11/06/2026
د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ د اسلامي مالي چارو او بانکدارۍ په برخه کې د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه د استصناع په اړه یو ورځنی ښوونیز پروګرام په بریالیتوب سره ترسره کړ.
یاد روزنیز پروګرام د اسلامي مالي چارو او بانکدارۍ د مخکښ متخصص ډاکټر یحیی مجددي لخوا وړاندې شو. په دې پروګرام کې ګډونوالو ته د استصناع د عقد مفهوم، شرعي بنسټونه، مهم اصول، عملي تطبیق، د اسلامي بانکدارۍ په چوکاټ کې د استصناع د محصولاتو جوړښت او د دې عقد اړوند ننګونې او فرصتونه په تفصیلي ډول تشریح شول.
د یاد ښوونیز پروګرام په پای کې ګډونوالو د ښوونیز پروګرام محتوا ګټوره او د خپلو مسلکي اړتیاوو سره اړونده وبلله او د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ له هڅو څخه یې مننه وکړه.
د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ ژمن دی چې د بانکي او مالي سکټور د اړتیاوو پر بنسټ به په راتلونکي کې هم ورته تخصصي او مسلکي روزنیز پروګرامونه تنظیم او وړاندې کړي.
09/06/2026
د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ له لوري د بانکونو کارکوونکو لپاره د خطر پر بنسټ داخلي تفتیش (Risk-Based Internal Audit) تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ښوونیز پروګرام په بریالیتوب سره ترسره شو.
یاد ښوونیز پروګرام د محترم صبغت الله تابان له لوري وړاندې شو، چې په ترڅ کې ګډونوالو د خطر پر بنسټ داخلي تفتیش اصولو، کړنلارو، د خطر ارزونې میتودونو او د داخلي تفتیش غوره نړیوالو کړنو په اړه هر اړخیز معلومات ترلاسه کړل.
د پروګرام په پای کې ګډونوالو د یاد ښوونیز پروګرام محتوا خورا ګټوره او اغېزمنه وبلله او د وړاندې شوو موضوعاتو، عملي بېلګو او د روزونکي د تدریس له طریقې څخه یې بشپړه خوښي څرګنده کړه. ګډونوالو همدارنګه د دې ډول مسلکي او ظرفیت لوړونکو پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.
د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ د ظرفیت لوړونې مخکښ بنسټ!
23/05/2026
د مشکوکو معاملاتو او فعالیتونو د راپور ورکولو او څارنې ښوونیز پروګرام - لومرۍ ورځ
د مشکوکو معاملاتو فعالیتونو د راپور ورکولو او څارنې ښوونیز پروګرام د بانکونو، کوچنې تمویلونکي اداري او د الکترونیکي پیسو ادارو لپاره په بریالیتوب سره وړاندې شو. د یاد پروګرام موخه دا وه چې ګډونوال د مشکوکو مالي فعالیتونو د پېژندنې، تحلیل، څارنې او راپور ورکولو له اصولو، میکانیزمونو او نړیوالو معیارونو سره بلد کړي.
د یادونې وړ ده چې یاد ښوونیز پروګرام د افغانستان بانک د نظارت بانکي څانګې د پیسو وینځلو کارپوه محترم صمیم احمدی له لوري وړاندې شو. نوموړي د پروګرام په جریان کې ګډونوالو ته د مشکوکو معاملاتو او فعالیتونو د څارنې، تحلیل او راپور ورکولو اړوند مهم تخنیکي او عملي موضوعات په هر اړخیز ډول تشریح کړل.
د پروګرام په پای کې ګډونوالو یاد ښوونیز پروګرام ډېر ګټور، اغېزمن او مسلکي وباله او د عملي معلوماتو، واقعي بېلګو او مؤثرو تدریسي میتودونو ستاینه یې وکړه. همدارنګه ګډونوالو له انسټیټیوټ څخه د داسې ارزښتناکو او مسلکي ښوونیزو پروګرامونو د تنظیم له امله مننه او قدرداني څرګنده کړه.
17/05/2026
مسؤولان د افغانستان بانک میگویند که انستیتوت بانکداری و مالی افغانستان، نخستین گام مهم در راستای مسلکیسازی و اتخاذ تصمیمهای اثرگذار در بخش بانکی و مالی کشور به شمار میرود.
بیشتر بخوانید: https://tinyurl.com/2mm9ac7u
16/05/2026
د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ له لوري د سرای شهزاده صرافانو لپاره ځانګړی ښوونیز پروګرام په بریالیتوب سره بشپړ شو، چې د یاد پروګرام د پای ته رسېدو په مناسبت ځانګړې غونډه جوړه شوه او ګډونوالو ته د فراغت تصدیقپاڼې ووېشل شوې.
په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د غیربانکي آمریت آمر محترم علی احمد آغا، د کابل د سرای شهزاده د صرافانو د اتحادیې رئیس محترم الحاج بهرام ځدراڼ او ګڼ شمېر صرافانو ګډون کړی و.
محترم علي احمد آغا په یاده غونډه کې د ښوونیز پروګرامونو پر اهمیت او ارزښت بحث وکړ او زیاته یې کړه چې د دا ډول مسلکي پروګرامونو ترسره کول کولای شي د صرافۍ په سکټور کې شفافیت، حساب ورکونه او مسلکي ظرفیت لا پیاوړی کړي. نوموړي همدارنګه د مالي خدمتونو د معیاري کېدو لپاره د دوامدارو مسلکي زده کړو اړتیا مهمه وبلله.
ورپسې، محترم الحاج بهرام خان ځدراڼ، د کابل د سرای شهزاده د صرافانو د اتحادیې رئیس، د خپلو خبرو پر مهال د یاد ښوونیز پروګرام پر ارزښت او اغېزمنتیا خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې دغه ډول پروګرامونه د صرافانو د پوهې، مسلکي مهارتونو او د خدماتو د کیفیت په لوړولو کې مهم رول لري. نوموړي یاد پروګرام د صرافانو لپاره ډېر ګټور او اغېزناک وباله.
د غونډې په پای کې، د سرای شهزاده د صرافانو اتحادیې د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ څخه د دی ښوونیز پروګرام د بریالي تنظیم، اغېزمن مدیریت او د مسلکي ظرفیت لوړونې په برخه کې د ترسره شویو هڅو له امله مننه او قدرداني وکړه.
05/05/2026
د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ د افغانستان بانک د کارکوونکو لپاره، له عنعنوي بانکدارۍ څخه اسلامي بانکدارۍ ته د بدلون په اړه ښوونیز پروګرام په بریالیتوب سره ترسره کړ.
یاد ښوونیز پروګرام د محترم مصطفی صافی له لورې وړاندې شو، چې په ترڅ کې یې ګډونوالو ته د اسلامي بانکدارۍ اصول، بنسټونه او د بدلون اړوند مهم موضوعات په هر اړخیز ډول تشریح شول.
د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ د ظرفیت لوړونې مخکښ بنسټ.
05/05/2026
د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ د خپلو مسلکي ښوونیزو پروګرامونو په لړ کې اعلان کوي چې د بانکونو، الکترونیکي پیسو ادارو (EMIs) او کوچنیو تمویلونکو ادارو (MFIs) لپاره د خطر پر بنسټ داخلي تفتیش، عدلي تفتیش، بدلون مدیریت او د بشري سرچینو تحلیل په برخو کې ځانګړي او معیاري ښوونیز پروګرامونه تنظیم او تطبیقوي.
یاد ښوونیز پروګرامونه به د انسټیټیوټ د مسلکي او مجربو روزونکو، محترم صبغت الله تابان او محترم محمد شریف اختر له لورې په لوړه کچه او مسلکي معیارونو سره وړاندې شي.
د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ اساسي موخه د لوړ کیفیت، معاصرو او اړتیاوو ته په کتو سره ښوونیز پروګرامونه وړاندې کول دي، څو د مالي سکټور د کارکوونکو مسلکي وړتیاوې پیاوړې شي او وکولای شي د سکټور د چټکو بدلونونو او نويو غوښتنو ته په اغېزمن او مسلکي ډول ځواب ووایي.
د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ د ظرفیت لوړونې مخکښ بنسټ
04/05/2026
د افغانستان بانکي او مالي انسټیټیوټ په ویاړ سره اعلان کوي چې د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د غویی میاشتې له ۱۵مې نېټې څخه تر ۱۸مې نېټې پورې، چې د ۲۰۲۶ میلادي کال د مې میاشتې له ۵مې نېټې څخه تر ۸مې نېټې سره سمون لري، د نوم لیکنې بهیر پیل کړي دی.
له ټولو هغو محترمو اشخاصو څخه چې له یاد انسټیټیوټ سره یې خپل غوښتنلیکونه ثبت کړي دي، په درنښت غوښتنه کېږي چې د ټاکلې مودې په جریان کې د ثبت نام پروسه بشپړه کړي.
همدارنګه، له ټولو ګډونوالو څخه هیله کېږي چې د ثبت نام پر مهال خپله اصلي تذکره او یوه قطعه عکس له ځان سره ولري.
پته: قلعه فتح الله، د خیاطانو سړک زرغونې لیسې ته څیرمه ۳۱م نمبر کور
انستیتیوت بانکداری و مالی افغانستان با افتخار اعلام میدارد که پروسه ثبتنام برای سال ۱۴۰۵ هجری شمسی از تاریخ ۱۵ الی ۱۸ ماه ثور، که مطابق است با ۵ الی ۸ ماه می سال ۲۰۲۶ میلادی، آغاز گردیده است.
از تمام اشخاص محترمی که درخواستهای خویش را به این انستیتوت ثبت نمودهاند، تقاضا به عمل میآید تا در جریان مدت تعیینشده، پروسه ثبتنام خویش را تکمیل نمایند.
همچنان از تمام اشتراککنندگان محترم تقاضا میگردد که هنگام ثبتنام، تذکره اصلی و یک قطعه عکس را با خود داشته باشند.
آدرس: قلعه فتحالله، سرک خیاطان، نزدیکی لیسه زرغونه، خانه نمبر ۳۱.