03/03/2019
Anatomy & Physiology
اناټومی او فیزیولوژی د بیولوژی علم څانګی دی چی زمونږ بدن څنګه جوړ شوی او څنګه کار کوی تر څیړنی لاندی نیسی.
Anatomy.
اناتومی د هغه علم څخه عبارت ده چی د بدن جوړیښت, موقعیت او د بدن ټولو قسمتونو تر منځ اړیکی تر څیړنی لاندی نیسی. او د دوه کلمو څخه اخیستل شوی ده. Ana د جدا کولو په معنا او Tomy د قطع کولو په معنا ده.
Physiology.
فیزیولوژی د هغه علم څخه عبارت ده چی د بدن د غړو د دندو څرنکوالی تر څیړنی لاندی نیسی.
اناتومیک اصطلاحات
1. اناتومیک وضعیت.
د اناتومیک وضعیت د پوهیدولو لپاره د موقعیت او وضعیت اصطلاحات باندی پوهیدل اړین بلل کیږی.
دا وضعیت داسی ده چی سړی د ولاړی په حالت کی ده او مخ یی د قدام یعنی مخکی متوجه وی او لاسونه یی اطراف ته ځوړند وی چی لاس ورغوی یا کف یی هم قدام ته متوجه وی.
1. Anterior. قدامی , مخکی
2. Posterior. خلفی , شاته
3. Suoerior. علوی, پورته برخه.
4. Inferior. سفلی ,ښکته برخه
5. Medial. انسی یعنی د بدن منځنی خط ته نږدی
6. Lateral. وحشی یعنی. د بدن منځنی خط څخه لیری.
7. Distal. د بدن د ساختمانی جذر څخه لیری
8. Proximal. د بدن د ساختمانی جذر ته نږدی.
9. External. خارجی لکه د بدن د سطح
10. Internal. داخلی لکه د بطن داخلی غړی.
د عظام(هډوکو) برخه کی د ناهوارو سطحو د تشریح لپاره لاندی اصطلاحات پکار وړل کیږی.
1. Tubercle. د هډوکی راوتلی شوی برخه.
2. Tuberosity. برجستګی د هډوکی درشته برخه
3. Trochanter. د هډوکی ډیره غټه راوتلی برخه.
4. Eminence. هغه راوتلی جورښت چی د دوه هډوکو د یوځای کیدو له امله وی.
5. Spine. د اغزی په څیر جوړښت لکه د ستون فقراتو کی.
6. Crest. یو تیز لیکه خط د هډوکی په سر.
7. Fossa. سوری, خالیګاه, حفره
8. Cavity. کنده, ژوره خالیګاه
9. Canal. د تونل په څیر اوږده لار لکه د ستون فقرات
10. Foramen. سوری فوحه
11. Fissure. درز
12. Hiatus. غټ درز لکه د حجاب عاجز څخه د مری لپاره چی موجود ده.
13. Sulcus, Groove. د ناوه په شان جوړښت
14. Condyle. مفصلی سطح چی محدب وی (راوتلی وی)
د بدن قدامی (مخکینی) اناتومیک موقعیتونه.
1. Abdominal.بطن ګیډه.
2. Antecubital.د لیچی د مفصل مخکینی برخه.
3. Axillary. ترخ(تخرګ) لاندی
4. Barchial.بازو ساحه
5. Cervical.سټ اورمیک ساحه
6. Femural.ورون(ران) ساحه.
7. Inguinal.هغه ساحه چی ورون (فخذ) له بطن ساحی سره یوځای کیږی.
8. Orbital. د سترګو کندی چی سترګی په کی موقعیت لری.
9. P***c. د لگن خاصره د نُو څخه لاندی ساحه چی د تناسلی آلی ویښتان موقعیت لری.
10. Thoracic.د سینی قفس.
11. Umbllical. د نُو (نوم) ساحه.
د بدن خلفی (شاته) اناتومیک موقعیتونه.
1. Deltoid. د بازو هغه ساحه چی زرقیات په کی کیږی.
2. Gluteal.سرین کناټی
3. Lumber. ملا کمر ساحه.
4. Occipital.د سر شاته ساحه.
5. Popliteal.د زنګون شاته ناحیه.
6. Scapular.د اوږی شاته راشپیلک