13/11/2020
همېشه لمونځ کوئ!
ځکه لمونځ تاسو سره
قبر ته تلوونکی دی،
لمونځ د قبر او دوزخ عذاب څخه،
د ساتلو یواځینۍ وسیله ده.
🌄
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from ستوری ښوونیز مرکز / Storai Educational Center, Education, Jalal abad adda, Kabul.
13/11/2020
همېشه لمونځ کوئ!
ځکه لمونځ تاسو سره
قبر ته تلوونکی دی،
لمونځ د قبر او دوزخ عذاب څخه،
د ساتلو یواځینۍ وسیله ده.
🌄
29/10/2020
🌐د محبوب پیغمبر ﷺ په اړه لنډ معلومات!
◀نوم : حضرت محمد ﷺ
◀د پلار نوم : عبدالله
◀د نيکه نوم : عبدالمطلب
◀د کورنۍ نوم : هاشمي
◀د مور نوم : آمنه بنت وهب
◀د رضاعی مور نوم : حليمه سعديه
◀د لومړۍ ميرمني نوم : خديجة الکبراى رض
◀د لومړۍ ميرمني د پلار نوم : خويلد
◀د قوم نوم : قريش
◀د زيږيدني نيټه : د ربيع الاول 12 کال ((571/4/20 ميلادي ))
◀د زيږيدني ځاى : مکه مکرمه
◀د هيواد نوم : سعودي عربستان
◀نژاد : عرب
◀تر بعثت مخکي لقب : رښتيا ويونکى او امين
◀د الهي وحيو د راکښته کيدو ځاى : د حرا غار
◀د حرا د غار موقيعت : د مکي شمال غرب خواته
◀دنده : پيغمبري
◀دين : اسلام
◀د دندي موده : 23 کاله
◀رنګ : ګلګون او ځلانده
◀د ويښتانو رنګ : تور
◀قد : منځنۍ لوړ ته مايل
◀پزه : جګه قلمي
◀د ميرمنو نومونه يې : خديجه ، عايشه ، حفصه ، سوده ، زينب ، ام السلمه ، جويريه ، صفيه ، ميمونه (رض)
◀زامن : عبدالله ، قاسم ، ابراهيم (په کوچنيوالې وفات)
◀لوڼي : زينب ، رقيه ، ام کلثوم ، فاطمه رض
◀د اوسيدو ځاى : مکه مکرمه د بني هاشمو ځاى ، تر هجرت وروسته مدينه منوره
◀تحصيلات : د پيغمبرۍ تر درجې د الله ج ترنظر لاندي د جبرايل ع په واسطه ورسول شو
◀د پلار مړينه : د مور په نس کښي د دوو مياشتو وو
◀د مور مړينه : په 6 کلنۍ کښي
◀د نيکه مړينه : په 8 کلنۍ کښي
◀اصلي روزونکى : دده اکا ابو طالب
◀د واده پر مهال عمر : 25 کلن او خديجي رض عمر 40 کلنه
◀د نبوت پر مهال عمر : 40 کلن
◀د مديني څخه مکي ته د هجرت پر مهال نيټه : 611 ميلادي ، چه د هجري قمري د اول کال سره برابره ده
◀لومړنى سفر : د خپل کاکا سره د شام د بصري ښار ته په 12 کلنۍ کښي وو
◀د بعثت وروسته لقب : خاتم الانبياء والمرسلين ، ابو القاسم ،
◀ټول عمر يې : 63 کاله
◀د مړيني نيټه : د 11 هجري قمري کال د ربيع الاول پر 12 د دوشنبي په ورځ ،
◀قبر مبارک يې : د مديني منوري ښار د ام المومنين رضي الله عنها حجره .
هیله ده یو درود شریف ووایاست.
28/10/2020
خبرتیا!
سبا د پنج شنبې د عقرب ۸مه نېټه د میلاد النبي (ص) په مناسبت عمومي رخصت اعلان شو.
د ګلالیو زده کوونکو څخه هیله کېږي چې سبا ورځ به مو ښوونځی رخصت وي.
19/10/2020
بریالیتوب دا ندی چې هیڅ کله دې ماته نه وې خوړلې
بلکې هغه دی چې له هرې ماتې وروسته بیرته راپورته شې.
#ګاندي
16/10/2020
اې د کایناتو ربه!
مونږ ستا په سپيڅلي نوم سره د ورځې ابتدأ کوو مونږ ته په دنیا او آخرت کې بری راپه برخه کړه!
اٰمِينْ 🙏
24/09/2020
د حضرت محمد 74 خويونه!
د ثواب په نیت یې شیر کړئ
صدقه جاریه ده شیر کول یې.
۱ - پر لار باندي يې په ارامي او عزت تګ کاوه
۲ - د تګ په وخت کي يې قدمونه پر مځکه نه کشول.
۳ -نظر يې کښته اچاوه او مځکي ته يې کتل .
۴ - ﻫﺮ څوک چه به يې ليده سلام به يې وراچاوه او چا ده تر مخه سلام ندى وراچولى.
۵ -کله چه به يې چاته لاس په لاس کي ورکړى ژر به يې د هغه لاس نه خوشي کاوه.
۶ -د خلګو سره يې داسي ژوند کاوه چه هرچا به فکر کاوه چه د هغه حضرت هغه نژدي کس دى .
۷ - ﻫيچاته به يې د سترګو تر بيخو نه کتل او مخامخ به يې ورته کتل.
۸ - هيچاته به يې برګ برګ نه کتل .
۹ -چه کله به يې اشاره کوله په لاس به يې اشاره کوله نه په وريځو او سترګو .
۱۰- اوږده مهال يې پټه خوله (ﺳﮑﻮت) درلود د اړتيا پرته يې خبره نه کوله.
۱۱- ﻫﺮکله چه به يې د چا سره خبري کولي د هغه خبرو ته يې ډير غوږ نيوى
۱۲- د هر چا سره چه به يې خبري کولي په بشپړ ډول به يې سينه ورګرځوله او مخامخ به ورته کښينستى.
۱۳-د هر چا سره چه به کښينستى تر څو چه هغه به د ولاړيدو اراده نه وه کړي ﺣﻀﺮﺕ به نه ولاړيدو.
۱۴- د خداى ج د يادولو پرته نه په مجلس کي کښينستلى او نه ځيني ولاړ سوى دى .
۱۵- مجلس ته د داخليدو په وخت کي د مجلس په ﺁﺧﺮ او دروازى ته نژدي کښينستى نه د مجلس په منځ کي .
۱۶- په ﻣﺠﻠﺲ کي به يې ځانته ځاى نه ځانګړى کاوه او منعه يې ځينى کوله .
۱۷- هيڅکله يې د خلګو په حضور کي ﺗﮑﻴﻪ نه کوله.
۱۸- ﺍﮐﺜﺮه ناستي يي مخ پر قبله وي.
۱۹- که به دده په مخکي دده ناخوښه کار پيښ سو ده به ﻧﺎﺩﻳﺪﻩ نيوى .
۲۰- که به د چا څخه ﺧﻄﺎ ﺻﺎﺩﺭه سوه هغه يې نه نقلوله .
۲۱- د چا څخه يې په خبرو کي غچ نه اخيستى .
۲۲- هيڅکله يې د چا سره جنګ او جګړي نه کولي .
۲۳- هيڅکله ېي د چا خبري نه پريکولي ﻣﮕﺮ که يې ﻟﻐﻮ اﻭ ﺑﺎﻃﻞ حرف نه واى ويلي.
۲۴- د سوال ځواب يې څو ځله تکرار کوى ترڅو په جواب کي يې اوريدونکى شکمن نسي.
۲۵- کله چه به يې د چا څخه ﻧﺎﺻﻮﺍبي خبري اوريدي نه يې ورته ويل چه « ولي پلاني داسي ويل » ﺑﻠﮑﻪ فرمايل يي چه « په ﺑﻌﻀﻲ خلګو څه کيږي چه داسي وايي؟ »
۲۶- د غريبانو سره يې زياته ناسته او ولاړه درلوده او ډوډۍ بٙه يې هم ورسره خوړله.
۲۷- د ﺑﻨﺪﮔﺎنو اﻭ ﻏﻼﻣﺎنو بلنه يې هم منله.
۲۸- ﻫﺪﻳﻪ يې ﻗﺒﻮلوله که څه هم به د شيدو يو جام وو.
۲۹- تر هر څه زياته يې صيله رحمي پر ځاى کوله .
۳۰-د خپلوانو سره يې نيکي کوله بيله دي چه پر نورو بهتري ورکړي .
۳۱- ښه کار ته يې ﺗﺤﺴﻴﻦ اﻭ ﺗﺸﻮﻳﻖ فرمايل او بد کار به يي غندى او نهي کاوه به يي.
۳۲- هغه څه چه د خلګو د ﺩﻳﻦ اﻭ ﺩﻧﻴﺎ د اصلاح موجب کيدل دوى ته به يې وفرمايل : کوم څه چه حاضران يې له ما اوري غايبانو ته يې هم وروسوئ.
۳۳- ﻫﺮچا چه به ﻋﺬﺭ راوړى دهغه عذر يې قبولاوه .
۳۴- هيڅوک يي سپک نه ګاڼه .
۳۵- هيڅکله يې چاته ښکنځل ندي کړي او چاته يې په بدو نومونو نه ويل .
۳۶- هيڅوک يې د خپلو ﺍﻃﺮﺍﻓﻴﺎنو اﻭپه ده پورې د تړلي کسان يې نفرتي نه کړل.
۳۷- هيڅکله يې د چا عيبونه نه پلټل .
۳۸- دخلګو د شر څخه يي پرهيز کاوه د دوى څخه نه ګوښه کيدى او د ټولو سره ﺧﻮﺷﺨﻮى وو .
۳۹- هيڅکله يې د خلګو بد نه ويل او د هغوى زيات صفت يې هم نه کاوه .
۴۰- د نورو پر ګستاخي يې ﺻﺒﺮ کاوه او د ﺑﺪۍ جزا يې په ﻧﻴﮑﻲ سره ورکوله .
۴۱- د ناروغانو ﻋﻴﺎﺩﺕ يې کاوه که څه هم به د مديني شريفي په ليري نقطه کي وو.
۴۲- د خپلو ﺍﺻﺤﺎبانو خبر يې اخيستى او ددوى د حالاتو پوښتنه يې کوله.
۴۳- ﺍﺻﺤﺎبانو ته به يي په ښو نومونو ور ږغ کاوه.
۴۴-د ﺍﺻﺤﺎبانو سره به يې په ﮐﺎرونو کي ډيري مشوري کولي او پر هغه به يې ټينګار کاوه.
۴۵- ﺩ يارانو په منځ کي به کښينستى که به کومه ستونځه راتله چا نسواى کولاى چه ددوى په منځ کي پيغمبر وپيژني .
۴۶- د خپلو ﻳﺎﺭﺍنو په منځ کي به يي ﺍﻧﺲ اﻭ ﺍﻟﻔﺖ راوستى.
۴۷- وعدي او تړون ته ﻭﻓﺎﺩﺍﺭﺗﺮﻳﻦ انسان وو.
۴۸- کله چه به يې ﻓﻘﻴﺮ ته کوم شي بخښي پخپل لاس يې ورکاوه او چاته يې نه حواله کاوه .
۴۹- که به پر لمانځه وو او دده مخي ته څوک راغلى واى لمونځ يې لنډ وايه
۵۰- که به پر لمانځه وو او ماشوم به ژړل لمونځ يي لنډ وايه .
۵۱- پر د هغه کسان زيات ګران وو چه خير يې نورو ته زيات رسيدى
۵۲- هيڅوک دده د ﻣﺤﻀﺮ څخه ﻧﺎ ﺍﻣﻴﺪ نه وو او فرمايل به يي « د هغو کسانو حاجتونه راوروسئ څوک چه يي تر ما نسي رارسولاى . »
۵۳- ﻫﺮکله چه به چا دده څخه د حاجت خواست کاوه که سم وو روا يې باله او که نه وو په ښو خبرو يې راضي کاوه.
۵۴- د هيچا درخواست يې نه رداوه ﻣﮕﺮ که به په ﻣﻌﺼﻴﺖ کښي وو .
۵۵- دسپين ږيرو يي زيات عزت کاوه او پر کشرانو ډير ﻣﻬﺮﺑﺎﻥ وو .
۵۶- د ﻏﺮﻳﺒﺎنو يي زيات ﻣﺮﺍﻋﺎﺕ کاوه .
۵۷-د شرخوښو زړونه يې په ﻧﻴﮑﻲ باندي ترلاسه کول او ﻣﺠﺬﻭبول يي.
۵۸- په ښکاره به ﻣﺘﺒﺴﻢ (پر شونډو خندان) وو او په ﻋﻴﻦﺣﺎﻝ کي يې په زړه کي د الله ج څخه بيره ﺯﻳﺎته وه .
۵۹- کله چه به خوشحال وو سترګي يې يوه پر بله ايښودي او د خوشحالۍ ﺍﻇﻬﺎﺭ يي کاوه
۶۰- دده ﺍﮐﺜﺮه ﺧﻨﺪا د ﺗﺒﺴﻢ ﻭه خندا يې ږغ نه درلودي.
۶۱- کله کله به يې ﻣﺰﺍﺡ کوله اما د مزاح او خندا په ﺑﻬﺎﻧﻪ يي نامناسب اﻭ ﺑﺎﻃﻞ حروف نه ويل.
۶۲-ﺑﺪ نوم ته يي ﺗﻐﻴﻴﺮ ورکاوه او د هغه پر ځاى يي ښه نوم کاراوه .
۶۳-ﺑﺮﺩﺑﺎﺭﻱ او سړه سينه يي هم مهاله پر خښم وړانديوالى کاوه .
۶۴- د شتمنۍ د هلاکت پر وخت خښم نه ورتلى او نه هم ناارامه کيدى .
۶۵- د خداى ج لپاره دومره په قهر کيدى چه بل چا به نه پيژندى.
۶۶- هيڅکله يې د ځان غچ نه اخيستى ﻣﮕﺮ بغير له هغو چه د ﺣﻖ حريم يې ماتوى.
۶۷- د محمد ص په وړاندي تر ټولو ﻣﻨﻔﻮﺭﺗﺮين خوى درواغ ويل وو.
۶۸- د خوشحالۍ او خفګان پر مهال يې د حق د يادولو پرته بل څه پر ژبه جاري نه وو .
۶۹- هيڅکله يې پيسي نه ذخيره کولي .
۷۰- په ﺧﻮﺭﺍﮎ اﻭ ﭘﻮښاﮎ کي تر خپلو خدمت ګارانو زيات شى نه درلودي .
۷۱-پر خاورو کښينستي او ډوډۍ يې هم ورباندي خوړله مګر پاکي يې تر هر څه خوښيده.
۷۲- پر مځکه بيديدى .
۷۳- بوټونه او کالي يې خپله اغوستل .
۷۴- پخپلو لاسونو يي شيدي څښلى او د اوښ پښي يې پخپله تړلي.
په ویاړ یي پوسټ شیر کړئ او زموږ پاڼه هم خوښه کړئ
24/09/2020
#کانکور
شمسيه خور ته دې مبارک وي!
د ۱۳۹۹ ه ش کال د کانکور ازموینې په نتیجه کې د ۳۵۳.۱۸۵ نمبرې په درلودلو سره شمسيه بنت محمدنسیم اول نمبره انتخاب شوه.
#لېنک
https://www.nexa.gov.af/
| 07:00 - 19:00 |