05/04/2021
د ګېډۍ زلفو بار دې دروند دی نازولې نجلۍ
خوښه دې نده چې دا زه درپسې وګرځوم!
شرر ساپی
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Pashto Literature پښتو ادبیات, College & University, Kart-e/4, Kabul.
05/04/2021
د ګېډۍ زلفو بار دې دروند دی نازولې نجلۍ
خوښه دې نده چې دا زه درپسې وګرځوم!
شرر ساپی
14/03/2021
تا وې ما و تا ته ډېر ځلې خوله درکړه
د يارۍ په کار کې هم شي حسابونه؟!
خوشحال خان خټک
16/02/2021
نوره دې څومره زه په دې دنیا کې ولټوم؟
هرې همنامې ته مې ستا بلنه ولیږله!!!!!!!
#سالک
19/01/2021
تا ویل خوشاله چپ شه خوله مې واخله
زه طوطي يم چغار وکړم بيا شکر خورم
26/10/2020
تاسره ښاېست دى، نزاکت دى، اداګانې دي؛
ماسره بس دغه زندګي ده، درنه جار دې شي؛
28/09/2020
بار د زلفو پر نازک ورمږ ځوړند وړي
هسې نه چي شي نازکه پر ملا ماته
بختيار
19/09/2020
ستا د خــوږوالـي راز په څـه کـې دی تاڅـه څښلي دي
آب زم زم، آب حیات، او که دانــــــــــــــــورې اوبه!؟
12/09/2020
چې همېش لکه مجنون په صحرا ګرځې
بوی د چا د زلفو درغی شماله!
ابوالمعاني شيدا
08/09/2020
تاو د اننګو نه دې چې زلفو ته په تېښته شوم
سيوری د ماښام ښه وي د ټکندې غرمې نه پس
حمزه بابا
05/09/2020
هغې زما اوښکې په خپله لوپټه وچې کړي
اففف څه منظر وو سمندر ته يې بندونه تړل
05/09/2020
د خولګۍ خوند مې په خوله کې ترېنه راووړ
له قرضدارو چې څوک پور راوړي نو داسې؟
مجيد قرار
04/09/2020
زما ګوتې خارښتي ستا وجود مقناطیسي
چې یو ځای شي دا فتنې نور نو ټکی ټکی ټکی
میوند فدا