افغان دارالعلوم Afghan Darul uloom
- Home
- Afghanistan
- Kabul
- افغان دارالعلوم Afghan Darul uloom
Afghan Darul Uloom - افغان دار العلوم
Address
Afghan Darul Uloom/افغان دار العلوم
Kabul
Telephone
Website
Alerts
Be the first to know and let us send you an email when افغان دارالعلوم Afghan Darul uloom posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.
Contact The School
Send a message to افغان دارالعلوم Afghan Darul uloom:
Shortcuts
Category
+93(0)702020605 +93(0)771200129
د يوې اسلامي ټولنې د بقا لپاره يو له اساسي بنسټونو ديني مدرسې دي، ديني مدرسې د اسلامي ټولنې د ټولو افرادو د عقائدو ساتنه کوي او د هر نوي نسل په اسلامي روحيه روزنه کوي، په هره زمانه کې مسلمانانو ته د متوجه ګواښونو او چيلنجونو دفاع او مخنيوی کوي او همدا مدرسې دي چې تر ننه يې د اسلامي عقائدو او علومو ساتنه کړې ده، برعکس، هر کله چې په يو اسلامي هېواد کې ديني مدرسې له منځه تللي او يا له پامه غورځول شوي دي، ډېر ژر له هغې سيمې اسلام کډه کړې ده او باطل په منډه ور ننوتی دی.
د دې لپاره چې په اوسنۍ له فتنو ډکه زمانه کې مو خپل دين ساتلی وي او خدای مکړه د فتنو ښکار شوي نه يو، څو کاله وړاندې د هېواد مشهورې څيرې مولوي عبدالسلام ضعيف او څو تنو زړه سواندو او هېوادپالو علماوو تصمیم ونیو چې د هېواد په زړه (کابل) کې د (افغان دارالعلوم) په نوم يوه داسې ديني مدرسه پيل کړي چې د وخت د غوښتنو په پام کې نيولو سره ترې داسې شاګردان ټولنې ته وړاندې کړي چې په کامله او سهي معنا له دين او ديني علومو څخه خبر او د هر ډول فتنو مخه ونيسي او په سهي معنا د دين خادم اوسي.
افغان دارالعلوم کې اوسمهال نژدې 800 زده کوونکي تر ديارلسم ټولګي (پنځمې درجې) زده کړې کوي چې نيمايي يې ليليه دي، او د 25 تنه مسلکي او تکړه استادانو له لورې يې ښوونه او روزنه کېږي.