کرکټ د پکري یرګل نتیجه ده 😜او هم خلکو ته د زړه تکلیف پیدا کوي نو باید بندیز پرې ولګول شي.😊
اداره دار البحوث اسلامیه
زموږ صفحه خوښه کړي هدف داسلام سپڅلي دين سربلندي خوښه ا?
السلام علیکم ورحمة اللّٰه وبرکاته
27/09/2024
د غرب د مختلفو پرمختګونو له جملې په رسنیز ډګر کې د غرب لوی پرمختګ ده، داراز د غرب د لوی فکري مکتب (استشراق/ختیځپوهني) ستر پلانونه او په ترڅ کې یې فکري یرغلونه د غرب هغه خطرناک پرمختګونه دي چې اسلامي نړۍ یې سخته متضرره کړې ده، په ځانګړې توګه د عقلانیت ، عقل پرستي او الـ.ـحاد څپه یې د وخت لویه فتنه ده. چې له بده مرغه د اسلامي نړۍ ځوانان یې زیات تر اغېزو لاندې راغلي دي.
د فتنو په داسې بې رحمه بړبوکیو کې په مسلمان امت کې د ډاکټر ذاکر نایک په څېر عالم شتون لوی غنیمت دی، بلکې دا شخصیت د دې امت یوه داسې معجزه ده چې الله تعالی یې خپل غوره امت ته د مختلفو زمانو په ترڅ کې وخت په وخت ورکوي. ځکه د الـ.ـحاد او ایتیزم پر خلاف د ده مبارزه ان د پوره علمي ټولنو له هڅو زیاته او پوره اغېزمنه ده.
د وخت د مختلفو مذهبي افکارو پلویان باید په هر ډګر کې د داسې عالمانو ملاتړ وکړي او د هغوی مذهبي او فکري حالت راپورته نه کړي، ځکه دوی له دې داخلي مخالفتونو پورته دي، دوی یوازې د کـ.ـفر او الـ.ـحاد پر خلاف جګړه کې بوخت دي، دوی په داخلي مذهبي او فکري مخالفتونو کې کار نه لري، (البته ځینې تفردات، ځانګړي نظریات او غلطۍ به خامخا لري)، نو په داخلي مخالفتونو بوخت حضرات دې لطفا د ډاکټر ذاکر نایک په څېر خلک معاف کړي، بلکې د هغوی ملاتړ دې وکړي او خپل عظیم کار ته دې لا وهڅوي.
حامد افغان
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Address
2
Kabul
0708026313