04/08/2021
هېواد مې سختې ورځې تیروي، ذهنونه ګډوډ او زړونه ناقرار دي. خو زه د یوې نجلۍ له نظره غواړم درسره یو څو خبرې ولرم. رښتیا له ځان سره مې وویل چې د خپل ځان نظر درسره شریک کړم، د یوې نجلۍ له نظره په دې شرایطو کې، د ترټولو ښه کار به دا وي چې زه لیکنه وکړم او دا به یوازی هغه یوه لاره وي چې زه کولای شم، د یوې نجلۍ په توګه ځانته غوره کړم.
زه غواړم د سریزې پرځای له تاسو سره دا یاد کړم چې د هېواد ننۍ وضعیت پر موږ باندې زور شوی؛ مور مې درې اوونۍ مخکې د یوې ضروري کار د سرته رسولو لپاره مالستان ته – زما استوګنځای ته تللې وه. په رښتیا چې هیڅ یو مو نه ګمان کول چې ولسوالي سقوط وکړي. کله چې مالستان د طالبانو په لاس ورغۍ، د مخابراتي شبکو پایې چاودنې ورکړل شوې، نور موږ د شپږو ورځو لپاره له خپل مور او نورو خپلوانو سره اړیکې نشوای نیولای. بې له دې چې خپل ځان ته پناه یوړم، بل کوم کارته مې وس نه رسیده.
ګمان مې دا دی چې له ټولو هغو ښکلو مهارتونو څخه چې مور مې په دې څو کلونو کې راته ښودلې ده یو به یې دا وي، چې ځینې مسألې که پیچلې هم وي، باید ځان سره ستره یې ونه کړم. بې له شکه چې دا ځله هم هماغسې شو. یوازې شپږ ورځې د مور بې خبري او دهغې ژوند د طالبانو تر بیرغ لاندې، لکه یو غوټه غوندې زما په ستونه او زړه کې ګیر کړی و او یوازې یوه کوچنۍ د زړه تنګي او خپګي ماته پیدا شوی و او بس.
اصلي موضوع دا ده، چې په دې ورځو کې زما لېدلوري د نړۍ او راتلوونکي په هکله، امید بخښوونکی دی او ذهن مې څه ښکلی د تأیید ټاپه پر تندې مې لګوي او مثبت انرژي رابخښي. په دې ورځو کې کتاب لولوم، نڅاګانې کوم او ښاد سندرې اورم، د خپلې خوښې خواړه پخوم او له خپل ځان سره مینه کوم او داسې حس کوم چې له خپلو خپلوانو سره د تیرو زمانو په پرتله مهربانه شوی یم.
نه غواړم چې زما د عمر تر کچې نجونو او خپلو ټولو وطنوالو ته پوشالي انګیزې ورکړم. زه غواړم له تاسو سره ووایم چې راځئ خپل ځان ته ارزښت ورکړو او په دې سختو ورځو کې د یو بل امید او هېله جوړ شو. په کور کې خپل کړو وړو ته نظر وکړو او ویې ګورو چې څومره ارزښت لرو؟ لږ شېبه سوچ وکړو چې که چېرې زه نن وخاندم او په پراخه تنده له خپل ورور، خور، مور او پلار سره په یوه رغنده فضا کې چلند وکړم، څومره کولای شم، د خپل کور چاپیریال ته بدلون ورکړم؟
زه باور لرم، ښځې او نجونې په یوازې توګه پخپله کولای شي چې د یوې کورنۍ او ټولڼې حال بدل کړي. لور د اولاد او یا د خور په توګه کولای شي په کورنۍ کې ډېر تش ځایونه ډک کړي. مور او پلارته خندا ورکول، له ورور او خور سره ښه چلند کول او ښه ورسره خبرې کول، په کور کې خپل مسؤولیتونه په ښه توګه ترسره کول، همه واړه یو له بل سره یو ځای کیږي د کورنۍ د غړیو لپاره خوشحالۍ رامنځته کوي چې سل سلنه د دې ورستیو ناخواړو پېښو فشارونه له ژوند څخه راکموي.
که چېرې هرڅوک په خپل کورنۍ کې یوازې خپل کړو وړو ته یوه وړوکۍ نظر واچوي او لږ ورباندې سوچ وکړي بیا ښه او بد یې سره جلا کړي، نو بې له شکه چې موږ به د ښو کورنۍ لرونکو خاوندان وګرځو. هر وقت په ښځو کې زړورتیا او دلیرۍ نشته چې له یو سړي سره مخامخ له وسلو او غشو سره وجنګیږي او یا وسله په غاړه واچوی او د جګړې په ډګرونو کې لاړ شي. زه یوه نجلۍ یم او باورلرم چې ښځې او نجونې له لیکلو او لوستلو سره کولای شي خپل شخصیت او ټولنیز دریځ په ټولڼه کې لوړو مداریجو ته ورسوي او په خپل ځان باندې وېسا پیدا کړي، حتا کولای شي، نړۍ له تاوتریخوالو او وسلو څخه پاکه کړي او له مینې او خندا سره داسې نړۍ جوړ کړي چې غم پکې نه وي بلکې د هغه پر ځای خوښۍ او مهرباني خپرې وي.
کله چې په خپل واقعي ځان باندې سوچ کوم، زما لپاره مهم نه دی چې طالبان راځي که نه. دا هم ماته مهم نه دی چې کوم کسان له کومو کسانو سره د سولې د مزاکرې پر میز باندې کښېني بیا زما او د زما همجنس حقونه لیلام کوي او حتا دا هم ماته مهم نه دی چې آمریکا خپل ځواکونه له هېواد څخه راباسي که نه. زه اوس د لوستلو فرصت لرم، همدا اوس د نڅا کولو، خندلو، لیکلو فرصتونه لرم او ښه پوهیږم، که چېرې خپل ځان او فکر سم جوړ کړم، د باور هیڅ کوم برقعې ( د باور څادري ) زما فکر نشي پټ کولای. زه او زما د هېواد نجونې داسې دلیران یو.
لیکوال: معصومه ناصری
هېواد مې سختې ورځې تیروي، ذهنونه ګډوډ او زړونه ناقرار دي. خو زه د یوې نجلۍ له نظره غواړم درسره یو څو خبرې ولرم. رښتیا له ځان سره مې وویل چې د خپل ځان نظر درسره شریک کړم، ...