07/05/2022
د جرمني برېمن پوهنتون د افغانانو لپاره د لسانس او ماسټرۍ د زده کړو ځانګړي بورسونه اعلان کړي. د غوښتنلیک نیټه یې د مې میاشتې له ۵ پیل او د جون میاشتې تر پنځمې نیټې پورې ده.
د بورس شرایط په لینک کې واضح لیکل شوي، اساسي شرط یې دا دی چې غوښتنلیک ورکونکی باید اوس هم افغانستان کې وي، عمر یې تر ۳۰ کلونو ډېر نه وي، د لسانس یې ۵ کالو څخه ډېر وخت نه وي تېر شوی.
د سیاسي وضعیت له کبله اوس ځوانان نشي کولای جرمني کې د شخصي زده کړو لپاره بلاک اکونټ جوړ کړي (د شخصي زده کړو پروسه پخوا تشریح شوې). له همدې کبله دا بورس هدف غوښتنلیک ورکوونکو ته د بلاک اکونټ جوړولو، ټکټ او نور مصارفو مرسته دی. دا بورس هغو کسانو ته غوره فرصت دی چې غوښتل یې په جرمني کې په شخصي مصرف زده کړې وکړي. دا چې دوی خپل د خوښې پوهنتون ټاکلی، اسناد او هر څه یې برابر کړي، یوازې د پیسو ستونزه یې درلوده، دا بورس ورته بهترین فرصت دی.
https://www.aheadbremen.de/en/scholarships/Omidfarda_en.php?fbclid=IwAR31965nfC7mIxJNKiMD_9ItfS_be4nZSH7VY607d6l6S60PLCLJzNiZc9c
This scholarship is for Afghan students at risk who want to continue their studiey in Bremen, Germany.