20/02/2026
د محمد ادريس غفوري د اسلامی معلوماتو پاڼه
په زړه پوری اسلامی معلومات
20/02/2026
15/06/2020
رسول الله ﷺ فرمايي
له تاسې څخه چې هر څوک په غوسه شو، باید چې پټه خوله سي.
اِذَا غَضِبَ اَحَدُکُمْ فَلْیَسْکُتْ. (طبرانی)
کاپی
22/01/2017
د الله دوستۍ ته د رسېدو لار!
تـــسبېحات: سهار او ماښام سبحان الله، الحمد لله، الله اکبر، لااله الاالله او استغفرو الله سل ځله او لس یا سل ځله درود شریف ویل.
تـــکبیر اولی: پنځه وخته لمونځ په جماعت او تکبير اولی سره کول.
تـــحفظ لسان: له غیبت، درواغ، فحش او بېهوده خبرو څخه ځان ساتل.
تـــوبه: که کومه سهوه، خطا او ګناه کيږي پر هغه خفګان، پښېماني او توبه کول (هره شپه له خوب مخکي).
تـــلاوت قران: هره ورځ لږ تر لږه درې یا تر درو زیات ایتونه تلاوت کول (چي په دې سره په زړه کي نور پیدا کيږي).
تــحية المسجد: مسجد ته وختي تلل او دوه رکعته لمونځ کول او همدارنګه په نورو نوافل پابندي کول (چي پر نوافلو پابندي شروع سي نو فرض او سنت به کله د چا څخه پاته سي؟).
تـــعاون علی البر و التقوا: البر حسن خلق يعني خوش خلقي یا ښه اخلاق او په ټولو نيکيو کي مرسته کول.
تـــعلیم و تعلم کول: هره ورځ په خپله څه زده کول او نورو ته ښودل.
تـــفکر: د خدای پاک په عظمت او مخلوق کي فکر کول، د پیغمبر صلی الله عليه وسلم فکر يعني د خلکو د اصلاح او نجات فکر کول.
تـــهجد: د شپې دوه، څلور یا اته رکعته لمونځ کول چي د الله جل جلاله د دوستانو لمونځ دی. په خپلو اعمالو غرور نه کول او ځان ته په کم نظر کتل.
تـــقوا: په ټولو کارونو کي د الله جل جلاله څخه بېره کول او نفلي روژې نيول (چي په دې سره نفس اداره کيږي او تقوا لاس ته راځي).
أَلَا إِنَّ أَوْلِيَاءَ اللَّهِ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ. الَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ. (سورت يونس، ایت ۶۲، ۶۳)
ژباړه: خبر اوسئ! چي بېشکه د الله پر دوستانو هیڅ بېره نسته او نه به دوی خفه کيږي.
کاپی
22/01/2017
سهارنی حدیث -
حضرت سهل بن سعد رضی الله عنه روایت کوي، چې پیغمبر ﷺ حضرت علي رضی الله عنه ته وفرمایل:
زما دې پر الله تعالی قسم وي، چې که ستا په ذریعه یوه کس ته هم هدایت وشي؛ نو دا ستا لپاره د سرو زرو تر اوښانو هم غوره ده.
متفق علیه
ریاض الصالحین
کاپی
21/10/2016
نبوی سیرت (۷)
يو وخت دغه عمرو بن لُحى و شام ته په سفر ولاړى او هلته د شام په حدودو کي يوه قبيله اوسېدل چي د عماليق قبيله نومېدل او دغه قبيله بُت پرسته وه، د بتانو عبادت يې کاوه، خو تر دغه وخته عربو نه بتان پېژندل او نه يې د بتانو عبادت کړى ؤ بلکه ټول عرب موحدين او د حضرتِ ابراهيم( پر دين وه، دغه عمرو بن لُحَى د عماليق د قبيلې څخه پوښتنه وکړل چي دا څه شي دي؟ هغو ورته و ويل: دا آلهه او خدايان دي، کوم وخت چي پرموږ لوږه او کاختي راسي ډوډۍ را کوي، کوم وخت چي يو قوم پر موږ حمله وکړي او جنګ را سره کوي دوى زموږ مرسته کوي، بارانونه راباندي اوروي او بِالآخره الله( ته مو نژدې کوي، عمرو بن لُحى ډير په تعجب کي سو او دا خبري يې پر دماغ ښه ولګېدې ځکه دوى په مکه مکرمه کي و اوبو ته ډېر ضرورت درلودى، نو ويل: ما ته هم يو بت را کړى ښايي چي زموږ مرسته هم وکړي موږ په مکه مکرمه کي اوبو ته ډيرضرورت لرو، د عمالیق د قبیلې بت پرستانو چي د ځان ملګري پیدا کړل ويل ښه دى، نو يې په ډيره خوشالي سره و ده ته يو بت ورکړى چي (هُبل) نومېدى، دا هغه اول بت دى چي و جزيرة العرب ته راوړل سو، عمرو بن لُحى دغه بت و مکې مکرمې ته را وړى او په کعبه شريفه کي يې کښېښاوه، خلک يې د دغه بت په عبادت کولو سره امرکړل، خلکو هم دغه د ده امر و مانه، اوس نو عمرو بن لُحى د شيطان په لار ښوونه نوي امرونه صادروي چي هغه امرونه يې د توحيد او د ابراهيم( د دين څخه مخالف وه او بيا عمرو بن لُحی نور بتان هم و جزيرة العرب ته را وړل چي دغه بتان یې آلهه او خدايان بلل.
عمرو بن لُحی د عربو هره قبيله امرکړل چي د ځان دپاره به يو بت اختياروي او په کعبه شريفه کي به د هغه بت عبادت کوي، بيا يې بل امر صادر کړى ويل: تاسي خو په خپلو کُلُو او کورو کي هم عبادت کوى خو دا نه ده صحي چي بيله بتانو څخه د مکې مکرمې د بل شي عبادت وکړى، نو پر هر چا دا لازمه ده چي د مکې مکرمې څخه يوه ډبره ور سره واخلي او هلته په خپل کور او کلي کي به د هغې ډبري عبادت کوي، عربو هم دا امر و مانه او هر يوه د مکې مکرمې څخه يوه ډبره ور سره واخستل، هلته په خپل کور کي به يې و هغې ډبري ته عبادت کاوه حتّْی د هغې ډبري عبادت به يې کاوه چي دغه کار په عربو کي د توحيد پرځاى د بتانو د عبادت شروع او ابتداء وه.
د عمرو بن لحى په امر سره په جزيرة العرب کي بت پرستي شروع سوه، رسول الله( د دغه عمرو بن لحى په با ره کي فرمايي:
»رَأيتُ عَمرَو بنَ عَامِر بنِ لُحَى اَلخُزاعِى يَجُرُ قُصبَهُ فِى النَارِ«
يعني: عمرو بن عامر بن لحى الخُزاعي مي وليدى چي خپلي کُلمې په اور کي کشوي.
دا ولي؟ ځکه دئ هغه څوک دى چي د عربو دين ته يې تغير ورکړى، تر دغه د مخه ټول عرب پر توحيد او د ابراهيم( پر دين وه خو اول سړئ چي د دوى دين يې په شرک او بت پرستۍ ور واړاوه هغه دغه عمرو بن لُحى خبيث ؤ.
او بيا يې د حج او عُمرې و تلبيې ته تغير ورکړى، تر دغه د مخه عربو تلبيه داسي ويل:« لبيک اللّهم لبيک، لبيکَ لاشريکَ لکَ لبيک، إِنّ الحمدَ والنِعمةَ لکَ والملک، لاشريکَ لک » چي دا د اسلام او توحيد تلبيه ده، خو عمرو بن لُحى خبيث په آخر کي دغه جمله پر زياته کړل چي (لاشريکَ لک الا شريکا ًهو لک، تملِکهُ وما ملک) دا د شرک جمله ده، خو ده دغه د شرک جمله د توحيد پر تلبيې زياته کړل.
او بيا يې د حيواناتو په باره کي پر عربو نور نوي امرونه جاري کړل، هغه دا چي ځينو حيواناتو ته بايد د احترام په سترګه وکتل سي او مقدس وبلل سي، د هغو څخه بايد کار وانه خستل سي او د ځينو غوښي هم بايد و نه خوړل سي او د ځينو غوښي نارينه انسان خوړلاى سي خو ښځو ته حرامي دي او د ځينو غوښي ياشيدې بيله مېلمه بل چا ته حرامي دي، چي د دغو حیواناتو د جملې څخه يوه ته (بَحِيره) ويل کېده، يوه ته (حامي) ويل کېده، بل ته (سائبه) ويل کېده او بل ته (وصيله) ويل کېده او داسي نور نومونه يې ورته کښيښوول، مثلاً (سائبه) هغه اوښه وه چي لس لوڼي يا جونګياني يې پرله پسې زيږولي واى او په منځ کي يې نر جونګئ نه واى، نو پر دغه اوښه نه څوک سپرېدل، نه يې بار پر وړى، نه د هغې وړۍ شکول کېدې او نه د دغي اوښي شيدې بيله ميلمه څخه بل چا څښلې او که به يې تر لسمي جونګۍ وروسته بله يوولسمه جونګۍ وزېږول، و هغې ته (بحيره) ويل کېدل، د هغې غوږ به يې ور چاک کړى او د خپلي مور سره به يې ايله کړل پر هغې هم نه څوک سپرېدل، نه يې د وړيو څخه کار اخستى او نه يې بيله مېلمه څخه بل چا شيدې څښلې، دا هم داسي وه لکه د دې مور چي و دې ته (بحيـره) ويل کېدل او د (سائبې) لور وه او (وصيله) هغه مېږ وه چي پنځه واره به پرله پسې غبرګه لنګه سول او د هر وار دواړه بچيان به يې ښځي وُرۍ وې، په پنځه سره واره کي به يې نر وُرئ نه ؤ زېږولى نو دوى به ويل: دا ورسېدل.
نور بیا...
کاپی
21/10/2016
---(۞ بسۡمِ ٱللهِ ٱلرَّحۡمَنِ ٱلرَّحِيمِ ۞)---
اَللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞َ و عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهيمَ ۞ وَ عَلَى آلَ إِبْرَاهِيمَ ۞ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ ۞
اَللَّهُمَّ بَارِكَ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞ وَ عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إبرَاهِيمَ ۞ وَ عَلَى آلِ إِبْرَاهَيمَ ۞ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ ۞
20/10/2016
د جنازی د لمونځ طریقه
زما په ورونو کې داسي کسان اوس هم شته چي جنازي لمونځ به يي نه وې زده
اوس خو يي زده کړي درباندي فرض دی !!!
د ثواب په نیت یی شیر کړی.
----
د جنازی لمونځ طریقه:
كله چې مسلمان وفات شو نو اوس به يې دجنازې دلمانځه داداكولو لپاره جنازه ګاه ته يوسئ . دجنازې دلمانځه مسنونه طريقه داده چې مړى به مخكې كيږدئ او امام به دهغه دسينې په برابر ودريږي اوامام او خلك به دجنازې دلمانځه دادا كولو نيت وكړي چې په اظهرقول په پښتو ژبه يې توري دادي :
نيت مي كړى دجنازی دلمانجه په څلور تکبیره سره ثنا وایمه الله ج ته درود وایمه پر نبی علیه سلام دعا كوم دې حاضر مړي ته ( اقتدا مې كړې په دې حاضر امام پسې) مخ مې د كعبې شريفي په طرف. "الله اکبر"
(امام به داتوري نه وايي چي (اقتدا مې كړې په دې حاضر امام پسې ).
او په عربي ژبه يې دنيت لپاره داتوري غوره ګرځول شوي :
نویت ان اؤدی لله تعالی اربع تکبیرات الصلاة الجنازة الثناء لله تعالی و الصلوات للرسول ودعاء لهذا لمیت اقتدیت بهذالامام متوجها الی جهة الکعبة الشریفة.
دلته به امام د(اقتديت بهذاالامام ) توري نه وايي .
كله چې مقتدي نيت وكړ نو په سمدستي ډول به (الله اكبر) ووايي او له تكبيره وروسته به دادعا پيل كړي :
" سُبحانكَ اللهُمَ وَبِحَمدِكَ وَتَبارَكَ اسمُكَ وَتَعالى جِدُ كَ وَجَلَ ثناءُ كَ وَلااِلهَ غَيرُ كَ "
كله چي يې دا دعا وويله نو بيا به (الله اكبر) ووايي او له همدې دوهمه تكبيره وروسته به دا درود ووايي
" اللهم صل على محمد وعلى آل محمد كما صليت وباركت ورحمت وترحمت على ابراهيم وعلى آل ابراهيم انك حميد مجيد "
(دلته عام درود هم ويلاي شي يعني)
"ﺍﻟﻠَّﻬُﻢَّ ﺻَﻞِّ ﻋَﻠَﻰ ﻣُﺤَﻤَّﺪٍ ﻭَﻋَﻠَﻰ ﺁﻝِ ﻣُﺤَﻤَّﺪٍ ﻛَﻤَﺎ ﺻَﻠَّﻴْﺖَ ﻋَﻠَﻰ ﺇِﺑْﺮَﺍﻫِﻴﻢَ ﻭَﻋَﻠَﻰ ﺁﻝِ ﺇِﺑْﺮَﺍﻫِﻴﻢَ ﺇِﻧَّﻚَ ﺣَﻤِﻴﺪٌ ﻣَﺠِﻴﺪٌ ﺍﻟﻠَّﻬُﻢَّ ﺑَﺎﺭِﻙْ ﻋَﻠَﻰﻣُﺤَﻤَّﺪٍ ﻭَﻋَﻠَﻰ ﺁﻝِ ﻣُﺤَﻤَّﺪٍ ﻛَﻤَﺎ ﺑَﺎﺭَﻛْﺖَ ﻋَﻠَﻰ ﺇِﺑْﺮَﺍﻫِﻴﻢَ ﻭَﻋَﻠَﻰ ﺁﻝِ ﺇِﺑْﺮَﺍﻫِﻴﻢَ ﺇِﻧَّﻚَ ﺣَﻤِﻴﺪٌ ﻣَﺠِﻴﺪٌ. "
كله چې يې درود شريف ووايه نو دريم تكبير(الله اكبر) به ووايي او كه مړى بالغ وو، كه نر وو كه ښځه نو دادعا به ووايي
" اللهُمَ اغفر لِحينا, وَمَيتِنا, وَشاهِدِنا,وَغائِبِنا,وَصَغيرِنا,وَكَبيرِنا,وَذَكَرِنا وَاِنثانا اَللهُمَ مَن احييتَه مِنا فَاحيه على اِلاسلامِ وَمَن تَوَفَيته مِنا فتوفه عَلى اِلايمان "
بيا به دڅلورم ځل لپاره (الله اكبر) ووايي او له څلورم تكبير وروسته به سمدستي اول خی طرف او بیا چپ طرف ته سلام وګرځوي او هرلورې ته په مخ ګرځولو سره به " السلام عليكم ورحمة الله " وايي .
--
هیله ده نوموړی لیکنه دومره شیر کړی چی ټول مسلمانان ورونه تری برخمن شی دا فکر مه کوی چی دا لیکنه بل چا کړی بلکی دا فکر وکړی چی دا لیکنه ډیره د نورو مسلمانانو ورونو سره شریکه کړی.
ستاسو رور نعمت اللہ خان
کاپی
نوح علیه السلام دیوې ښځې فریاد او ژړا واوريده،
د ژړا علت یې ترې وپوښت،
ښځي ورته وویل: زوی مې وفات شو او ډېر لږ عمر یې تېر کړ،
نوح علیه السلام وویل: څومره عمر یې درلود؟
ویل: ۳۰۰ کاله
نوح علیه السلام ورته وويل: که ته له هغه امت څخه وای چې ټول عمر یې له شپېتو کالو نه اوړي، نو څه به دي کول؟
ښځي ورته وویل: نو یوازي شپیته کاله ژوند لري؟
ځان ته د اوسېدلو ځای او مال هم جمع کوي؟
نوح علیه السلام وویل:
هو!
ښځي وويل:
واللّٰه! که زه له هغه امت څخه وای، مابه ټول عمر پر سجده تېروی.
کاپی
18/10/2016
د دوزخ څخه د لیری کیدلو اسانه لار
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي
څوک چي یو مسلمان ورور په نس موړ کړي او تنده یې ماته کړي. چي موړ شي او اوبه شي. نو الله جل جلاله به هغه بنده د دوږخ د اور څخه (7) خندقه لیري کړي
چی د یوه خندق اندازه د (500) کالو د تګ لار ده.
سبحان الله څومره اسانه د رحمت لار ده . الله پاک دي هر مسلمان د دوږخ د اور څخه په خپله مهرباني وساتي
قَالَ رَسُولُ اللهِ ﷺ مَن أَطْعَمَ أَخَاهُ خُبْزَاً حَتَّى يُشْبِعَهُ ، وَسَقَاهُ مَاءً حَتَّى يَرْوِيَهُ : بَعَّدَهُ اللهُ عَنِ النَّارِ سَبْعَ خَنَادِق ، بُعْدُ مَا بَيْنَ الْخَنْدَقَيْن : مَسِيرَةُ خَمْسِمِاْئَةِ سَنَه ،، صَحَّحَهُ الإِمـــَامُ الذَّهَبِيُّ فِي التَّلْخِيص ، و رَوَاهُ الْحَاكِمُ فِي الْمُسْتَدْرَكِ . 7172
کاپی
18/10/2016
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Website
Address
Kabul
25000