د افغان محصلینو او زده کوونکو ټولنه

د افغان محصلینو او زده کوونکو ټولنه

Share

ددی ټولنی دکاراوفعالیت طریقه دسیمینارونو ورکشابونو ترتیبول اوحرفوی کورسونو دبرانستلوپه وسیله دافغان محصلینواوزده کونکو پرمختک .

Bulbul audiobooks 03/10/2022

که مصروف یی اوکتاب لوستلی نشی، د غږیز کتابونو اپلیکیشن ډانلوډ کړه .

Bulbul audiobooks

19/08/2021

څو چې پاتې يو افغان وي تل به دا افغانستان وي🇦🇫🇦🇫

Photos from ‎د افغان محصلینو او زده کوونکو ټولنه‎'s post 16/07/2016
Photos 11/06/2016
20/04/2016

Please copy and paste the bellow post in your status:
We ask facebook to add an app for the world to show their support & solidarity with Afghans in the aftermath of today's tragic su***de & armed attack disrupting lives and destroying livelihood of residents!








Internet.org 27/02/2016

دټولو دپام وړ

زه پدی باوری یم که چیری زموږ ځوانان دمارګ زوګربرګ پر پوستونو باندی کمینټ ورکړی او بیا ملګری راوبولی او ډیرلایکونه واخلی اخیر به موږ ته ځواب راکوی او دا یواځی زما مسؤلیت هم ندی ، زه نه غواړم چی ددی کریډیت واخلم زما هدف هغه ملیونونه افغانان دی چی په کلیو او بانډو کی ژوند کوی نه دانټرنیټ په ارزښت پوهیږی او نه هم زمینه ورته مساعده، او هم هغه ځوانان چی اقتصادی مشکل لری حتی زموږ اکثریت داسی ځوانان دی چی پیسی دملګرو څخه دانټرنیټ لپاره پوروی.هرکس باندی فکر مه کوی چی روپی به ولری موږ په ټول اسیا کښی غریب ترینه هیواد یو او هم په ډیر غریبه ټولنه کی ژوند کوو. راځی داکمپیان شروع کړی خپل ملګری خبر کړی.

هرکله چی مارک زوګربرګ پوست وکی بس همدا میسج به ورته لیکی لاندی به یی زه پوست هم کم. پدی کی به هر یو برخه اخلی. ځنی داسی کسان سته چی شرمیږی اویا ځانونه دیر غټ ورته معلومیږی دا ددوی ترشخصیت کښته کار خو په حقیقت کی دوی کښته کسان دی.

دغه لاندی انګریزی لیکنه کاپی کړی او دځان سره یی کمپیوټر یا مبایل کی وساتی کله چی مو دمارک نوی پوست ولیدی بس همدا کمینټ ورکړی او بیا ګوری هرملګری چی همدا پوست کړی وی هغه لایکوی. ښه به دا وی چی یو کمینټ ډیر لایک سی.

Mr. Mark! Afghanistan is one of the poorest nation in Asia according to the world bank statistics, for decades there has been war and political instability, the major reason being lack of education and access to information. We Afghans see the potential in you and in your company. You can initiate internet.org program in Afghanistan this would change the lives of millions of Afghans. We appreciate the free internet services to india and Pakistan however in between you left Afghanistan, while India and Pakistan already to some extent have Telecommunication infrastructure. It is Afghanistan that is in dire need of such infrastructure. We need your support you would be a hero for millions of Afghans and you will always be remembered for what you do for us. Please reply

مهربانی وکړی دغه پوست شیر کړی.

Internet.org

03/07/2015

Tech AI Information technology is the use of computers to store, retrieve, transmit, and manipulate data, or information, often in the context of a business or other enterprise. IT is considered to be a subset of information and communications technology.

Photos 16/10/2014

خبرتیا:

Afghan Students Organization

Untitled album 28/08/2014
24/08/2014

لمړی فصل
عمومی حکمونه
لومړی ماده- مبناء
دغه اساسنامه د اساسی قانون د ۳۵ مادی، د ټولنیزو سازمانونو د قانون د دوهمی مادی او د مدنی قانون د ۴۰۳ او ۴۳۹ مادو د حکمونو پر اساس تدوین شوی ده.
دوهمه ماده- نوم
د دي ټولنی نوم (د افغان محصلینو او زده کونکو ټولنه ) ده . په دغه اساسنامه کی به نوموړی ټولنه په اختصار سره د ټولنی په نامه یادیږی.

دریمه ماده- مرکزی او ولایتی دفترونه
۱-د ټولنی مرکزی دفترپه (کابل ولایت) کی ده.
۲-د دغی ټولنی ولایتی نماینده ګیانی په کندهار، غزنی او زابل ولایتونو کی دي.
۳-ټولنه د اړتیا په صورت کی کولی شی چی په نورو ولایتونو کی نماینده ګیانی پرانیزی.

څلورمه ماده- داټولنه غیرانتفاعی اومستقله ده

دوهم فصل
موخی
پنځمه ماده: موخی
د دی ټولنی موخی په لاندی ډول دی:
۱-د افغان محصلینو او زده کوونکو له حقوقو او آزادیو څخه دفاع؛
۲-په پوهنتونونو او ښوونځیو کی په مورنی ژبی د زده کړی د حق د تأمین په منظور هلی ځلی؛
۳-په افغان محصلینو او زده کوونکو کی د اسلامی او افغانی ارزشتونو د پیاوړتیا او ساتلو په منظور هلی ځلی کول؛
۴- په تحصیلی او تعلیمی نهادونو کی د تحصیلی او تعلیمی وضعیت د ښووالی په منظور هلی ځلی؛
د ښځینه محصلینو او زده کوونکو لپاره د ښه تحصیلی او تعلیمی امکاناتو برابرولو لپاره هلی ځلی؛ ۵-
۶- د کانکور آزموینی د اوسنی سیسټم تغییر د کانکور آزموینی سهمبندی سیسټم ته؛
۷- ده افغان محصلینو اوزده کونکو دستونزو دحل لپاره هلی ځلی؛
۸- د محصلینو او زده کوونکو په منځ کی د نشه یی توکیو د ضرر په اړوند د عامه پوهاوی رامنځته کول؛
۹-د محصلینو او زده کوونکو لپاره د تعلیمی خدماتو د چمتووالی په منظور هلی ځلی؛
۱۰-په ټولنیزو، فرهنګی او نورو عامه المنفعه فعالیتونو کی د محصلینو او زده کوونکو د ونډی د پراختیا په منظور هلی ځلی؛
۱۱- د افغان محصلینو او زده کونکو ترمینځ د اړیکو او همکاریو رامنځته کول؛




دریم فصل
د ټولنی جوړښت
شپږمه ماده: د ټولنی تشکیلاتی جوړښت په لاندی ډول ده:
۱-عمومی مجمع؛
۲-اجراییه هیت؛
۳-د موسسینو شورا؛
لومړی برخه
عمومی مجمع
اوومه ماده: تعریف او صلاحیتونه
۱-عمومی مجمع د دی ټولنی د پریکړو تر ټولو عالی مرجع ده، چی د ټولنی له ټولو غړو څخه جوړه شوی.
۲-عمومی مجمع د لاندی صلاحیتونه درلودونکی ده:
(۱)-د ټولنی د ریس او معاونینو ټاکل؛
(۲)-د اجرایی هیت د غړو ټاکل؛
(۳)-په اساسنامی( بنسټلیک) د تعدیل راوستل؛
(۴)-د اجراییه هیت د کلنی راپور استماع؛
(۵)-د ټولنی د چارو د سمون په منظور د وړاندیزونو او توصیو ورکړه؛
اتمه ماده: د عمومی مجمع غونډی
د عمومی مجمع عادی او فوق العاده غونډي په لاندی ډول سره دایریږی:
۱-عادی غونډه: عمومی مجمع هر یو کال بعد عادی غونډه تدویره وی.
۲-فوق العاده غونډه: د عمومی مجمع فوق العاده غونډه، د اجراییه هیت د ۱/۳ غړو په غوښتنه او د اجراییه هیت د اکثرو غړو په تأییدی سره دایریږی.
تبصره:
د اساسنامی تعدیل په صورت کی، اجراییه هیت د تعدیل پیشنهاد موسسینو ته وړاندی کوی، که د تعدیل وړاندیز موسسین تأیید کړی بیا عمومی مجمع ته د تصویب په منظور وړاندی کیږی. د اساسنامی د تعدیل اړوند پروسیجر د ځانګړی لایحی له طریقه چی د اجرایه هیت له طریقه شوی تنظمیږی.

دوهمه برخه
اجراییه هیت

نهمه ماده: تعریف
اجرایی هیت د دی ټولنی تر ټولو عالی اجرایی نهاد ده چی په انحصاری ډول سره د ټولنی اجرایی چاری تعمیله وی.
لسمه ماده:جوړښت
د اجرایی هیت جوړښت په لاندی ډول ده:
۱-ریس؛
۲-معاونین؛
۳-کمیټی او دفترونه؛

یوولسمه ماده: صلاحیتونه
اجرایی هیت د لاندی صلاحیتونه درلودونکی ده:
۱-د ټولنی د اجرایی چارو تنظیم او اجرأ؛
۲-د نماینده ګیانو تأسیس او الغاء؛
۳-د کمیټو او دفترونه تأسیس او الغاء؛
۴-د کمیټو او دفترونه په فعالیتونو څارنه؛
۵-د کمیټو، دفاترو او نماینده ګیانو لپاره د مصوبو تصویب او د پالیسی وضع؛
۶-له ټولنی څخه استازیتوب؛
۷-له نورو مدنی نهادونو سره د هوکړو رامنځته کول او الغاء؛
۸-د دغی اساسنامه په اساس د عمومی مجمع راغوښتل؛

دوولسمه ماده: جلسی
اجراییه هیت هره اوونی جلسه تدویره وی. د اړتیا په حالت کی د ریس په غوښتنه د اجراییه هیت جلسه تدویر کیدی شی.

دیرلسمه ماده: د ریس او معاونینو صلاحیتونه
د ټولنی د ریس او معاونینو صلاحیتونو د دی اساسنامی په حدودو کی د یو بیلی لایحی له طریقه چی د اجرایی هیت له طریقه تصویب شوی، تنظیمیږی.

څورلسمه ماده: کمیټی
دغه ټولنه لاندی کمیټی لری:
۱-د محصلینو کمیټه؛
۲-د زده کوونکو کمیټه؛
۳-فرهنګی کمیټه؛
۴-د کنټرول او څار کمیټه؛
۵-د ارتباطاتو کمیټه؛

پنځلسمه ماده: دفترونه
دغه ټولنه لاندی دفترونه لری:
۱-مالی او اداری دفتر؛
۲-د ولایتونو د همغږی دفتر؛

شپاړسمه ماده: دندی او صلاحیتونه
د کمیټو او دفترونو دندی، صلاحیتونه او جلسي د بیلابیلو لایحو له طریقه تنظیمږی.

اوولسمه ماده: ولایتی نماینده ګیانی
د ولایتی نماینده ګیانو د چارو تنظیم د بیلو لایحو له طریقه کیږی.

دریمه برخه
د موسسینو شورا

اتلسمه ماده:تعریف
موسسین د ټولنی د بنسټ ایښودونکو په توګه، د خپلو صلاحیتونو په حدود کی، د ټولنی له موخو او آرمانونو څخه ساتنه کوی.

نوولسمه ماده: تعدیل
په اساسنامی کی تعدیل د موسسینو له تأییدی څخه وروسته رامنځته کیدی شی.

شلمه ماده:د راپور استماع
موسسین کولی شی له اجرایه هیت څخه د ټولنی اړوند فعالیتونو په هکله وضاحت واخلی.

یوویشتمه ماده: څار
موسسین باید په منظم ډول سره د ټولنی په چارو نظارت وکړی.

دوویشتمه ماده:جلسه
موسسین د اړتیا په صورت کی کولی شی دی ۱/۳ غړو په غوښتنه سره جلسه دایر کړی.

څلورم فصل
متفرقه حکمونه
لومړی برخه: د غړیتوب شرطونه
درویشتمه ماده: شرطونه
۱-د افغانستان تابعیت ولری؛
۲-اسلامی او افغانی ارزښتونه ته درناوی ولری؛
۳-د ټولنی مصوبو، مقرراتو او اصولو ته درناوی لری؛
۴-له مدنی او سیاسی حقوقو څخه محروم نه وی؛

دوهمه برخه: د غړو حقوق او وجایب
څلورویشتمه ماده: د ټولنی غړی لاندی حقوق لری:
۱-د ټولنی غړی د دی اساسنامی او نورو مصوبو په حدودو کی کولی شی رأی ورکړی؛
۲-د ټولنی غړی کولی شی چی ځان د دی اساسنامی او نورو مصوبو په حدودو کی ځان نوماند کړی؛
۳-د ټولنی غړی کولی شی چی د اخلاقی کوډ په حدودو کی وړاندیزونه، انتقادونو او نظرونه وړاندی کړی؛
۴-د ټولنی غړی که تر اتهام لاندی راشی، د ټولنی له طریقه د ملاتړ وړ وګرځی او په وړیا ډول حقوقی خدمات ته ورته وړاندی کیږی.

پنځه ویشتمه ماده: د ټولنی غړی لاندی وجایب لری:
۱-د ټولنی غړی مکلف ده چی د ټولنی اصولو، مقرراتو، موخو او آرمانونو ته درناوی وکړی.
۲- د ټولنی غړی مکلف ته ده چی ورسپارل شوی دنده تعمیل کړی.
۳-د ټولنی غړی مکلف ده چی په منظم ډول د ټولنی په فعالیتونه کی ګډون وکړی.
ماده: له ټولنی څخه د اخراج شرایط:
۱-که د ټولنی غړی له سپارښتنی او اخطار سره سره بیا هم په منظم ډول سره د ټولنی د اساسنامی او نورو مصوبو مفادات نقض کړی.
۲-که د ټولنی غړی اسلامی او افغانی ارزښتونو ته د دریم ځل لپاره سپکاوی وکړی.
۳-که د ټولنی غړی له مدنی او سیاسی حقوقو څخه محروم شی.

پنځمه برخه: د ټولنی مالی منابع
شپږویشتمه ماده: د ټولنی مالی منابع په لاندی ډول دی:
۱-د حق العضویت ورکړه؛
۲-د ملی سوداګرو او نورو خیریه حقیقی او حکمی اشخاصو مرسته؛
۳-د ټولنی د خپرونو عواید؛

شپږمه برخه: وروستی برخه
اوویشتمه ماده: خپرونی
ټولنه مشخصی او معینی خپرونی لری، د خپرونو اړوند چاری د هغی لایحی چی د اجراییه هیت له طریقه تصویب شوی، تنظیمیږی.
اتویشتمه ماده:
د موسیسنو، اجرایه هیت او افتخاری غړو نومونه له اساسنامی سره ضمیمه دی.
نوویشتمه ماده: دټولنی انحلال
د ټولنی انحلال د عمومی مجمع او موسیسنو په ګډه پریکړه سره صورت مومی. د ټولنی د انحلال چاری د هغی لایحی له طریقه چی د اجرایه هیت له طریقه تصویب شوی، تنظیمیږی.

دیرشمه ماده:
دغه اساسنامه په څلورو فصلونو او دیرشو مادو کی ترتیب او د موسسینو له طریقه تصویب شوی.

دافغان محصلینواوزده کوونکوټولنه
بریښنالیک:
[email protected] / [email protected]
دتماس شماره:
0093-787111788
مرکزی دفتر کابل خوشحال خان مینه کابل افغانستان

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Address


Kabul
1010

Opening Hours

Monday 08:00 - 17:00
Tuesday 08:00 - 17:00
Wednesday 08:00 - 17:00
Thursday 08:00 - 17:00
Saturday 08:00 - 17:00
Sunday 08:00 - 17:00