23/08/2026
د لیسې د مشرتابه ځانګړې لارښوونې او هدایات:
د لیسې ښاغلي رئیس انجنیر محب الله اتل له خپلو قدرمنو استادانو سره د څلورنیم میاشتنیو ازموینو د پایلو او شفافیت، د نیمایي کال د ترسره شویو علمي او اداري فعالیتونو د ارزونې، او د راتلونکې دورې د چارو د لا ښه تنظیم په موخه مهمې خبرې او لازمې لارښوونې شریکې کړې.
په دې ناسته کې د ازموینو د شفاف او منظم ترسره کېدو، د زدهکوونکو د علمي کچې د ارزونې، د نیمایي ښوونیز کال د فعالیتونو د پایلو د تحلیل او همدارنګه د راتلونکو چارو لپاره د مناسبو پلانونو پر جوړولو ټینګار وشو.
د ښوونځي اداره هڅه کوي چې د استادانو په ګډه همکارۍ، منظم پلان او مسؤلانه کار سره د زدهکوونکو د زدهکړې بهیر لا پیاوړی او د ښوونیز چاپېریال کیفیت لا لوړ کړي.
#میلاد اتل د ځوان نسل د ښوونې او روزنې ځای!