مشق خصوصي عالي لېسه

مشق خصوصي عالي لېسه مــشـق یانې د یو روښانه راتلوونکي زیری
ستاسو بریا زمونږ بریا ده نو راشې چې په ګډه سره د یو روښانه راتلوونکي هوکړه وکړو

د هیواد روانو پرمختیایي بدلونونو او د دې تر څنګ د علم او زده کړې په ډګر کې پانګونه که له یوې خوا یوه ښه لاس ته راوړنه ګڼل کیږي، لیکن له بلې خوا دا لړۍ له ستونزو څخه هم خالي نه ده. په دولتي او خصوصي ښوونځیو او تعلیمي بنسټونو کې د یوې روښانه تګلارې او هوډ نه شتون، د زده کړو ټیټ کیفیت او په معیاري او عصري زده کړو د سمبالو مرکزونو کمښت د یادو ستونزو له ډلې څخه شمیرل کیږي. که څه هم د پورته ننګونو سمون او بدلون د یو کس یا د یوې ادارې لپاره ناشونې بریښي لیکن د کلک هوډ، روښانه تګلارې او زیار په مرسته کولی شو یادې ناخوالې د افغانستاد د زده کړو له مرکزونو څخه لرې کړو، نو ځکه مو د یوه ژمن افغان او مسلمان په توګه دا وپتییله چې د دغې پرمختیایي قافلې موخې ته د رسیدو لپاره خپل لمړی ګام د مـــــشــــــق د خصوصي ښوونځي له افتتاح څخه پیل کړو.
مشق خصوصي ښوونځی د دیني، ساینسي او عصري زده کړو تر ټولو ستر مرکز دی. د معیاري امکاناتو، روښانه تګلارې او قوي هوډ په لرلو، او همدارنګه دمتعهد، په وطن مینو ښوونکو او هیوادوالو په مرسته ‌‌ډاډه دی چې د مشق او تعلیم په مرسته دغه وروسته پاتې هیواد به د پرمختګ او هوساینې لوړ پړاو ته ورسوي.
د مشق د خصوصي ښوونځي تګلاره نه یواځې خیالي نه ده، بلکې په حقیقتونو ولاړه او د ټولنې د هیلو سره پوره اړخ لګوي. کیدای شي زموږ تګلاره په لاندې ټکو کښې خلاصه شي.
• په اسلامي او ملي روحیه سره د هیواد د ماشومانو، ځوانانو او پیغلو روزل
• په معیاري توګه د افغانستان د پوهنې د وزارت او د اکسفورد تدریسي نصاب تطبیق
• ټولنې ته د لوړو او با کیفیته زده کړو وړاندې کول
• د ماشومانو د زهني وړتیا د کچې معلومول او د تقویه کولو لپاره یې لازم اقدامات
• د کمزوري ذهن لرونکو زده کوونکو پیژندل او له هغوی سره هر اړخیزه مرسته
• د علمي کنفرانسونو، د فیس د تخفیف او په خاصو ډالیو سره د ممتازو زده کوونکو تقدیرول
• د غریبو او یتیمو ماشومانو د زده کړو لپاره خاص تدابیر اوپام لرنه
• د هوسا او معیاري زده کړو لپاره د آرام درسي چاپیریال برابرول
• ماشومانو ته د کورنۍ، خپلوانو، هیوادوالو او ټولنې د حقونو زده کول

26/04/2026

په مشق کی انګلیسی ژبه په معیاری ډول زده کړی

کمیته نظم دسپلین وانظباط های لیسه عالی خصوص مشق
21/04/2026

کمیته نظم دسپلین
وانظباط های لیسه عالی خصوص مشق

18/04/2026
16/04/2026

مشق ته ښه راغلاست

09/04/2026

به سال تعلیمی 1405 به مشق خوش امدید!

مشق مو د ماشومانو د روزنې انګړ دی.
01/04/2026

مشق مو د ماشومانو د روزنې انګړ دی.

مشق خصوصی عالی لېسه یعنې غوره معیار، غوره ټاکنه!
31/03/2026

مشق خصوصی عالی لېسه یعنې غوره معیار، غوره ټاکنه!

د نوي تعلیمي کال د پیل خبرتیا!مشق خصوصي عالي لیسې قدرمنو والدینو او ګرانو زده کوونکو ته په ډیر درناوي خبر ورکول کیږي چې ...
26/03/2026

د نوي تعلیمي کال د پیل خبرتیا!
مشق خصوصي عالي لیسې قدرمنو والدینو او ګرانو زده کوونکو ته په ډیر درناوي خبر ورکول کیږي چې د ۱۴۰۵ ه ش تعلیمي کال رسمي تدریس بهیر حمل د میاشتې په شپږمه نېټه چې د پنج شنبې ورځې سره سمون خوري په منظم او معیاري تعلیمي چاپیریال کې پیل کیږي .
له همدې امله ټولو قدرمنو والدینو څخه هېله کيږي ،چې خپل ماشومان پر وخت ښوونځي ته راولیږی تر څو زده کوونکي وکولی شي له لومړی ورځې څخه د تدریسي پروګرامونو په بهیر کې فعاله او اغېزمنه ونډه واخلي
زمونږ اداره ژمنه ده ،چې د معیاري تدریس، سالمې روزنې او منظم تعليمي چاپيریال په برابرولو سره ستاسو د ماشومانو علمي او اخلاقي ودې لپاره لا ډیر اغیزمن ګامونه پورته کړي.
هېله ده چې د نوي تعليمي کال له پیل سره سم ،ټول زده کوونکي د لوړ همت ، مثبت فکر او تعليمي انګېزې برابرولو سره خپلو درسونو ته حاضر شي.

Address

Bagrami New Project
Kabul
26000

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when مشق خصوصي عالي لېسه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to مشق خصوصي عالي لېسه:

Shortcuts

Share

Category