سهيل مهمند خصوصي عالي لېسه

سهيل مهمند خصوصي عالي لېسه High Scool

مور د مینې او قربانۍ تر ټولو ښکلی نوم د سهیل مهمند خصوصي عالي لېسې زده کوونکو له خوا د مور د مقام په درناوي ځانګړی پروګر...
15/06/2026

مور د مینې او قربانۍ تر ټولو ښکلی نوم
د سهیل مهمند خصوصي عالي لېسې زده کوونکو له خوا د مور د مقام په درناوي ځانګړی پروګرام ترسره شو. په دې پروګرام کې زده کوونکو د مور د عظمت، مینې او قربانیو په اړه ښکلي شعرونه، مقالې او ویناوې وړاندې کړې.
مور هغه ستر نعمت دی چې د انسان د ژوند تیاره لارې په مینه او دعا روښانوي. د ماشوم لپاره مور ټوله نړۍ ده، د ځوان لپاره د رازونو باوري ساتونکې او د کور لپاره د برکت سرچینه ده.
موږ د خپلو ګرانو زده کوونکو له هڅو مننه کوو چې د مور د مقام د درناوي لپاره یې خپل احساسات په ښکلو الفاظو کې شریک کړل.
الله تعالی دې ټولو میندو ته روغتیا، اوږد عمر او جنت الفردوس نصیب کړي.
سهیل مهمند خصوصي عالي لېسه

15/06/2026

تعلیم د انسان د ژوند رڼا ده. د علم په وسیله انسان خپل راتلونکی روښانه کوي، خپل هدفونه ترلاسه کوي او د ټولنې په پرمختګ کې مهم رول لوبوي. راځئ چې د زده کړې له لارې خپل ځان او خپل هېواد ته خدمت وکړو.

د ښکلي خط ازموینې دوهم پړاو ترسره شو د لومړي څخه تر شپږم ټولګي پورې د زده‌کوونکو څخه د ښکلي خط ازموینې دوهم پړاو واخیستل...
14/06/2026

د ښکلي خط ازموینې دوهم پړاو ترسره شو
د لومړي څخه تر شپږم ټولګي پورې د زده‌کوونکو څخه د ښکلي خط ازموینې دوهم پړاو واخیستل شو.
موخه یې د زده‌کوونکو د لیکلو مهارتونو پیاوړتیا، منظمې لیکنې او د ښکلي خط انتخاب دی.

13/06/2026

د نظافت عامه پوهاوی
نن د سهيل مهمند خصوصي عالي لېسې د دريم (ب) ټولګي زده کوونکو د نظافت او پاکوالي د عامه پوهاوي په موخه ځانګړی پروګرام ترسره کړ. زده کوونکو د لاسونو دستکشې، پر مخ ماسکونه او د کثافاتو دانۍ له ځانونو سره لرلې او د ښوونځي په ټولګيو او چاپېريال کې وګرځېدل.
دوی خپلو ملګرو ته د پاک چاپېريال، د کثافاتو د سمې راټولونې او د شخصي نظافت د ارزښت په اړه مهمې سپارښتنې وړاندې کړې. دا ډول فعاليتونه په زده کوونکو کې د مسؤليت احساس پياوړی کوي او د پاک، سالم او ښکلي ښوونيز چاپېريال په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
پاکوالی د ايمان برخه ده؛ راځئ چې د پاک او سالم چاپېريال په ساتنه کې خپل مسؤليت ادا کړو

کارموندنهد سهيل مهمند خصوصي عالي لېسه  يوې ښځینه ښوونکې ته د رياضي مضمون لپاره د څلورم څخه تر شپږم ټولګي پوري اړتیا لري ...
01/06/2026

کارموندنه
د سهيل مهمند خصوصي عالي لېسه
يوې ښځینه ښوونکې ته د رياضي مضمون لپاره د څلورم څخه تر شپږم ټولګي پوري اړتیا لري
شرایط:
۱- دوه کلنه کاري تجربه ولري
۲- لیسانس یا څوارلسم پاس وي
۳ـ حق اوليت مسلکي ښوونکې ته ورکول کيږي
تماس شماره : 0777456555
واټساپ :0730633206

خبرتیاد لوی اختر د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته، د سهیل مهمند خصوصي عالي لېسې ټولو اداري کارکوونکو، درنو ښوونکو او ګران...
30/05/2026

خبرتیا
د لوی اختر د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته، د سهیل مهمند خصوصي عالي لېسې ټولو اداري کارکوونکو، درنو ښوونکو او ګرانو زده‌کوونکو ته خبر ورکول کېږي، چې سبا یکشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د جوزا ۱۰مه نېټه، خپل تدریسي او اداري فعالیتونه بېرته پیلوي.
له ټولو څخه هیله کېږي چې په ټاکلي وخت ښوونځي ته حاضر شي او د تدریس بهیر په منظم ډول تعقیب کړي.
د سهیل مهمند خصوصي عالي لېسې اداره

27/05/2026

د سهیل مهمند خصوصي عالي لېسې د اداری لخوا
تاسو ټولو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وایو! 🌙✨
الله تعالی مو عبادتونه، قربانۍ او دعاګانې قبول کړي

26/05/2026

سهيل مهمند خصوصي عالي لېسې زده کوونکو لخوا د لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه !

د نیکمرغه لوی اختر مبارکۍ پیغام!دسهيل مهمند خصوصي عالي لېسې بنسټګر او رهبري د نیکمرغه لوی اختر د رارسیدو په مناسبت تاسو ...
26/05/2026

د نیکمرغه لوی اختر مبارکۍ پیغام!
دسهيل مهمند خصوصي عالي لېسې بنسټګر او رهبري د نیکمرغه لوی اختر د رارسیدو په مناسبت تاسو قدرمنو دوستانو ګلاليو زده کوونکو او د زده کوونکو والدينو ته او هیوادوالو ته د زړه له کومي مبارکی وایو.
د الله تعالی (ج) له دربار څخه غواړو چې له خپلې کورنۍ او دوستانو سره له خوښیو او نیکمرغیو ډک اختر ولرئ.
په درنښت
سهيل مهمند خصوصي عالي لېسې اداره

نن ورځ د سهيل مهمند خصوصي عالي لېسې د ثور مياشتې د مياشتنۍ ازموينې پايلې اعلان شوې، چې په ترڅ کې يې ممتاز او هڅاند زده ک...
24/05/2026

نن ورځ د سهيل مهمند خصوصي عالي لېسې د ثور مياشتې د مياشتنۍ ازموينې پايلې اعلان شوې، چې په ترڅ کې يې ممتاز او هڅاند زده کوونکي په ډاليو ونازول شول.
په لاندې برخو کې غوره کسان وستايل شول:
۱ : د ټولګيو اول نمره زده کوونکي ۲ : هغه زده کوونکي چې ښې درجې يې ترلاسه کړې وې، که څه هم اول نمره شوي نه وو
۳ : د اصولي صنفي په سطحه عمومي اول نمره
۴ : د ابتدايې دورې په سطحه عمومي اول نمره
۵ : د اووم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي په سطحه عمومي اول نمره
۶ : د مياشتې غوره ښوونکی د اصولي صنفي ، ابتدايې او ليسې په سطحه
موږ تل هڅه کوو چې د باکيفيته تعليم، سالمې روزنې او زده کوونکو د هڅونې لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړو.

Address

Pole Charkhi
Kabul

Telephone

+93778766898

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when سهيل مهمند خصوصي عالي لېسه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to سهيل مهمند خصوصي عالي لېسه:

Shortcuts

Share

Category