ليسه خصوصی باب العلم
تعليم په ناريڼه اوښځينه مسلمان فرض دى
28/09/2024
Celebrating my 10th year on Facebook. Thank you for your continuing support. I could never have made it without you. 🙏🤗🎉
۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ دباب العلم لېسې مٶسس۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔
۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ محمد نظير د نيکه د فاتحې مراسم۔ ۔ ۔ ۔ ۔
. . . . . . . . . . د فاتحی اعلان. . . . . . . . . . . .
مرحوم فقیر محمد ، مرحوم حاجی طالب ، مرحوم حاجی الف جان ، مرحوم حاجی فضل جان ورونه حاجی افضل نبی ، حاجی محمد نبی ، حاجی ګل نبی ، حاجی محمد رحیم ، حاجی ګل رحیم زامن، حاجی عبدالکریم ، حاجی عزیز الله ، مرحوم محمد الله ، حاجی رحیم الله ، حاجی سیدولی ، حاجی نور علی ، حاجی محمد غنی ، حا جی محمد اکبر ، محمد یخان وریرونه . حاجی رسول الدین ، محمد حکیم ، حاجی محمد نظیر ، محمد غنی ، حاجی رحمت نبی ، ګل حکیم
لمسي. حاجی محمد قسیم، محمد طاهر ، محمد ایوب
خور یونه. حاجی غلام دستګیر، سید رحمت، اختیار ، محمد رفیق تره زامن. حاجی دیدن، حاجی سلام، حاجی حسن خان ، حاجی نیک محمد ، ملک عمر ګل ، مولوی عبدالله ، غوث الدین ، حاجی حسنی ، عیده ګل ، حاجی لعل ګل ، ګل ضمیر پلار تره زامن. ملا درمحمد، حاجی عبدالغفار، رحم نور زومان
د حاجی کمین د مړینی له کبله چې جنازه يي په پلارنۍ هدیره کې پخوا خاورو ته سپارل شوی فاتحه يي1403/2/14
جمعی په ورځ یوی بجی څخه تر درو بجو پوری قعلچه امام اعظم صاحب جامع جومات ادا کیږی. دوستان دې خبر وی.
انا لله و انا الیه راجعون
10/03/2024
29/02/2024
د ١٣٩٩ او ١٤٠٠ کال فارغان دې دشهادت نامو تر لاسه کولو د پاره د باب العلم خصوصي عالي لېسې ادارې ته تشریف راوړي.
21/02/2024
دشعبان ١٥ شپه د برات شپه ده: (چانس دلاسه مه ورکوئ)
د شعبان ۱۵مه (برات) هغه شپه ده کومه چې په دې شپه کې الله ﷻ ته د انسانانو د تیرکال اعمال وړاندې کیږي.
امام حسن بصري رحمة الله علیه به پدې شپه کي په لړزه وو، او وارخطا به وو ویل به یې د برات شپه ده زما اعمال الله ﷻ ته وړاندې کیږي ، الله ﷻ خبر پایله به یې څه وي! په دې شپه انسان ته روزي ، روغتیا ، ناروغي ، تندرستي او ټول شیان د انسان د راتلونکي کال لپاره تعین کیږي.
حضرت علي رضی الله تعالی عنه به په دې شپه د باندې راووت او په ژړا یې، اسمان ته کتل او ویل به یې اې الله ﷻ نن تاته اعمال وړاندې کیږي، چې د علي اعمال به الله ﷻ خبر څنګه وي؟
صحابه راغلل له رسول الله ﷺ څخه یې و پوښتل، چې
اې د الله تعالی رسوله کله چې د شعبان ۱۵ شپه شي نو ته هغه په عبادت او ویښه تیروې او د شعبان ۱۵ ورځ روژه نیسې دا د څه لپاره ده؟
د اللهﷻ رسول ورته وفرمایل: زه د شعبان د میاشتې په ۱۵ ورځ د دې لپاره روژه نیسم چې په دې ورځ د انسان عملنامه سپینه وي او دا مې خوښیږي چې زما د عبادت شروع په عملنامه کې په روژه باندې وشي، د شعبان د میاشتې ۱۵مه شپه کې ددې لپاره عبادت کووم او په ویښه یې تېروم چې دا مې خوښیږي چې کله مې الله ﷻ ته د کال په اخیر کې اعمال وړاندې کېږي نو هغه مې هم په عبادت کې تیره شي او په عملنامه کې مې اخیر عمل عبادت وي
د رسول الله ﷺ سنت دا وو چې کله به د برات (شعبان ۱۵) شپه را رسیدله نو دوی به جنت البقیع ته تلو او شپه به یې هلته په عبادت تیر وله.
عایشه(رض) وایې پدې شپه به چې کله رسول الله ﷺ عبادت کوو او کله به یې چې سر په سجده کیښود دومره به یې اوږدوله چې ما به ویل چې اللهﷻ مه کړه د هغه روح قبض شوی دی، لاس مې د رسول الله ﷺ پښې ته ور وړاندې کړ چې کتل مې د مبارک پښې ټکان وخوړ وروسته پوه شوم چې هغه ﷺ ژوندی دی او بیا مې خپل غوږ د هغه خواته ور نیږدې کړ چې په سجده کې ژاړي او دا دعا کوي (یا الله ﷻ پنا غواړم ستا د عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا د قهر او عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا په طرف او حرکت کوم ستا طرف ته، خدایه ستا شان چې لایق د عبادت دی مونږ هغه قسم عبادت ندی، کړی.
ياده شپه د خلاصون شپه هم ياديږي يعنې د ګناه نه د خلاصون شپه، ددې شپې خاص عبادت د احاديثو مبارکو په رڼا کې په لاندې ډول دي :
1:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس لوستل او د ايمان لپاره دعا کول.
2:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس بيا د حلال رزق لپاره دعا کول.
3:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس او بيا د لوى عمر لپاره دعا کول.
(د برات په شپه د راتلونکي کال تقدير هم ليکل کيږي)
نوټ: دوستانـــو مخکی یی شیر کړی
که هرڅوک په دغه شپه عبادت اودورځی روژه ونیسی نو تاسی به هم الله ج پوره پوره اجرونه درکړی
05/09/2023
اشتراک در سيمينار سه روزه M&E (نظارت وارزيابى)که ازسوى UNDP در هوتل انتر کانتنينتل کابل براى مشترکين ٣٤ ولايات کشور برکّزار کّرديده بود۔
13/08/2023
دکابل ښار او ولسواليو ددولسم هغه فارغان چې کانکور ازموينې ته يې ڼوم لېکنه کړې کولاى شي په لاندې ادرسونو بايو متريک ته مراجعه وکړي۔
دبايومتريک په وخت بايد اصلى تذکره له ځانه سره ولرى۔
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Telephone
Website
Address
Bagrami. Qla_e_wazeer. Bagh_e_koti
Kabul