د شپې په تاريکۍ کې يو تکړه او دنګ ځوان د هديرې په منځ کې د قبر په دنګه ولاړه شناخته زورونه وهي، هغه راباسي او په بازار يې خرڅوي
دا د پابلو اېسکوبار لومړى غلا وه
له څه وخت دوام وروسته يې د پوهنتون جالي اسنادو جوړولو ته شروع وکړه خو دې کار هم خوند ورنه کړ، بيا يې د شتمنو خلکو ترور او تښتولو ته لاس واچوه چې څه ناڅه خوند يې ورکړ خو له څه وخت وروسته يې د کوکائینو قاچاق ته شروع وکړه، دا نو د 1970 کال پيل ؤ، د کوکائينو له قاچاق يې د فابريکو تر مالکيته يې ډېر زر ځان ورساوه، چې بالاخره هغه د نړى په تاريخ کې د کوکائينو په لوى قاچاقچي بدل شو چې د ورځې به يې يواځې د امريکا متحده ايالاتو ته 85 ټنه کوکائین قاچاق کول، د نړى اتيا سلنه قاچاق د پابلو لخوا ترسره شوى
په 1987 کال پابلو بندي شو خو دده بنديخانه هم د کور په شان وه، د قاچاق زيات کارونه يې له بنديخانې سرته رسول چې په پاى کې د کلمبيا حکومت پرېکړه وکړه چې پابلو امريکا ته وسپاري خو له سپارلو مخکې اېسکوبار له بنديخانې وتښتېد.
د قاچاق ترڅنګ د شتمنو او حکومتي خلکو ترور ته يې هم ادامه ورکړه، يوازې په 1990 کال کې يې له اوه زره ډېر کسان وتښتول چې په تښتول شؤو کې د کلمبيا د هغه وخت رئيس جمهور هم ؤو
هغه د وخت د شتمنو خلکو په سر کې ؤو، چې زياتې روپۍ يې د خپل پيدايښت ښار "مدلين" له وګړو سره په کومک لګولې
پابلو يو سرمسته انسان ؤو چې د پيسو خرچ کولو عجيبه داستانونه لري، زوى يې په 2009 کال له فوربس مجلې سره په مرکه کې وويل چې پابلو به د ژمي په موسم کې هره شپه 2 مليونه ډالر په بخارۍ کې د اطاق ګرمولو لپاره سوځول
هر کال به د پابلو له خښو شويو روپو څخه پنځه مليارده ډالر موږکانو او بارانونو خرابولې
ستا همت
په زړه پورې مطالب دلته وګورئ
12/12/2021
دا ياد به ياد پاتې شي
27/07/2020
يوه داسې نامعلومه وعده راکه چې پرښ پايم!
د ملګري اصف غزل در سره ولولئ
څیره مې ځکه هیره ده هنداره ورکه شوې
د وخت په دې ځنګل کې رانه لاره ورکه شوې
زمونږ په زړونو چا داسې دغم پیټي امبار کړهء
خوښي مو چې له ژونده خوږه یاره ورکه شوې
دعا کوئ چې زه یې په موندلو بریالی شم
یو پیغله ده د حسن له بهاره ورکه شوې
دسولې ښاپیرې خدایزده چې چیرته کې اوسیږي
موده کیږي جنګونه دي له ډاره ورکه شوې
ډاډه یمه نشې به دې پريښې وي ملګریه
مزه چې دې د سترګو له خماره ورکه شوې
کوم څوک دې خاماخا د زلیخې پوښتنه وکړي
یوسف پسې د مصر له بازاره ورکه شوې
زړګیه! هغې هیلې پسې نه ګرځو نور پریږده
بس څه یې کوو ستنه اوس له تاره ورکه شوې
چې کله یې هم لوظ د راتلو درسره کړی
خوشبینه په هغې شپه تر سهاره ورکه شوې
زما قصمته مروره
نور را پخلا شه چې مې جوړ شي پرهرونه
د مغفرت د لسيزې لومړۍ ورځ مو مبارک شه
دلته راسره علمي ليکنې، ټکنالوجياو کلتوري ليکنې ولولئ
همت
20/02/2019
ستاسې د ساعت تيري لپاره
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Telephone
Website
Address
Kabul