رحمت دانش خصوصي عالي لیسه - Rahmat Danish Private High School

  • Home
  • Afghanistan
  • Kabul
  • رحمت دانش خصوصي عالي لیسه - Rahmat Danish Private High School

رحمت دانش خصوصي عالي لیسه -  Rahmat Danish Private High School • معياري زده کړې او اخلاقي روزنه
(1)

د قرانکریم ختم!!نن ورځ دوشنبه چې د ۱۴۰۵ کال د سرطان (چنګاښ) د میاشتې لومړۍ نیټې سره سمون خوري، رحمت دانش خصوصي ښوونځي کې...
22/06/2026

د قرانکریم ختم!!
نن ورځ دوشنبه چې د ۱۴۰۵ کال د سرطان (چنګاښ) د میاشتې لومړۍ نیټې سره سمون خوري، رحمت دانش خصوصي ښوونځي کې د نوموړې میاشتې د پیل په مناسبت د قرانکریم ختم تر سره شو.
په یاد ختم کې اداري کارکوونکو او زده کوونکو برخه درلوده.
په پاي کې د مولوي صیب عبدالغیاث صابر له اړخه ختمانه او ټول اهل اسلام ته دعا تر سره شوه.

21/06/2026

د نن ورځې د جوړ شوي ماډل د کارونې صحنه!!

د اتم الف ټولګي زده کوونکو له اړخه د ماډل جوړونه!!نن  ورځ یکشنبه چې د ۱۴۰۵ کال د جوزا (غبرګولې) د میاشتې ۳۱ نیټې سره سمو...
21/06/2026

د اتم الف ټولګي زده کوونکو له اړخه د ماډل جوړونه!!
نن ورځ یکشنبه چې د ۱۴۰۵ کال د جوزا (غبرګولې) د میاشتې ۳۱ نیټې سره سمون خوري، د رحمت دانش خصوصي ښوونځي د اتم الف ټولګي زده کوونکو د بارکښ ماشین (Crane) یوه نمونه جوړه او نندارې ته یې وړاندې کړه.
نوموړې نمونه کولی شي چې یو څه اندازه بار له یو ځاي څخه بل ځاي ته انتقال کړي.

د کار موندنې خبرتیا!رحمت دانش خصوصي ښوونځی د ټولګیو د تجزیې په موخه په لاندې څانګو کې مسلکي او وړ ښوونکي په دندو ګماري:ا...
18/06/2026

د کار موندنې خبرتیا!
رحمت دانش خصوصي ښوونځی د ټولګیو د تجزیې په موخه په لاندې څانګو کې مسلکي او وړ ښوونکي په دندو ګماري:

اصول صنفي (ښځینه) ۲ تنه

شرایط:
لسانس یا څوارلسم پاس.
لږ تر لږه دوه (۲) کاله کاري تجربه ولري.
په ملي ژبو (پښتو او دری) روانې خبرې کول.

په شرایطو برابر کسان دې خپل بشپړ اسناد ادارې ته وسپاري او یا لاندې ادرسونو ته یې په انلاین ډول راواستوئ.
واتساپ : 0772847696
ایمیل: [email protected]
پته : لته بند عمومي سرک، شاو ولی پمپ ته څیرمه، کوچي اباد، کابل

زده کوونکو ته د کوردیناتو د پیدا کولو طریقه!!نن ورځ چهار شنبه چې ۱۴۰۵ کال د جوزا (غبرګولې) د میاشتې ۲۷ نیټې سره سمون خور...
17/06/2026

زده کوونکو ته د کوردیناتو د پیدا کولو طریقه!!
نن ورځ چهار شنبه چې ۱۴۰۵ کال د جوزا (غبرګولې) د میاشتې ۲۷ نیټې سره سمون خوري، رحمت دانش خصوصي ښوونځي کې د اتم الف ټولګي زده کوونکو ته د کوردیناتو (Coordinates) د پیدا کولو بشپړه طریقه وښودل شوه.
نوموړې برنامه د ښاغلي استاد انجنیر عبدالمنان احمدزي له اړخه وړاندې شوه.

10/06/2026

د څلورم ب ټولګي له اړخه جوړ شوی ماډل!!

د څلورم ب ټولګي زده کوونکو له اړخه د ماډل جوړونه!!نن ورځ چهارشنبه چې د ۱۴۰۵ کال د جوزا (غبرګولې) د میاشتې ۲۰ نیټې سره سم...
10/06/2026

د څلورم ب ټولګي زده کوونکو له اړخه د ماډل جوړونه!!
نن ورځ چهارشنبه چې د ۱۴۰۵ کال د جوزا (غبرګولې) د میاشتې ۲۰ نیټې سره سمون خوري، د رحمت دانش خصوصي ښوونځي د څلورم ب ټولګي زده کوونکو د اوبو فواره (water fountain) نمونه جوړه کړه.
نوموړې نمونه د DC برق تر تاثیر لاندې کار سر ته رسوي.

د دریم ب ټولګي له اړخه د اسمبلۍ برنامه!!نن ورځ دو شنبه چې د ۱۴۰۵ کال د جوزا (غبرګولې) د میاشتې ۱۸ نیټې سره سمون خوري، رح...
08/06/2026

د دریم ب ټولګي له اړخه د اسمبلۍ برنامه!!
نن ورځ دو شنبه چې د ۱۴۰۵ کال د جوزا (غبرګولې) د میاشتې ۱۸ نیټې سره سمون خوري، رحمت دانش خصوصي ښوونځي کې د دریم ب ټولګي زده کوونکو د نن ورځې د اسمبلۍ برنامه په منظم ډول تر سره کړه.
د نوموړي ټولګي ښوونکې او زده کوونکي د ښوونځي د ادارې له اړخه تشویق او وستایل شو.

04/06/2026

د زده کوونکي له اړخه د حیواني او نباتي حجرو په اړه تشریح!!
نن ورځ پنجشنبه چې ۱۴۰۵ کال د جوزا (غبرګولی) د میاشتې ۱۴ نیټې سره سمون خوري، د رحمت دانش خصوصي ښوونځي د اووم الف ټولګي څخه یو تن زده کوونکي د حیوانی او نباتي حجرو په اړه تشریح تر سره کړه.

د ښوونځي د پیل خبرتیا!!د رحمت دانش خصوصي ښوونځي ټولو کارکوونکو او زده کوونکو ته په ډیر درنښت خبر ورکول کیږي چې د لوی اخت...
30/05/2026

د ښوونځي د پیل خبرتیا!!
د رحمت دانش خصوصي ښوونځي ټولو کارکوونکو او زده کوونکو ته په ډیر درنښت خبر ورکول کیږي چې د لوی اختر رخصتي نن ورځ پاي ته رسیږي او سبا ورځ یکشنبه چې د جوزا د میاشتې ۱۰ نیټې سره سمون خوري ښوونځی په رسمي ډول پیل کیږي.
هیله لرو چې په ټاکلي وخت ښوونځي ته حاضر شی.
په درنښت

Address

Kabul
0093

Telephone

+93772847696

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when رحمت دانش خصوصي عالي لیسه - Rahmat Danish Private High School posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to رحمت دانش خصوصي عالي لیسه - Rahmat Danish Private High School:

Shortcuts

Share

Category