د رحمن بابا عالي لېسې رسمي فېسبوک پاڼه Rahman Baba high school official FB

  • Home
  • Afghanistan
  • Kabul
  • د رحمن بابا عالي لېسې رسمي فېسبوک پاڼه Rahman Baba high school official FB

د رحمن بابا عالي لېسې رسمي فېسبوک پاڼه Rahman Baba high school official FB Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from د رحمن بابا عالي لېسې رسمي فېسبوک پاڼه Rahman Baba high school official FB, School, Kabul.

خبرتيا!د عبدالرحمن بابا عالي ليسې ټولو ګرانو زده کوونکو ته خبر ورکول کيږي چې د اوړي لس ورځنۍ رخصتي پای ته ورسیدله، سر له...
01/08/2026

خبرتيا!
د عبدالرحمن بابا عالي ليسې ټولو ګرانو زده کوونکو ته خبر ورکول کيږي چې د اوړي لس ورځنۍ رخصتي پای ته ورسیدله، سر له سبا یکشنبې 1405/05/11 نیټه د لیسې درسونه او ليليه د پوهنې محترم وزارت د اصولو مطابق پيل شوي دي، ځانونه خپلو ورځنيو درسونو ته حاضر کړئ، هغه زده کوونکي چې په خپل وخت درسونو ته حاضر نه شي هم په تدریسي او هم ليليه برخو کې به قانوني کړنو سره مخ شي!!!
والسلام

د عبدالرحمن بابا عالي لیسې د څلورنیم میاشتنیو ازموينو پايلې
25/07/2026

د عبدالرحمن بابا عالي لیسې د څلورنیم میاشتنیو ازموينو پايلې

د عبدالرحمن بابا عالي لیسې يو تن د اووم ټولګي زده کوونکی عادل د عبدالحنان زوی د نورستان ولایت اوسیدونکی د تيرې جمعې ورځې...
20/07/2026

د عبدالرحمن بابا عالي لیسې يو تن د اووم ټولګي زده کوونکی عادل د عبدالحنان زوی د نورستان ولایت اوسیدونکی د تيرې جمعې ورځې راپديخوا ښوونځي او ليليې ته نه دی حاضر شوی، که يې په اړه چاته معلومات وي، عبدالرحمن بابا عالي لیسې ادارې سره دې شريک کړي، مهرباني به مو وي.
والسلام

د غمرازۍ او ډاډګیرنې پيغامپه خواشینۍ سره خبر شولو چې د عبدالرحمن بابا عالي لیسې متقاعد سرمعلم صاحب محمدآصف خان په حق رسی...
25/06/2026

د غمرازۍ او ډاډګیرنې پيغام

په خواشینۍ سره خبر شولو چې د عبدالرحمن بابا عالي لیسې متقاعد سرمعلم صاحب محمدآصف خان په حق رسیدلی دی، د لیسې اداره، اداري کارکوونکي، ښوونکي او نور کارمندان د ارواښاد سرمعلم صاحب په مړینه خپل خفګان څرګندوي او د مرحوم له کورنۍ سره په دغه دروند غم کې ځان شریک ګڼي الله تعالی دې ورته فردوس جنت او کورنۍ ته د زړه صبر ورکړي.
إِنَّـا لِـلَّـهِ وَ إِنَّـا إِلَـیْـهِ رَاجِـعُـونَ

خبرتيا!د عبدالرحمن بابا عالي لیسې ټولو ګرانو زده کوونکو ته خبر ورکول کیږي چې سر له سبا یکشنبې 1405/03/10 نيټې څخه تدریسي...
30/05/2026

خبرتيا!
د عبدالرحمن بابا عالي لیسې ټولو ګرانو زده کوونکو ته خبر ورکول کیږي چې سر له سبا یکشنبې 1405/03/10 نيټې څخه تدریسي او ليليه بهير په عادي ډول پيل کیږي، خپلو درسونو ته په وخت حاضر شئ، که کوم زده کوونکي په وخت خپلو درسونو ته حاضر نه شول له قانوني چلند سره به مخ شي!!!

د عبدالرحمن بابا عالي ليسې ټولو هغو ګرانو زده کوونکو ته چې په 1404 ښوونيز کال کې فارغ شوي دي، خبر ورکول کيږي چې د کانکور...
21/05/2026

د عبدالرحمن بابا عالي ليسې ټولو هغو ګرانو زده کوونکو ته چې په 1404 ښوونيز کال کې فارغ شوي دي، خبر ورکول کيږي چې د کانکور کارتونه د لیسې تدریسي مديريت ته رسيدلي دي، کولای شي چې سر له نن پنجشنبه 1405/02/31 نيټې يې له تدریسي مديريت څخه تر لاسه کړي.

نن مو يو ځل بيا د لیسې په انګړ کې زينتي ګلان او چمن وکرل، قصد مو کړی چې د تعلیمي سويې تر څنګ د لیسې ښکلا هم لوړې پوړۍ ته...
26/04/2026

نن مو يو ځل بيا د لیسې په انګړ کې زينتي ګلان او چمن وکرل، قصد مو کړی چې د تعلیمي سويې تر څنګ د لیسې ښکلا هم لوړې پوړۍ ته ورسوو!!!

23/04/2026

د رحمن بابا عالي لیسې انګړ❤❤❤

د عبدالرحمن بابا عالي لیسې په انګړ کې سلګونه زینتي بوټي او ګلان وکرل شول، د ټولو زده کوونکو او همکارانو څخه مننه!!
14/04/2026

د عبدالرحمن بابا عالي لیسې په انګړ کې سلګونه زینتي بوټي او ګلان وکرل شول، د ټولو زده کوونکو او همکارانو څخه مننه!!

نن د عبدالرحمن بابا عالي ليسې په تدريسي بلاک کې د دهليزونو په ديوالونو باندې نبوي احاديث، غوره ويناوې او د نوموتو شاعران...
31/03/2026

نن د عبدالرحمن بابا عالي ليسې په تدريسي بلاک کې د دهليزونو په ديوالونو باندې نبوي احاديث، غوره ويناوې او د نوموتو شاعرانو شعرونه په پښتو او دري ژبه خطاطي کړای شول، تر څو د لیسې د چاپيريال په ښوونيزه بڼه کې د ښکلا سبب وګرځي!!!

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د رحمن بابا عالي لېسې رسمي فېسبوک پاڼه Rahman Baba high school official FB posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category