جامعه نعمان بن ثابت 【رح】 کابل

جامعه نعمان بن ثابت 【رح】 کابل

Share

يوه مستقله اسلامي اومذهبي اداره

06/06/2026

*📢 زېـ☆ــرى! زېــ☆ــرى! زېــ☆ـــرى!*

*الحمد لله، د لـــوی اختــــــر مبارکې رخصتۍ چې د جامعه نعمان بن ثابت (رح)ڪابل* د محترمو استادانو او عزیزو زده کوونکو له خوا د خپلو والدینو، خپلوانو او کورنیو په منځ کې په خوښۍ، مینې او روحاني فضا کې تېرې شوې، اوس د پای ته رسېدو په درشل کې دي.
*د علم* او معرفت دغه مبارک کاروان یو ځل بیا خپل سفر پیلېږي، او د درس او تدریس حلقې به د الله تعالی په فضل بېرته تودې شي.
*🗓 د درسونو د بیا پیل نېټه:*
*▪ ۲۴ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷ هـ ق*
*▪ ۲۰ جوزا ۱۴۰۵ هـ ش*
*▪ ۱۰ جون ۲۰۲۶م*
*له ټولو* قدرمنو زده کوونکو څخه په درنښت غوښتنه کېږي چې په ټاکلې نېټه او وخت سره حاضر شي، ترڅو د علمي او تربیوي بهیر له برکتونو څخه په بشپړه توګه برخمن شي.
*الله تعالی* دې زموږ دا علمي مرکز د دین د خدمت، علم د خپرېدو او صالحو علماوو د روزنې ستر مرکز وګرځوي، او ټولو استادانو او زده کوونکو ته دې د اخلاص، برکت او کامیابۍ توفیق ورکړي.
*🌹 رخصتي* پای ته ورسېده؛ خو د *علم*، عمل او خدمت نوی فصل پیلېږي. راځئ چې د تازه همت، لوړ عزم او قوي ارادې سره خپلو درسونو ته راستانه شو.
*اداره:- جامعه نعمان بن ثابت (رح)ڪابل 📚✨*

📢 بُشْرَى! بُشْرَى! بُشْرَى!
الحمد لله، لقد شارفت عطلةُ عيد الأضحى المبارك الطويلة، التي قضاها أساتذةُ وطلابُ جامعة نعمان بن ثابت (رحمه الله) – كابل مع آبائهم وأقاربهم وأسرهم في أجواءٍ مفعمةٍ بالفرح والمودة والروحانية، على الانتهاء.
وها هي قافلةُ العلم والمعرفة المباركة تستأنف مسيرتها من جديد، وستعود حلقاتُ الدرس والتدريس إلى نشاطها وازدهارها بفضل الله تعالى.
🗓 موعد استئناف الدروس: ▪ 24 ذو الحجة الحرام 1447 هـ ▪ 20 جوزا 1405 هـ ش ▪ 10 يونيو 2026م
ونهيبُ بجميع الطلاب الكرام أن يحضروا في الموعد المحدد، ليستفيدوا استفادةً كاملةً من بركات المسيرة العلمية والتربوية.
ونسأل الله تعالى أن يجعل هذا الصرح العلمي المبارك مركزًا عظيمًا لخدمة الدين، ونشر العلم، وإعداد العلماء الصالحين، وأن يرزق جميع الأساتذة والطلاب الإخلاص والبركة والتوفيق والنجاح.
🌹 لقد انتهت العطلة، ولكن فصلًا جديدًا من العلم والعمل والخدمة قد بدأ. فلنعد إلى دروسنا بهممٍ متجددة، وعزائم عالية، وإرادة قوية.
إدارة: جامعة نعمان بن ثابت (رحمه الله) – كابل 📚✨

Good news! Good news! Good news!

Praise be to God, the long Eid al-Adha holiday, which the professors and students of Nauman Bin Thabit University (may God have mercy on him) – Kabul spent with their parents, relatives, and families in an atmosphere filled with joy, affection, and spirituality, is drawing to a close.

And now, the blessed journey of knowledge and learning is resuming, and classes will return to their active and flourishing state, by the grace of God Almighty.

🗓 Date of resumption of classes: ▪ 24 Dhu al-Hijjah 1447 AH ▪ 20 Juz' 1405 AH ▪ 10 June 2026 CE
We urge all our esteemed students to attend on the specified date to fully benefit from the blessings of this academic and educational journey.

We ask God Almighty to make this blessed institution a great center for serving the faith, spreading knowledge, and preparing righteous scholars, and to grant all professors and students sincerity, blessings, success, and prosperity.

🌹 The holiday has ended, but a new chapter of learning, work, and service has begun. Let us return to our studies with renewed enthusiasm, high resolve, and strong will.

Administration: Nauman Ibn Thabit University (may God have mercy on him) – Kabul 📚✨

Photos from ‎جامعه نعمان بن ثابت 【رح】 کابل‎'s post 01/06/2026

الحمد لله، د نېکمرغه اختر په مناسبت د جامعه ریاض العلوم کابل قدرمنو استادانو زمونږ جامعې نعمان بن ثابت رحمه الله، کابل ته تشریف راوړ او د اختر مبارکي یې وړاندې کړه. د دوی راتګ د استادانو، زده‌کوونکو او ادارې لپاره د خوښۍ او ورورولۍ یوه ښکلي شیبه وه.
قدرمنو میلمنو د جامعې له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه، د تعلیمي او تربیوي چارو په اړه یې معلومات ترلاسه کړل او د جامعې د پرمختګونو ستاینه یې وکړه. همدارنګه د دواړو علمي مرکزونو ترمنځ د همکارۍ، مینې او اخوت پر لا پیاوړتیا ټینګار وشو.
زمونږ دجامعې اداره د جامعه ریاض العلوم محترمو استادانو له دې ارزښتمن حضور او نېکو هیلو څخه مننه کوي او د الله تعالی له دربار څخه دوی ته د لا ډېرو بریاوو، روغتیا او خدمتونو توفیق غواړي.

تقبل الله منا ومنکم صالح الأعمال، اختر مو مبارک او بختور شه.

31/05/2026

عَنْ عُثْمَانَ بْنِ عَفَّانَ رضي الله عنه، عَنِ النَّبِيِّ ﷺ قَالَ:
*خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ الْقُرْآنَ وَعَلَّمَهُ*
*وراه بخاری*
*پښتو ترجمه*
د تاسو تر ټولو غوره هغه څوک دی چې قرآن کریم زده کړي او نورو ته یې هم ور زده کړي.
*تشریح:*
دا حدیث د قرآن کریم د زده کړې او ښوونې ستر فضیلت بیانوي. مسلمان باید هڅه وکړي چې:
قرآن په سمه توګه تلاوت زده کړي.
د قرآن معنا او احکام وپېژني.
په خپل ژوند کې د قرآن لارښوونو ته عمل وکړي.
*خپل اولادونه، کورنۍ* او نور مسلمانان هم د قرآن زده کړې ته وهڅوي.
په دې حدیث کې *"غوره والی"* یوازې د تلاوت په زده کولو پورې محدود نه دی، بلکې د قرآن په پوهېدو، عمل کولو او نورو ته په رسولو کې هم شامل دی.
الله تعالی دې موږ ټول د قرآن کریم له زده کوونکو، ښوونکو او عمل کوونکو څخه وګرځوي. آمین.

26/05/2026

د تکبیرِ تشریق ابتداء څنګه شوې؟

په بحرالرائق، شامي او نورو کتابونو کې ذکر دی چې کله حضرت ابراهیم علیه السلام خپل خوږ ځوی حضرت اسماعیل علیه السلام د الله ﷻ په حُکم سره ذبح کول(چاړه یی ورته په مَرۍ باندی ایښی وه ) نو حضرت جبرئیل علیه السلام د اللهﷻ په حکم سره د حضرت اسماعیل علیه السلام په فِدیه کی د جنت نه ګَډ راواخیست ، کله چی حضرت جبریل علیه السلام د بَره نه ابراهیم علیه السلام اُولید چی د ځوی په مَرۍ باندی یی چاړه ایښی ده نو یَره ورسره پیدا شوه چې هسې نه زما د ورتللو نه مخکې ځوی ذبح کړي نو په دغه وخت کې د ده په ژبه دا کلمات راغلل:
اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ
کله چې حضرت ابراهیم علیه السلام حضرت جبرئیل علیه السلام اُولید، نو ویې ویل:
لَا إِلٰهَ إِلَّا اللهُ وَاللهُ أَكْبَرُ
کله چې حضرت اسماعیل علیه السلام پوه شو چې زما په عِوض کې فِدیه راغله، نو ویې ویل:
اللهُ أَكْبَرُ وَلِلَّهِ الْحَمْدُ
الله تعالی ته دا درې واړه کلمات دومره خوښ شول چې تر قیامته پورې مسلمانانو باندې یې په ايَّامُ التّشریق دا واجب اوګرځول.

25/05/2026

د عرفی د ورځی د روژی نیولو فضیلت

21/05/2026

د ١٤٤٧ ه ق کال د لواختر په مناسبت د عمومی رخصتۍ په اړه جوړه شوی غونډه او د هفته وار اصلاحی انجمن څو صحنی او بیانونه .
جامعه نعمان بن ثابت 【رح】 کابل

15/05/2026

ستر شخصيت
شيخ القران والحديث حضرت مولانا و مولوي عبد الجبار (نورستاني الديوبندي)
او ورسره د سابعه درجي طلباء کرام!

11/05/2026

جناب حضرت شیخ صاحب
الله ج دی سفر بی خطره کړه او الله ج دی د مبرور او مقبول حج سره بیرته راوګرزوه
#شیخ٠صاحب٠مظهری٠حفظه٠الله د حج په سفر روان شو

Ziaurahman Wahaj

10/05/2026

محترم مشر شیخ صاحب شیخ القرآن والحدیث استاذ العلماء حضرت مولانا #محمدګل٠وهاج (حفظه الله)
طلباء کرامو ته هفته وار اصلاحی بیان وکړ.
ان شاءالله بیان به وروسته نشر شی.

05/05/2026

د جامعه نعمان بن ثابت 【رح】 کابل د اصلاحی انجمن د تقریرونو په سلسه کی د یو تن طالب العلم محمد عثمان (نعمانی) تقریر

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Address


Bagrami Mongai. Shahrak
Kabul