Najeebullah Raihan

Najeebullah Raihan

Share

اسلام او مسلمانانو ته خدمت مې ستر افتخار ګڼم.

26/03/2025

يا الهي ته بښوونکى ذات يې، ته موږ ته بښنه وکړې.

06/03/2025

اضطراب

ولې ځینې خلک تل اندېښمن وي؟

اضطراب یو عادي احساس دی، خو که ډېر شي، نو د ژوند کیفیت خرابوي. دلته د اضطراب ځینو مهمو لاملونو ته اشاره کوم:

۱- د نامعلومې راتلونکې وېره: ځینې خلک تل د راتلونکي په اړه منفي فکرونه کوي.
۲- د پوره‌والي تمه: که یو څوک تل د کامل والي هڅه کوي، اضطراب به ورسره وي.
۳- د پخوانیو ناکامیو یادونه: که یو څوک پر خپلو تېرو تېروتنو ډېر تمرکز کوي، نو تل به اندېښمن وي.
۴- د ذهني تمرینونو نشتون: که یو څوک خپل ذهن ته استراحت ور نه کړي، فکرونه به یې ګډ‌وډ وي.

✅ د اضطراب کمولو لپاره:
🔹 د ژورې ساه اخیستنې تمرین وکړئ.
🔹 ورځني مثبت عادتونه خپل کړئ.
🔹 د خپلو اندېښنو لپاره منطقي حلونه ولټوئ.

06/03/2025

په امریکا کی دسرطان یاکنسر په یوه تحقیقی څانګه کښی دامعلومه شوی چی روژه دسرطان مخنیوی کوی
او هغه کسان چی په سرطان اخته وی ددي امکان شته چی دروژي دنیولو سره ښه شی
دفرانسی یو اوسیدونکی کینن باون په ٢٠١٨ کښی دسرطان په ناروغی اخته شو داکترانو ورته جواب ورکړی وو او ورته ویلي یی وه چی تر دریو میاشتو پوری به ژوندی یی ! دي وایی دژوند په اخیری شپو کی می غوښتل مطالعه وکړم نودهمدي لپاره می ډیر کتابونه واخیستل او دخلګو څخه می ځان جلا کړی او یواځی په یوه کوټه کی اوسیدم په همدي دوران کی می خوراک اوڅښاک هم بند کړل ترشلو ورځو می هیڅ هم ونه خوړل دشلو ورځو وروسته می په صحت کی مثبت بدلون راغلی
نوموړی دنه خوړلو داعمل تر ٤٥ ورځو نور هم اوږد کړی هغه به یواځی دشپی شین چاي او سلات خوړل
تر ٤٥ ورځو وروسته چی هغه دمعایناتو لپاره داکترانو ته ولاړی داکترانو دمعایناتو وروسته ډیرحیران شول چی سنګه دتنین باون په وجود کی دسرطان نښی له منځه تللی دی وروسته چی یی پلټنه وکړه معلومه شوه چی ټول تاثیرات دروژي وه تنین باون اوس هم ژوندي دی او دخپل ژوند ټولي چاری په عادي ډول پرمخ وړی.

نو د بیلابیلو څیړنو له مخی روژه یواځینی څیز دی چی په اساس یی دوجود ډیری ناروغی ختمیږی.
او دډیرو مرګونو ناروغیو مخه هم نیسی او همدارنګه روژه کولی شی چی دانسان دموډ اوطبیعت په بدلیدو کی هم کومک وکړی، که څوک خفګان لری یاپه روانی ناروغیو اخته وی روژه یی حالت بدلولی شی.

05/03/2025

اول لس ورځې د مغفرت دي دا دعاء ډېره وایئ!

رَبِّ اغْفِرْ وَارْحَمْ وَاَنْتَ خَیْرُالرّاحِمِین.

اې زما خدایه! ما وبخښې، په ما رحم وکړې، ته له ټولو ښه رحم کوونکی یې.

الله جل جلاله مو دې مغفرت نصيب کړي

10/11/2024

که د کولیسټرول له زیاتوالي کړېږئ؛ نو دا ولولئ!

کولیسټرول د یوې غوړې او ملایمې مادې نوم دی. د کولیسټرول یوه ځانګړې اندازه د بدن روغتیا لپاره اړینه ده.

که چیرې کولیسټرول له نورمالې اندازې زیاته شي؛ نو د وینې رګونو دیوالونو سره نښلي او د وینې د جریان د خنډ لامل کېږي.

د غیر ضروري کولیسټرول زیاتوالی د وینې د جریان نظام خرابولو سره د ګردې، وینې فشار او زړه ناروغیو سبب ګرځي.

دلته شپږ داسې خواړه معرفي کوو چي د وینې غیر ضروري کولیسټرول کموي او د درملو له کارونې پرته مو د کولیسټرول له زیانونو ژغوري:

مالټه: د ستروس میوو له ډلې څخه ده چې د پیکټین په نوم نشایسته لرونکي مواد لري. پیکټین نه پریږدي چې کولیسټرول د وینې رګونو په دیوالونو ونښلي.

مالټه د ویټامین سي او پوتاشیم غوره منبع ده او د مضر کولیسټرول د زیاتیدو مخه نیسي.

اوربشې: د نورو ګټو سربیره د وینې کولیسټرول هم کموي. د کولیسټرول ناروغان باید د اوربشې له اوړو هره ورځ په یوه خاصه اندازه استفاده وکړي.

لوبیا او مسورې دال: په لوبیا او مسورې دال کې موجود پروټین د کولیسټرول تر ټولو غوره طبیعي علاج دی.

له کولیسټروله د خلاصون لپاره د درملو پر ځای لوبیا او مسورې دال د خپل روزمره خوراک یوه اړینه برخه و ګرځوئ.

کبان: د اومیګا تري نومې اسید تر ټولو غوره منبع ده. کبان نه یوازې دا چي غیر ضروري کولیسټرول کموي وینه له لخته کیدو هم ژغوري.

پسته: د ۲۰۰۸ ز کال د یو تحقیق پر اساس هغه خلک چي روزانه ۴۲- ۸۵ ګرامه پسته خوري هیڅکله د کولیسټرول په ناروغۍ نه اخته کیږي او کولیسټرول یي له نورمال حالته نه زیاتیږي.

د زیتون تیل: څرګنده ده چي د بدن وزن کمولو سره د بدن غیر ضروري کولیسټرول هم کمیږي؛ نو د دې لپاره په کولیسټرول اخته کسان باید لږ کالوري لرونکي خواړه انتخاب کړي.

سهار چای کې د زیتون استعمال هم کولیسټرول کموي او هم نورو خوړو په نسبت لږه کالوري لري او وزن زیاتیدو مخه نیسي.

03/10/2024

رسول الله ﷺ فرمایي:
د ډوډۍ خوړلو څخه وړاندې لاسونه مينځل غريبي لري کوي او ډوډۍ خوړلو نه وروسته لاسونه مينځل غم لري کوي.

01/10/2024

زموږ د ژوند ډېرې ستونزې د خپل صداقت، باور او زړه سوي له امله دي، دا دری واړه که له وړ کس سره ونه شي په دروند زیان تمامیږی

25/09/2024

خبرې مو تــرخې دي
خــو الحَمْدُ ِلله منافقت مو ندی زده.

14/09/2024

د حضرت عثمان رضى الله عنه يوڅو غوره ويناوې

۱:_الله پاك تاسې ته دنيا يواځې د دې له پاره دركړې ده چې آخرت پرې وغواړئ.
۲:_زه خو د ځان لپاره دا ډېره بده او سپكه ګڼم چې ورځ دې راباندې تېره شي او د قرآن كريم تلاوت پكې ونه كړم.
۳:ـ ټيټه وينا،ښكته كتل او منځنۍ راشه درشه دايمان نښې دي.
۴:_خپل پيټى پر بل مه اچوئ، كه لږ وي يا ډېر.
۵:_توره بدن ټپي كوي او بده وينا روح .
۶:_له الله جل جلاله نه پرته له هيچا طمعه او وېره مه كوئ. يواځې له خپلو ګناوو وډار شئ .
۷:_كه چېرې مو ګناه ته زړه وي نو داسې ځاى ولټوئ چې الله پاك هلته نه وي .
۸:_ بده وينا دريو تنو ته زيان رسوي، ويناكوونكي ته، د چا بد چې وايې او څوك چې ورته غوږ نيسي.
۹:_د قهر او غضب په وخت كې ښه دوا چوپ پاتې كېدل دي.
۱۰:ـ څوك چې د انسان حق نه پېژني هغه ګويا د الله پاك حق هم نه دى پېژندلى.
۱۱:_درژوند له پاره يوه موخه ( هدف ) وټاكئ اوربيايې په ټول توان سره د لاسته كولو هڅې پيل كړئ، ښائي د برياليتوب پړاو ته به ورسېږئ.
۱۲:_كه مو سترګې بنا اورغړېدلي وي نوهره ورځ درمحشر ورځ ده.
۱۳:_د هغه چا په حال ډېرافسوس دى چې دنيا فاني ګڼي او بيا هم مينه ورسره كوي. دوزخ حق ګڼي خو په ګناه اخته وي. مرګ رښتيا بولي او بيا هم خاندي، په تقدير باور لري خوبياهم د تلونكو څېزونو اندېښنه كوي.
۱۴:_ ټولې نيكۍ له حيا اورټولې بدۍ له بې حيايۍ سره تړلي دي.
۱۵:_ ځينې وخت جرم بخښل مجرم نوررهم زړور كوي.
۱۶:_ درهغه چا په وړاندې په لوړه لهجه غږېدا مه شرمېږئ چې د سترګو په اشاره نه پوهېږي.
۱۷:_د ژبې ښوئېدل د قدم تر ښوئېدلو ډېر زيانمن تمامېدلاى شي.
۱۸:_ ګناه زړه نارامه كوي او ډاډ له منځه وړي.
۱۹:_ پوهه انسان هغه دى چې په ډېر پام اواحتياط سره ګامونه اخلي.
۲۰:_ الله پاك انسانان د ځان لپاره پيداكړي دي، ځكه نو نه ښايي چې هغوى د بل چا شي.
۲۱:_ زه په تياره كور كې دغسل ( ځان پريمينځلو ) له الله پاك نه د شرم اوحيا له وېرې اريان دريان پاتې كېږم.
۲۲:_ په تنګسه كې درزغم له بركته الله پاك پر انسان اسانتيا راولي.
۲۳:_ سخاوت د مال، عمل د علم اورد الله پاك رضا د اخلاص مېوه ده.
۲۴:_ د قبر خوښي درهغو خلكو په برخه ده چې دنيا ورته زندان ښكاري.
۲۵:_ځناور هم خپل څښتن پېژني خو انسان خپل خاوند نه پېژني.
۲۶:_د مسلمانانو ذلت درمال له نشتوالي له امله نه بلكې درديني ښوونو څخه له سرغړونې پيداكېږي.
۲۷:_ حيرانتيا د هغه چا په حال ده چې مرګ ويني او خاندي، دوزخ حق ګڼي او ګناه كوي، شيطان دښمن ګڼي او بيايې هم خبره مني.
۲۸:_ هغه علم بې ګټې دى چې عمل پرې ونه شي او هغه مال بې ارزښته دى چې پر ښوچارو ونه لګول شي.
۲۹:_ مسلمانان شپږ ډوله وېره لري: د الله پاك وېره چې دايمان دولت ترې وانه خلي، د مرګ دړملائكو وېره چې روح يې قبض نه كړي، د دنيا وېره چې له آخرت يې غافل نه كړي، د مېرمنې او كوچنيانو وېره چې الله پاك ترې هېر نه كړي، د ملائكو ډار چې ګناوې يې ونه ليكي، د شيطان وېره چې په دام كې يې ايسار نه شي.
۳۰:_ هر كار چې كوئ ، له بندګانو هېڅ ډار مه احساسوئ .
۳۱ :_په كومه خبره چې نه پوهېږئ مه يې كوئ او په كومه چې پوهېږئ د داسې سړي په مخ كې يې له ويلو درېغ مه كوئ. چې په ارزښت يې پوهيږي .

10/09/2024

زهرجن او مضر خلک کولای شي، ستاسو د باغ ګلونه پريکړې، مګر هغه په باغ کې د راتلونکي پسرلي مخه نشئ نیولی

Sabawoon ✍🥀💛📿

10/09/2024

حافظ ابن تيميه رحمه الله وايي چې ما ته هره ستونزه پيښه شي، زر(۱۰۰۰) ځله استغفرالله ولولم نو سمدستي مې هغه ستونزه هواره شي.

10/09/2024

کله چې موږ وارخطا شو زموږ د زړه حرکتونه تېزيږي تنفس مو چټک کيږي او ژر ژر ساه اخلو. کله چې ماغزه دغه حالت حس کړي هغه فکر کوي چې وجود په خطر کې ده او بدن ته امر کوي چې همدغه حالت ته ادامه ورکړي تر څو ډيره انرژي توليد شي او بدن د تېښتې او يا له خطر سره د مقابلي لپاره اماده شي. خو په حقيقت کې همدغه انسان په مجلس کې ناست وي او يا غواړي خبري وکړي، وجود ته يې هيڅ خطر متوجه نه وي. که تاسو پدې حالت کې اوږده او اهسته ساه واخلئ او بيا ډير سوکه، اهسته او اوږده ساه وباسئ، ستاسو ماغزه دغه حالت پدې ترجمه کوي چې ستاسو وجود په خطر کې نه ده او ورسره زړه ته امر کوي چې حرکتونه اهسته کړي عضلاتو ته امر کوي چې د استراحت حالت ته ولاړي شي او لدې سره د انسان وجود اراميږي او د وارخطايي له حالته وزي.
د ساه اخېستلو دغه تمرين زده کړئ او ځان ورباندې عادت کړئ ترڅو د ضرورت په وخت کې کار ځني واخلئ.

ډاکټر امان شمس

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Kabul

Opening Hours

09:00 - 17:00