اسلامي ارشادات اوحنفي فقه

اسلامي ارشادات اوحنفي فقه

Share

داسلامي نشرياتو ، حدیثونو، مسائلو، فتواو، او نصیحتونو لپاره په پښتو ژبه ځانګړی پاڼه

16/03/2025
24/03/2023

په مسواک وهلو، او سترګو تور ولو سره روژه نه ما تيږي.
تبین الحقائق

23/03/2023

{شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ}
ژباړه:د رمضان مياشت خو هماغه ده چې قراّن پكې نازل شوى
که غواړې يو ځل قران کریم ختم کړې: لمانځه وروسته څلور(۴) صفحې تلاوت کوه.
که غواړې دوه ځله قران کریم ختم کړې : لمانځه وروسته اته (۸)صفحې تلاوت کوه.
که غواړې دری ځله قران کریم ختم کړې: لمانځه وروسته دولس (۱۲)صفحې تلاوت کوه.

22/03/2023

‏‎ #مبارک
د افغانستان د سترې محڪمې د پریڪړې په اساس سبا پنجشنبه د حمل ۳مه نیټه د روژې لومړۍ ورځ ده!
ټول افغان مسلمان ملت ته د دغه مبارڪې میاشتې رارسیدو په مناسبت مبارڪي وایم، رب تعالی دې ټولو افغانانو ته بختوره کړي!

26/09/2022

انا لله وانا الیه رجعون

06/07/2022

د عرفې په ورځ لاندې کارونو ته متوجه شئ!

۱- کوښښ وکړئ چې پدې مبارکه ورځ روژه ونيسئ، ځکه د رسول الله ﷺ وینا ده؛ چا چې د عرفې د ورځې روژه ونیوله، زما له الله تعالی څخه امید دی، چې د يوه کال وروستني او يو کال مخکني ګناهونه به ورته معاف کړي. (سبحان الله څومره بهترین چانس)

۲- سهار لمونځ نه وروسته به تکبيرات شروع کيږي، تر د اختر څلورمې پورې به جاري وي، چې ټول ۲۳ لمونځونه راځي، چې هېر يې نه کړئ.

د تکبير الفاظ دا دي:
الله أَکْبَرُ، الله أَکْبَرُ، لَا إِلَه إِلَّا الله، والله أَکْبَرُ، الله أَکْبَرُ، وَلِلّٰه الْحَمْدُ‘‘.

۳- ډېرې دعاګانې وغواړه د خپل ځان لپاره، وطن لپاره ټول امت لپاره؛ ځکه رسول اللّٰه ﷺ وايي چې غوره دعا د عرفې د ورځې دعا ده.

۴- غوره ذکر پکې دا دی:
لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ.

۵- کوښښ وکړه صدقه ورکړه.
۶- دا يوه ورځ ده، ډېر کوښښ وکړه له دروغو، غيبت، بهتان نه ځان وژغوره او ټوله ورځ په تلاوت تېره کړه.

۷- د موبايل او نيټ څخه استفاده بيخي کمه کړه.

۸- په کړيو ګناهونو مهربان رب ته وژاړه؛ او دا کار حتماً وکړه ځکه د مرګ نېټه مالومه نه ده شايد دا دې اخري توبه وي او بيا د بلې توبی وخت پيدا نشي.

۹- د لمانځه کلکه پابندي وکړه او هڅه وکړه چې تکبير اولی درڅخه فوت نشي.

۱۰- د روژه ماتي وخت ډېر قيمتي وخت دی چې درڅخه په فضول خبرو او کار عبث تېر نشي؛ ښې ډېرې دعاګانې وکړه اخره کې ما هم پکې ياد کړه ځکه ستا په دعا به ملايک امين ووايي.

يادونه؛ راتلونکې جمع د عرفې ورځ ده.

09/05/2021

پر امام شافعي د تهمت کیسه

یو وخت امام الشافعي رحمه الله د خپلوشاګردانوپه منځ کې ناست و، یوه ځوانه مېرمن ورته راغله او ورته ویې ویل : اې د شپې زاني او د ورځې واعظ شیخه ...!

د امام شاګردان هک حیران شول چې دا څه کیسه ده! امام الشافعي خپلو شاګردانو ته وویل : ما د خورما په څېر وشمېرئ، چی د کار شی یې خوړل کیژي او بېکاره یې غورځول کیژي . د امام د شاګردانو حیرانتیا اوغوسه زیاتیدله، په دې وخت کې یوکس راغی اوښځې ته یې وویل چې کور دې اور واخیست . امام رحمه الله سره له شاګردانو ټول د ښځې د کور پر لور روان شول . هلته چې ورغلل د ښڅې واړه زامن په اور کې ایسار وو . امام الشافعي پخپله د اور له منځه ماشومان را وایستل اوخبره په خیر ختمه شوه . په دې سره ښځې د خلکو په منځ کې اعتراف وکړ چې یهودو پیسې ورکړې وې چې امام الشافعي د خپلو شاګردانو په منځ کې وشرموي .

امام الشافعي رحمه الله ته خپلو شاګردانو وویل چې تا د خپل ځان دفاع ولې نه کوله ؟ ده ورته وویل : که ما هر څومره د ځان دفاع کړې وی تاسو به په دوو ډلو وېشل شوي وی ، یوې ډلې به زما خبر منلې وه او بلې به نه منله او چې زما خبر یې منلې وی د هغو په زړونو کې به هم شک و. نو موضوع مې الله تعالی ته وسپارله . رښتیا هم الله جل جلاله ښه کار جوړوونکی او هغه د هر چا کافی دی.

هر وخت د علماوو او دین د نماینده ګانو پر خلاف د کفر او نفاق له ادرسونو د هغوی د بدنامولو هڅې او کوښښونه کیږي، څرنګه چې علماء د انبیاوو وارثان او د دین نماینده ګان دي، نو د مختلفو وجوهاتو له امله د کفر او نفاق له خوا بریدونه لومړی پر اسلام نه بلکې د اسلام پر نماینده ګانو کیږي ، هغوی اصلا په دې توګه پر اسلام د برید پیل کوي ، وروسته د اسلام په نورو برخو بریدونه کوي، موجوده وخت کې د استشراق او سیکولریزم له ادرسونو هم لومړی برید پر علماوو وي، دویم ګام نور څه وي. الله رب العلمین دې علماء داسې وساتي لکه امام الشافعې رحمه الله یې چې د یهودو له تور او تهمته وژغوره.

لطفا کمنټ کې کومه د خیر خبره پریږدئ.
حامد افغان له وال نه.

29/04/2021

احنف بن قیس رحمه الله ته چا وویل: ته خو ډير سپین ږیری یې، روژې دې نور هم کمزوری کوی، نو د ورته وویل: زه دهغه اوږد سفر لپاره تیاری کوم، او د الله تعالی په عبادت صبر کول ډیر اسانه ده، لدېنه چې په عذاب یې صبر وکړم.
په ریښتیا هم که د اخرت فکر وکړو، نو هر عبادت به راته اسانه وي، الله تعالی دې د ښو اعمالو توفیق موږ ټولو ته را نصیب کړي.

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Kabul
Kabul
27000