29/03/2026
،👇
پته/آدرس کابل ګلدره قلعه سرخي.
دا اړيکې نمبر: 0779577109
واټساپ : 0774381184
29/03/2026
،👇
یو سړی د بدګومانۍ (نمامۍ) خبرې یو صالح انسان ته راوړې، نو هغه ورته وویل:
ته زما خواته په درېو ګناهونو سره راغلې یې:
۱. زما او زما د ورور ترمنځ دې فاصله واچوله
۲. زما ارام زړه دې مصروف او ګډوډ کړ
۳. خپل مقام دې زما په نظر کې خراب کړ
او یحیی بن کثیر رحمه الله ویلي دي:
نمام (خبر وړونکی) په یوه ساعت کې هغه فساد کوي، چې جادوګر یې په یوه میاشت کې هم نشي کولای.
«حلية الأولياء»(70/3).
12/03/2026
📢 د علم او معرفت مینه والو ته زېرى!
د جامعه بحرالعلوم د نوې تعلیمي دورې د پیل خبر درکوو. ټول هغه وروڼه چې د ديني علومو زده کړه غواړي، کولای شي په دې مبارکه اداره کې د علم له چینې څخه ګټه واخلي.
📍 پته: مدرسه بحرالعلوم، دشت ناصري – کلي سرخي، ولسوالی ګلدره، ولایت کابل
جامعة بحرالعلوم كابل ګلدره
[د لوی علم د حاصلولو راز]
له إمام أبو حنيفة النعمان رحمه الله څخه پوښتنه وشوه:
تاسې دومره لوی علم څنګه حاصل كړ؟
هغه وفرمایل:
«ما کله هم د علم په ښودلو کې بخل نه دی کړی، او نه مې د نورو څخه په زده کړه کی تکبر او د شرم احساس کړی.»
عمدة القاری
درې شيان دي چې انسان نه مصیبتونه هېروئ:
۱. د شپې تېرېدل (یعنې وخت تېرېدل)،
۲. ښکلې ښځه،
۳. د ملګرو او وروڼو سره خبرې کول.
لنډ مطلب:
انسان چې کله په غم یا ستونزه کې وي، نو د وخت په تېرېدو، د خوشحالۍ په ځینو شیانو، او د ملګرو سره په ناسته او خبرو کولو سره یې غم لږکيږي او ورو ورو یې هېرېږي.
بهجة المجالس _(ص 198)
یو وخت له امام ابوحنیفه رح څخه وپوښتل شول، کله چې ورته د وخت حاکم لطرفه منصبونه او مالونه ورته وړاندې کړل شول، خو هغه یې رد کړل او وانخیستل: نو پوښتنه یی ځینی وکړه
"ای امامه! خلک دنیا پسې ګرځي او ته ترې تښتي؛ نو څنګه دې د خلکو په زړونو کې دا دومره زیات عزت وموند؟"
هغه ځواب ورکړ:
"ما خپل دین د دنیا په بدل کې و نه پلوره. څوک چې ځان په علم عزتمن نه کړي، د نفس غوښتنې یې ذلیلوي."
درس دادی چی رښتینی عزت په منصب او شتمنۍ نه اخیستل کیږی، بلکی له خلکو نه په بی نیازئ او بی پروایی کی اخیستل کیږی،
که علم د دنیا ذریعه وګرځی د انسان هیبت او عزت له مینځه ځی، خو که دخپل عزت او اصولو ساتنه پرې وکړی ته شتمن یی که څه هم په جیب کی دی یوه روپی هم نه یی.
ح.روحانی
*(که د پیسو قیمت ټیټ یا لوړ شي)*
رقم الاستفتاء: (۲۷)
پوښتنه:
محترم مفتي صاحب! زه اخترمحمد د عبدالغفار زوی د کندز ولایت د ګل تېپي ولسوالۍ اوسېدونکی یم. یوه پوښتنه لرم، هغه دا ده:
زما یو ملګری د یو چا څخه (۲۵ میلیونه تومان) په قرض اخیستي دي. اوس په افغانستان کې دائن (پور ورکونکی) غواړي چې د قرض په بدل کې افغانۍ واخلي. خو مدیون (پور اخیستونکی) ورته تومان ورکوي. پوښتنه داده چې د دائن حق په تومن کېږي او که په افغانیو د شریعت له نظره؟
*الافتاء بتوفیق اللّٰه تعالی:*
دا ډېره مهمه او جنجالي مسئله ده. ځکه په پخوانیو فقهي کتابونو کې د دې موضوع ذکر نه شته. په هغه وختونو کې د خلکو راکړه ورکړه په سپینو زرو (درهم) یا سرو زرو (دینار) سره کېدله. کاغذي پیسې لکه د نن ورځې "نوټونه" هغه مهال ایجاد شوي نه و.
خو معاصر علماؤ په دې مسئله باندې پراخ او ژور تحقیقات کړي دي.
ځینې علماء دا فتوی ورکوي چې کله یو څوک له بل څخه پیسې قرض کړي او د پیسو ارزښت وروسته ټیټ یا لوړ شي، نو د قرض ورکولو پر مهال د هغه وخت ارزښت باید ورکړل شي.
مثال:
که یو کس (۲۵ میلیونه تومان) قرض کړي، چې د قرض اخیستلو پر مهال یې قیمت (۱۰۰،۰۰۰) افغانۍ و. او اوس چې هغه تومانونه ورکوي، ارزښت یې له یو لکو کم شوی وي. نو د دې ډلې د علماوو په نظر باید یو لک افغانۍ ورکړي، نه یوازې تومان.
دوی دغه فتوی د امام ابو یوسف رحمه الله په قول باندې بناء کوي. د هغه قول دا دی چې:
«که چا فلوس (مسي سکې) قرض کړي او د ارزښت کموالی یا زیاتوالی پکې راشي، نو د قرض د وخت ارزښت به ورکوي.»
لکن: په کمال ادب سره ویل کېږي چې دا قیاس ناسم دی. ځکه هغوی د نن ورځې کاغذي نوټونه د فلوسو (مسي سکو) سره قیاس کړي، حال دا چې د معاصر وخت متبحر علماوو تحقیق ښيي چې دا قیاس سم نه دی.
د نن عصر ستر فقیه شیخ الإسلام محمد تقي العثماني (حفظه الله)په دې مسئله باندې بشپړ او ژور تحقیق کړی دی.
شیخ الإسلام وایي:
د امام ابو یوسف رحمه الله خبره هغه مهال تطبيق کیږي، چې فلوس د اصلي روپیو (دینار یا درهم) تابع وې.
فلوس د سرو یا سپینو زرو جز او برخه ګڼل کېدې، نو ځکه یې د ارزښت معیار معلوم و.
خو د نن ورځې کاغذي پیسې (نوټونه) د سرو زرو او سپینو زرو تابع نه دي، بلکې په خپله یو مستقل او جلا مالي پيسي دي.
باقی په کمنت کی
21/08/2025