستا دې قسم وي که د دې بنګړيو باره کې به چاته څه وايې په تندي يې له مينې ښکل کړم هماغه خپلې ټولې کړې زر روپۍ يې راکړې وای وروره په دې مې وریرونو ته غوښه راوړه چې خوشحاله شي ، نور يې د خبرو تاب نه درلود همداسې په اوښلنو سترګو تېزه تېزه روانه شوه شايد خپلې اوښکې يې له ما پټول غوښتل کومې يې چې له ما سره د مينې په خاطر توئيدلې ....!
چې روانه شوه شاته پښو ته مې چې ليدل شکيدلي او څو ځايه ګنډل شوي بوټان يې پښو کړي وو ، يو زوړ ټيکری يې پر سر وو ، هر وخت به چې راتله همدا يو ټيکری به يې پر سر وو شايد د بل د اخيستو توان يې نه وو ، زه په دې صحنه کې د خور فداکارۍ ته حيران پاتې وم او هيڅ مې نشو ويلای............ 😓
مونږ ورونه څومره خودخواه او مطلبي يو کنه؟
خور په يوه شيبه کې پردۍ کړو ، د خپلې ښځې په خبرو په راتګ یې تنګيږو ، حال دا چې د خور د کال پس راتګ د خوشحالۍ هيلې همدې څو ورځو ته وي ...😥
مونږ يې هيڅکله نه درک کوو خو دوۍ ټوله ورځ د ورور په فکر کې وي او لږ ذره درد يې هم نشي زغملی!
د حقيقت په پوهيدو او دې حالت ليدو سره ما په لاس کې د خور بنګړي نيولي وو او په غير ارادي شکل مې په چغو چغو ژړل ، په زړه کې به راغلل چې په خپل کور کې به خدای خبر څومره په تکليف کې وي څومره سختي به په يو پردي کور کې تيروي خو مونږ ورسره څه کوو؟
قدرمنو ورونو له ليکنې او واقعې مې هدف دا دی چې راځئ خويندو ته مينه ورکړو ، د حال احوال پوښتنه يې وکړو ، يوه شيبه ورسره کينو، همدا يوه شيبه ناسته يې شايد د کور ډير غمونه هير کړي ، کور ته په راتګ یې رحمت وګڼو نه بوج او د خپلو ټولو مسلمو حقوقو څخه یې برخمنې کړو، په رب باور وکړئ خویندې لکه فرشتې ورونو ته معصوم زړه او اراده لري نو قدر يې وکړئ!
يادونه: ياده ليکنه مې د ټولنې د اصلاح او خويندو د حقوق په خاطر د يوې وړې واقعې څخه په اخذ ترتيب او وژباړله اکثره برخې مې یې د ټولنی حالاتو ته په ليدو سره وليکلې تر څو د لنډې کيسې بڼه خپله کړي!
ژوند لنډ دی شايد زمونږ په څو تورو د يوې نازولې خور او ورور مينه بيرته را ژوندۍ شي!
مشران وايي خور دوهمه مور ده!
ما چې کله ليکنه ليکله خپله مې ورته ښه ژړلي ، او په اوښلنو سترګو مې هر څه ليکلي نو که تاسې هم غمجن شوئ ستاسې د دل ازارۍ بښنه به راته کوئ ، خو دا هغه څه دي چې زمونږ ستاسې خويندې يې هره ورځ ويني او ورسره مخ کيږي 😥
په احترام
ډاکټر شرافت زمان امر
د ټولنې د اصلاح او خويندو د حقوقو په خاطر يې حتمي شئير کړئ!
#کاپي
Homayoon faqiry همايون فقيري
سلام و احترام خداوند کند که دارای صحت کامل باشید.
10/10/2021
جدید ....
پوښتنه : په سفر کې دسهار لمونځ څورکعته دی؟.
ځواب : ۲ رکعته .
پوښتنه : په سفرکي دماپښین لمونځ څورکعته دی؟.
ځواب : ۲ رکعته .
پوښتنه : په سفر کي دمازېګرلمونځ څورکعته دی؟.
ځواب : دوه رکعته .
پوښتنه : په سفر کي دماښام لمونځ څورکعته دی؟.
ځواب :درې رکعته .
پوښتنه : په سفر کي دماخوستن لمونځ څورکعته دی؟.
ځواب: دوه رکعته فرض سره له درورکعتو وتروخــــودابایدپه یادولرئ چي سنت لمونځ ترخپل ټاکلي مقدارنه کمیـــــــږي که په سفرکي دسړي ډېرتلوارنه وي نوسنت بایدهرومروپوره اداء کړي .
پوښتنه : دبدن هغه اووه ګوني غړي ، چي دسجدې په وخت کي بایدپر ځمکه کښېښودل سي کوم دي؟
ځواب :
تندی او پوزه
دلاسونو ورغوي .
دواړه زنګونونه .
ددواړوپښوقدمونه .
پوښتنه : دجماعت پروخت که مقتدي یو سړی وي نوباید کومي خوا ته ودريږي ؟
ځواب : دامام راسته لاس ته .
پوښتنه : د جنازې دلمانځه حکم څه دی؟
ځواب : فرض کفایه .
پوښتنه : که په هېره دروژې په حالت کي یوشی وخوري نودهغه روژه څنګه ده ؟
ځواب : روژه یې نه فاسدیږي .
پوښتنه : په جماعت کي ترټولوغوره صف کوم صف دی؟
ځواب : لومړی صف .
پوښتنه : کورته دننوتلودعاء کومه ده ؟
ځواب : بِسْمِ اللهِ وَلَجْنَاوَبِسْمِ اللهِ خَرَجْنَاوَعَلی رِبِّنَا تَوَکَّلْنَا .
پوښتنه : له کورڅخه دوتلودعاء کومه ده ؟
ځوا ب : بِسْمِ اللهِ تَوَکَّلْتُ عَلَی اللهِ وَلَاحَوْلَ وَلَاقُوَّةَ اِلَّا بِاللهِ .
پوښتنه : د آذان په اورېدو سره بایدڅه وویل سي؟
ځواب : هغه څه چي مؤذن وايي،خوکله چي هغه (حی علی الصلاه ) او (حی علی الفلاح) وايي،نواورېدونکي باید ( لاحول ولاقوه الابالله ) ووايي .
پوښتنه : په قرآن کریم کي ترټولولوی آیت کوم دی؟.
ځواب : په سورت بقره کي دالدین په نوم ۲۸۲ آیت .
پوښتنه : جنت څودروازې لري؟.
ځواب : اته (۸) دروازې .
پوښتنه : هغه څلور(۴) پوښتني چي دقیامت په ورځ له انسان څخه کيږي کومي دي؟.
ځواب :
۱:- عمر (وخت ) : چي خپل عمر یې څنګه تېرکړی دی؟
۲:- علم (پوهه ) : دعلم پوښتنه ده چي څومره عمل یې پرې کړی؟
۳:- مال (شتمني) : دانسان دمال په هکله پوښتنه کيږي،چي څنګه یې لاس ته راوړي او په څه ډول یې مصرف کړي دي؟
۴:- د انسا ن دجسم او ځان په هکله پوښتنه کيږي .
پوښتنه : په نبوي مسجدکي لمونځ کول څومره ثواب لري؟.
ځواب : په نبوي مسجدکي دلمانځه کول ترنورومجسدونو ۱۰۰۰ برابره ثواب لري .
پوښتنه : هغه سورت چي دتلاوت کوونکي شفاعت کوي کوم دی؟
ځواب : الملک .
پوښتنـــــه: درسول اکـــــرم صلی الله عليه وسلم دنیکـــــه ( عبدالمطلب ) تروفات وروسته چادهغه سرپرستي پرغاړه واخیسته؟
ځواب : دهغه اکاابوطالب .
پوښتنه : جبرائیل عليه االسلام و رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته کوم ا لفاظ وویل ؟
ځواب : اِقْرَاْ (ووایه ) .
پوښتنه : پیغمبر صلی الله علیه وسلم په ځواب کي څه ورته وویل؟.
ځواب : ویې ویل : مَااَنَابِقَارِءٍ ( یاني زه لوستونکی نه یم .)
پوښتنه : دفیل په کال ترټولومهمه پېښه کومه وه؟.
ځواب : دمحمدصلی الله علیه وسلم زوکړه .
پوښتنه : مسلمانانولومړی کوم هیوادته مهاجِرسول؟
ځواب : حبشې اوسنۍ اتوپیاته .
پوښتنه : محمدصلی الله علیه وسلم ترهجرت وروسته څوځلــــه حــــــــج وکړ؟
ځواب : یوځل .
پوښتنه : له مکې څخه مدینې ته دهجرت پرمهال رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په کوم غارکي پناه اخیتسې وه؟
ځواب : دثور په غارکي .
پوښتنه : جبرئیل (ع) په کال کي څوځله پیغمبرصلی الله علیه وسلم ته قرآن کریم تکرارراوی؟
ځواب : په کال کي یو ځل اوهغه هم دروژې په میاشت کـــــي خودرسول الله صلی الله علیه وسلم دوفات په کال یې دوه ځله تکرارکړ.
پوښتنه : حجة الوداع په کوم کال کي و؟
ځواب : دهجرت په لسم کال کي .
پوښتنه : د ابو هریره رضی الله عنه نوم څه دی؟
ځواب : عبدالرحمن بن صخرالدوسي .
پوښتنه : صدیق دچالقب دی؟
ځواب : دلومړي خلیفه ابوبکررضی الله عنه .
پوښتنه : ترجمان القرآن دکوم صحابي رضی الله عنه لقب وو؟.
ځواب : دعبدالله بن عباس رضی الله عنهما.
پوښتنه : امین الامة دکوم صحابي رضی الله عنه لقب وو؟
ځواب : دابوعبیده عامربن الجراح رضی الله عنه .
پوښتنه: موذن رسول الله دچالقب دی؟
ځواب : دبلال بن رباح رضی الله عنه .
پوښتنه : (حواری الرسول) دچالقب دی؟
ځواب : دزبیربن العوام رضی الله عنه .
پوښتنه : ذی الجناحین دچا لقب دی؟
ځوا ب : دجعفر بن ابي طالب رضی الله – جعفرطیار .
پوښتنه : ذی النورین دچا لقب دی؟
ځواب :ددرېیم خلیفه عثمان بن عفان رضی الله عنه .
پوښتنه : سیف الله المسلول دچالقب دی؟
ځواب : دخالدبن ولیدرضی الله عنه .
پوښتنه : فاروق دچالقب دی؟
ځواب : ددویم خلیفه عمربن الخطاب رضی الله عنه .
پوښتنه : له کوم صحابه څخه ملائکو شرم اوحیادرلوده؟
ځواب :له عثمان بن عفان رضی الله عنه .
پوښتنه : داحزاب په غزاکي خندق دکوم صحابي په مشوره وکيندل سو؟.
ځواب : دسلمان فارسي رضی الله عنه په مشوره .
پوښتنه : په سړوکي لومړی څوک مسلمان سو؟.
ځواب : ابوبکر صدیق رضی الله عنه .
پوښتنه : لومړی کومه ښځه مسلمانه سوه؟
ځواب : ام المؤمنین خدیجه بنت خویلدرضی الله عنها.
پوښتنه : درسول اکرم صلی الله علیه وسلم لومړۍ مېرمن څوک وه؟
ځواب : خدیجه بنت خویلدرضی الله عنها.
پوښتنه : حمزه رضی الله عنه په کومه غزاکي شهیدسو؟
ځواب : داحد په غزاکي .
پوښتنه : دبدن زکات څه شی دی؟
ځواب : روژه .
پوښتنه : د فجر په سورت کي د(لیال عشر) هدف څه دی؟.
ځواب : دذی الحجې لومړۍ لس شپې .
پوښتنه : په قرآن کریم کوم درې نفسونه ذکرسوي دي؟.
ځواب :
۱:- نفس اماره
۲:- نفس لوامه
۳:- نفس مطمئنه
پوښتنه : د (الله ) لفظ په قران شریف کي څوځله راغلی دی؟.
ځواب : ۹۸۰ ځله .
پوښتنه : په قرآن کریم کي دکومومرغانويادونه سوې ده؟.
ځواب : دچوغکي، ببوکي ، ځیږکي اوشاهین .
پوښتنه : په قرآن کريم کي دکوموغلويادونه سوې ده؟.
ځواب : دغنم اودال .
پوښتنه : په قرآن کريم کي دکوموموسمونويادونه سوې ده؟.
ځواب : دژمي او دوبي .
پوښتنه : په قرآن کريم داونۍ دکوموورځويادونه سوې ده؟.
ځواب : دشنبې اوجمعې .
پوښتنه : په قرآن کريم کي دکومومعادنواوفلزاتويادونه سوې ده؟.
ځواب : دسروزرو، سپینوزرو، اوسپيني اوفولادو.
پوښتنه : په قرآن کريم دکومووسيلويادونه سوې ده؟.
ځواب : دپيمانې ، ترازو، ښیښې ، بوټي ، چاکواودروازې .
پوښتنه : په قرآن کريم کي دکوموطرفونويادونه سوې ده .
ځواب : دختیځ اولویدیځ .
پوښتنـــــه : په قرآن کريــم کي دکومورنګونويادونه سوې دځينونومونه واخلئ! .
ځواب : دسپين ، توراوزرغون .
پوښتنه : محمـدصلی الله عليه وسلم په پرکوم وخت دې نړۍ ته سترګي پرانیستې؟.
ځواب : ددوشنبــې په ورځ ، دربیع الاول پر۱۲ دعام الفیل په کال . (۵۷۰ میلادي .)
پوښتنه : په قرآن کريم کي دکوم صحابي نوم په څرګندوټکويادسوی دی؟.
ځواب : دزید بن حارثه رضی الله عنه .
پوښتنه : دمدینې منورې لقبونه کوم دي؟.
ځواب :
طیبه .
مدینة الرسول .
المدینة المنوره .
پوښتنه : رسول الله صلی الله عليه وسلم لومړی کوم مسجدجوړکړ؟.
ځوا ب : مسجدقباء .
پوښتنه : په مسجدقباء کي دلمانځه کولوثواب څومره دی؟.
ځواب : ديوې عمرې په اندازه .
پوښتنه : کوم ځای ته حرمین شریفین ويل کيږي؟.
ځواب : مسجد النبي (درسول الله جوما ت) ، مسجد الحرام ته .
پوښتنه : په مسجدالنبي کي ديوه لمانځه ثواب څومره دی؟.
ځواب : دزرولمنځونو.
پوښتنه : په مسجدالحرام کي يولمونځ څومره ثواب لري؟.
ځواب : دسلولمنځو .
پوښتنه : په مسجداقصی کي يولمونځ څومره ثواب لري؟.
ځواب : د۵۰۰ لمنځو.
پوښتنه : دمکې مکرمې نومونه کوم دي؟.
ځواب :
ام القری
مکه
بلدالامن
*پوښتنه : کلیم الله دچا لقب دی؟*
*ځواب : دموسی عليه السلام .*
*پوښتنه : محمدصلی الله عليه څو عمرې ترسره کړي دي؟*
*ځواب : ۴ عمرې .*
27/07/2021
زما تړلي لاس او ستا درندې درندې څپېړې
يوه ورځ خو به جانانه دا حساب. کې راولم
#خاشه
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Telephone
Website
Address
Kabul
26500