Asan zdakra اسانه زده کړه

Asan zdakra اسانه زده کړه

Share

Z

14/06/2021

د جهنم پيژندل او د جهنميانو حال اوله برخه مولوي محمد ياسين فهيم پښتو بيان 👇👇
https://youtu.be/xJe_VQwaZGE
👆👆👆
د ملګرو سره يې شريک کړئ

23/02/2021

خبردارې❌❗
د علاءالدین سریال کفریات

علاءالدین سریال چه هند کې جوړ شوی او زیات خلک یي په ډیر شوق سره ګوري ماشومان او غټ ورباندی اخته دي
او زمونګ بې فرهنګه هیواد هم پښتو ته ژباړلې
او د لمر تلویزون نه خپریګي خو هیچا یي مخه ونه نیوله هیچا هم ونه ویل چه دا خو زمونګ اسلام او فرهنګ سره تضاد لري او د اسلام یوه غلطه نقشه وړاندی کوي او د ماشومانو افکار خرابوي
عجیبه خو دا ده چه ددغه سریال کار کونکي ټول هندوان او ملحدین دي خو سریال کې د مسلمان په نوم کار کوي
تر څو خلکو ته د اسلام غلطه نقشه ورکړي
چه زیات خلک همدغه سریالونو نه اسلام زده کوي او تقلید یي کوي چه همدیته فکري جنګ ویل کیګي چه د زیاتو خلکو افکار یي خراب کړل

ددغه سریال یو څه کفرونه په لاندی ډول دي👇

①سحر او جادو یو کفري عمل دی او اسلام د ساحر د وژلو حکم ورکړی خو دغه سریال کاملا په جادو او سحر ولاړ دی

②د الله نه ماسوا په بل چا قسم کول کفر او شرک دی خو دغه سریال کې کله د سرو زرو په اشرفیو قسم خوړل کیګي یا د چا په سر یا په محبت قسم خوړل کیګي چه دا ټول شرک دي

③الله تعالی نه د چا پلار دی او نه د چا زوی
خو دغه سریال کې وایي نیک زړونو والا خلک د الله بچي دي او الله یي نه ضایع کوي

④کومک صرف الله نه غوښتل پکار دي
خو دغه سریال کې د زیارت نه هم کومک غوښتل کیګي او پیریانو او ساحرانو نه او ملایکو نه.

⑤متصرف ذات صرف یو الله دی بارانونه هغه وروي طوفانونه او وریځې هغه راولي
خو دغه سریال کې باران او طوفان د جادو په ذریعه راوستل کیګي

⑥د پردیو ښځو سره ناروا اړیکې ساتل ناروا او حرام دي
خو دغه سریال د نامشروع محبت او نامشروع اړیکو نه ډک دی

⑦پدغه سریال کې جنت او جهنم پوری زیات رشخندونه وهل شوي
ځکه جنت او جهنم ته پس د مرګ نه تلل کیګي خو دغه سریال کې په ژوندون هم تلل کیګي او د دنیا د تباهۍ اسباب جنت او جهنم نه راوړي او جنت نه یي یوه سرایه جوړه کړی چه هر څوک ورځي او راځي ترینه
دغه رنګه جنت نه یي د فاسقانو او فاجرانو ټهیکانه جوړه کړی

⑧ملایک یو نوراني مخلوق دی او د الله تابعدار مخلوق دی
خو دغه سریال کې چه څوک مړ شي هغه نه ملایک جوړ شي او بیا ځمکې ته هم راځي د خلکو سره کومکونه کوي

⑨انسان د وفات نه روسته دنیا ته نه راځي
خو دغه سریال کې مرګ نه روسته هم دنیا ته راځي

¹⁰ دا ټول نظام الله چلوي او صرف یو ذات دی
خو دغه سریال کې وزیراعلی ډیر کفریات وایي
کله وایي ځمکه باندی زما باچاهي ده اسمانونو باندی هم خپل واک راوړم
کله وایي زه خدای یم
کله وایي که ستا خدای هم راشي مانه نجات نشي درکولای

داسې زیات کفریات پکې شته خو دا مې درته یوه نمونه ذکر کړه
ډیره د تأسف خبره ده نن زمونګ ټولنه کی هر پلار د خپلو اولادونو لپاره تلویزون اخستې اولادونه یي دغسې سریالونه وګوري ماشومتوب نه یي ذهنونه او فکرونه خراب شي چه بیا د الحاد دروازه باندی ډیر زر ورننوځی
او شمشاد تلویزون ' لمر تلویزون او نور فاحشه خانې ددغسې ګنده او بربنډ سریالونو یوه اډه ده چه هیچا یي مخه ونه نیوله

نوټ👈 هر مسلمان دا پوسټ نشر کړۍ تر څو علماء هم خبر شي چه ددی مخه ونیسي او مشران هم خپل اولادونه ددی نه منع کړي
کاپي

19/02/2021

ايت الکرسی فوايد

۱- کور نه د وتلو په وخت کې
د ايت الکرسی ويل ۷۰۰۰۰ فرښتې به ستا ساتنه کوي
۲- کور ته د ننوتلو په وخت کې
د ايت الکرسی لوستل لوږه او فقر به ستاسو کور ته نه راځې
۳- د اودس څخه وروسته
د ايت الکرسی لوستل ۷۰ ځلې ستاسي شخصيت لوړوي
۴- د ويده کيدو څخه مخکې ايت الکرسی لوستل
فرښتې به ټوله شپه ستاسې حفاظت کوي
۵- د لمانځه څخه بعد د ايت الکرسی لوستل
ستاسو او د جنت تر منځ فاصله به صرف حق مرګ وي
زما مهربانه خدايه
ته ددې توان راکړي چې زړه او خوله مو ددې ايت الکرسی په ويلو ګويانه وي
د ثواب په خاطر یی له ملگرو سره شریک کړئ او صفحه درسره لایک کړئ ★

18/02/2021

د روح غذا ديته وايي ✅✅✅
اذان په ښکلي غږ کې چې روح ته آرام وربښي
تاسو يو ځل واورئ او د ملګرو سره يې هم شريک کړئ👇👇👇
https://youtu.be/pd-7_oy_Gmc

17/02/2021

د سورت البقرة پښتو لفظي ترجمه 👇👇
https://youtu.be/M0ZhRxoZZa4
خپل وخت مو د قرآن کريم د لفظي ترجمې په زده کړې سره قيمتي کړئ او د ملګرو سره يې د ثواب په خاطر شريک کړئ

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Kabul