26/09/2026
د شمس لندن اکاډمۍ خصوصي عالي لېسې – لغمان څانګې د ۱۴۰۴ تعلیمي کال د پایلو غونډه ترسره شوه
د شمس لندن اکاډمۍ خصوصي عالي لېسې لغمان څانګې د ۱۴۰۴ تعلیمي کال د پایلو غونډه په شانداره او رسمي بڼه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د لغمان ولایت د پوهنې ریاست اداري معاون عبدالمنان عابد صاحب، د فرمانونو ریاست اداري او مالي معاون ضیاءالله صاحب، د لغمان پوهنتون د کرنې پوهنځي رئیس باهر صاحب، د پلان امر محمدآغا خاورین صاحب، د ښار ښوونیزې حوزې امر صدیق الله طارق صاحب، د زدهکوونکو والدینو، استادانو او ګڼ شمېر زدهکوونکو ګډون کړی و.
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د ښوونې او روزنې د ارزښت، معیاري زدهکړو د اړتیا او د لغمان د ښوونیز بهیر د لا پیاوړتیا په اړه ارزښتمنې خبرې وشوې.
د شمس لندن اکاډمۍ لغمان څانګې عمومي مدیر وحیدالرحمن توحیدي ګډونوالو ته د وینا پر مهال د اکاډمۍ د ښوونیزو موخو، ترسره شوو فعالیتونو او زدهکوونکو ته د معیاري زدهکړو د برابرولو په اړه خپلې څرګندونې وړاندې کړې.
همداراز د شمس لندن اکاډمۍ رئیس اجرائیوي محمد اسیم ابراهیمي د اکاډمۍ د تعلیمي لیدلوري، راتلونکو پلانونو او د لغمان د ځوان نسل د علمي او مسلکي روزنې په برخه کې د ښوونیزو بنسټونو د مسؤلیت په اړه خبرې وکړې.
د لغمان ولایت د پوهنې ریاست اداري معاون عبدالمنان عابد هم د ښوونیزو مرکزونو د فعالیتونو او د کیفیت د لوړولو پر اهمیت خبرې وکړې او هیله یې څرګنده کړه چې شمس لندن اکاډمي به په راتلونکي کې هم خپل ښوونیز خدمات په لوړ کیفیت او معیاري ډول وړاندې کړي.
په پای کې، د ۱۴۰۴ تعلیمي کال بریالیو زدهکوونکو ته د هغوی د ښوونیزو لاسته راوړنو له امله مبارکي ورکړل شوه او د لا بریاوو هیله ورته وشوه.
شمس لندن اکاډمي – لغمان څانګه
د معیاري زدهکړو، روښانه راتلونکي پر لور!