سرچينه Sarchena

سرچينه Sarchena

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from سرچينه Sarchena, Education, Kabul.

سرچينه په خواله رسنیو کې د پښتو ژبې د علمي بډاینې لپاره یوه نوې هڅه!
دلته به تاسو ته علمي او څیړنیز مو ضوعات په یو نوي رنګ له وروستیو معلوماتو سره په کره او روانه پښتو ژبه وړاندی کیږي .

د وینې ټیټ فشار - ایا درملنه یې اړینه ده ؟ Hypotension 02/06/2025

د وینې ټیټ فشار یو له هغو ناروغیو څخه ده چې زمونږ په ټولنه کې تری ډیر شمیر وګړي کړیږي په ځانګړې توګه تنکي ځوانان او ښځینه نو که ستاسو یا ستاسو د دوستانو کله کله سر چورلي، د ستړیا احساس کوئ یا مو بدن بې لامله کمزورتیا او لړزه لري ، نو په دې اړه ویډیو په سرچینه یوټیوب چینل کې کتلې شئ!

د وینې ټیټ فشار - ایا درملنه یې اړینه ده ؟ Hypotension د وینې ټیټ فشار یو له هغو ناروغیو څخه ده چې زمونږ په ټولنه کې تری ډیر شمیر وګړي کړیږي په ځانګړې توګه تنکي ځوانان او ښځینه نو که ستاسو یا ستاسو د دوستانو کله ...

24/05/2025

د لوړ فشار ناروغۍ یوه خاموشه وژونکې ناروغۍ ده که په وخت وه نه پیژندل شي یعنې تشخیص نه شي ، جدي ستونزې لکه د زړه حمله، فالج (سټروک)، او د پښتورګو ناکامي رامنځته کولای شي.
پوره ویډیو زمونږ په یوټیوب چینل کې کتلای شئ لینک یې په لومړي کمینټ کې دی !

12/05/2025

د خوړو پخلي لپاره تر ټولو غوره غوړي !🎥
ښه او خراب نباتي غوړي، ګټې او زیانونه! 🛢️🥗
✅ د نباتي غوړیو (Vegetable Oils) ډولونه.
✅ پخلي لپاره کوم غوړي غوره دي ؟
✅ غوړي مو بدن ته څه ګټه لري ؟
✅ هغه غوړي چې باید یې پخلي لپاره وه نه کارو.
✅ Cold press او که Hot press غوړي ؟
✅ د بازاري غوړیو حقیقت – روغتیا لپاره څنګه دي ؟
په دې اړه پوره ویډیو زمونږ یوټیوب چینل کې ده ، د چینل لینک په لومړي کمینټ کې شته !

12/04/2025

د ۲۱ پېړۍ نوښتونه :
په ۲۱ پیړۍ کې د علم او ټکنالوجۍ بي ساري پرمختګ د ژوند په هر ډګر کې ژور بدلونونه راوستي دي. دا پېړۍ د بشریت لپاره د چټک پرمختګ، اختراعاتو او نوښتونو له اړخه ځانګړی ارزښت لري .

که موږ د دې پېړۍ د ارزښتناکه نوښتونو لیست ته کتنه وکړو بشر توانیدلی چې په هره برخه کې د خپل تاریخ بې ساري نوښتونه رامنځ ته کړي .
ددې مطلب بشپړه او ویډیویې بڼه مو د سرچینې یوټیوب چینل ته پورته کړې ویې ګورئ او خوند ترې واخلۍ !
د ویډیو لینک په لومړي کمینټ کې شته !

د انسان د بدن دفاعي سیستم | Human body immune system 20/02/2025

د انسان د بدن دفاعي سیستم په څه ډول کار کوي؟
دانسان بدن یو ډیر قوي پوځ لري چې د ناروغیو او ناپیژانده یا بیروني یرغلګرو په وړاندي یې له بدن څخه دفاع کوي
دا یرغلګر کیدای شي د باکتریاوو، ویروسونو ، پنګسونو او یا د خاورو او دوړو په بڼه وي خو له دې هر څه څخه زمونږ بدن د ځان ساتنې لپاره یو پرمختلی سیستم او ځواک لري چې ورته د انسان د بدن دفاعي یا ایمیني سیستم وایې .
په دې اړه پوره ویډیو د سرچینې یوټیوب چینل ته پورته شوې ده د لاندې لینک له لارې یې کتلای شي .

د انسان د بدن دفاعي سیستم | Human body immune system د انسان د بدن دفاعي سیستم | Human body immune system په دې ویډیو کې مو د انسان د بدن دفاعي سیستم را سپړلی دی ، هغه داسې چې:« د انسان د بدن دفاعي سیستم په څو ...

16/02/2025

د انسان د بدن دفاعي سیستم (Immune System) هغه طبیعي سیستم دی چې بدن د میکروبونو، ویروسونو، باکتریاوو او نورو زیان رسوونکو موادو څخه ساتي. دا سیستم له دوو اساسي برخو څخه جوړ دی:

1. فطري (Innate) دفاعي سیستم – دا د بدن لومړنۍ کرښه ده، چې پوستکی، مخاطي غشاګانې، او سپینې وینې حجرې (مثلًا نیوترۆفیلونه) پکې شامل دي. دا سیستم سمدستي غبرګون ښیي.

2. لاسته راغلی (Adaptive) دفاعي سیستم – دا سیستم د بدن زده کړې وړتیا لري، چې ځانګړي میکروبونه پېژني او د انټي باډي‌ګانو او T حجراتو له لارې یې له منځه وړي. دا سیستم د یوې ناروغۍ پروړاندې حافظه لري او که بدن بیا ورته میکروب سره مخ شي، چټک غبرګون ښیي.

د دې سیسټم توازن د بدن د روغتیا لپاره ډېر مهم دی، ځکه کمزوری دفاعي سیستم بدن ته د ناروغیو د داخلېدو فرصت ورکوي، او ډېر زیات فعالیت‌یې د ځان‌حملوي (Autoimmune) ناروغیو سبب ګرځي.

08/02/2025

د ریزش (کامـن کولډ) څخه د ځان ساتلو لپاره لاندې تدابیر ډېر مهم دي:

۱. د لاسونو پاکوالی وساتئ

خپل لاسونه په منظم ډول د صابون او اوبو یا الکولي سینیټایزر سره ومینځئ.

خپل لاسونه د سترګو، پوزې او خولې ته مه وړي، ځکه چې ویروسونه له همدې لارو بدن ته ننوځي.

۲. د ګڼه ګوڼې ځایونو ته کم لاړ شئ

که یو څوک زکام وي، له هغه سره فزیکي تماس کم کړئ.

که چیرې تاسې یا څوک ریزش ولري، ماسک وکاروئ.

۳. روغتیایي غذایي عادتونه خپل کړئ

ویټامین C لرونکي خواړه (لیمويي میوې، مالټې، لیمو، کیوي) زیات وخورئ.

د بدن معافیت پیاوړی کولو لپاره صحي غذا (سبزي، مېوه، پروټین، اوبه) استعمال کړئ.

۴. بدن ګرم وساتئ

په سړه هوا کې ګرمې جامې واغوندئ.

د یخ او سوړ څښاک څخه ډډه وکړئ، په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې.

۵. کافي خوب وکړئ

د معافیتي سیسټم د پیاوړتیا لپاره هره ورځ ۷-۸ ساعته خوب وکړئ.

۶. د هوا پاکوالی ته پام وکړئ

که چیرې شاوخوا خلک زکام وي، کوښښ وکړئ چې خونې ته هوا ورکړئ.

د دوړې، چټلۍ او سګریټ د لوګي څخه ځان وساتئ.

۷. سپورت او فزیکي فعالیت وکړئ

سپورت، ورزش او قدم وهل د بدن معافیت لوړوي او بدن پیاوړی کوي.

۸. که ناروغ شئ، احتیاط وکړئ

که زکام یا ریزش ولرئ، استراحت وکړئ او ډېر مایعات وڅښئ.

که حالت خراب شي، ډاکټر ته لاړ شئ.

دا تدابیر نه یوازې د ریزش، بلکې د نورو موسمي ناروغیو څخه هم ساتنه کوي.

01/02/2025

زموږ په ځیرکې او چټکې نړۍ کې د 「یویشتمې پیړۍ」 ترټولو اغیزمنې ټیکنالوژۍ او بدلونونه تشریح شوي دي! له ځیرکو موبایلونو(📱) څخه تر ټولنیزو رسنیو (🌐)، له کرپټو کرنسۍ (₿) څخه تر بیښنایې موټرو (🚗)، او د مصنوعي ځیرکتیا (🤖) –دا هرڅه په یوه ویډیو کې!
د ویډیو کتلو لپاره لاندې لینک ته ورشۍ!
https://youtu.be/OwpxIPIM-zI
https://www.youtube.com/?sub_confirmation=1

31/01/2025

🎉 Just completed level 3 and am so excited to continue growing as a creator on Facebook!

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Kabul