26/10/2020
ویـره ( Phobic Neurosis )
عبارت د شدید دوامداره ډار او ویری څخه دی. د Fread د نظریی مطابق دا ناروغی د یو روحی عقدی په تعقیب تاسٌس کوی.
دا ناروغی په ځینو واقعاتو کې په اضطرابی شخصیت لرونکو خلکو کی لیدل کیږې.
په ۵۰% ددې ناروغانو کې د دوی د وینی په لوحه د ادرینالین اندازه کمه وی. Phobia په متعددو ډولونو سره بروز کوی کوم چی ناروغ کوشش کوی چی د ویرونکی عامل څخه ځان وساتی عمدتاٌ په درې ډوله دی.
۱: ویره د ځانګړیتوب څخه
۲: ویره د کور څخه دباندی
۳: ویره د کور څخه دباندی په هغه صورت کی چی ناروغ د داسی یو حالت سره مخامخ شی چی ژر د منځه تلونکی نه وی، او یا دا چې په اسانی سره ناروغ ته کمک ونه رسیږی.
وصفی ډار پدې ناروغانو کې زیاتره د ګاډو، د ریل sub way, طیاری، مزدحم ځایونو کی انتظار ایستل او د کور څخه په لیری مصافو کې وی.
ځینې اشخاص مزدحم ځایونو ته، دعوتونو ته، په اجتماع کی خبرو ته، مصاحبو ته، او په اجتماع کی خوراک او څښاک ته نه حاضریږی.
کله چې داسی حالت سره مخامخ شی نو ورته زیاته خوله کیدل، رعشه، د ژبی بندش رامنځته کیږی.
ځینی ناروغان زیاتره د سپی، مار، موږک، او خزندو څخه او ځینی نور د لوړو ځاینو څخه ویریږی.
د ناروغی په تداوی کی د Anxiolytic او Antidepressant دوا ګانی څخه استفاده کیږی.
او کوم هغه ناروغان چی Social نوع د ډار لری د مربوطه موقف څخه د مخامخ کیدو مخکی شل ملی ګرام propranolol ډیر ښه اثر لری.