18/08/2026
د ۲۸ اسد، د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ورځې په مناسبت اطلاعیه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ۲۸ اسد، د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ورځې په مناسبت خبر ورکوي چې:
د چهارشنبې ورځ، د ۲۸ اسد، د افغانستان د مجاهد ولس د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ویاړلې ورځې سره برابره ده. د همدې ویاړلې ورځې په مناسبت، د چهارشنبې په ورځ په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.