29/04/2026
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې د یوه پوهنتون په ګډون د اسد اباد څېرمه سیمو کې د پرون ماسپښین د بریدونو پایله کې د لسګونو ملکي وګړو مرګژوبله یې مستنده کړې ده.
یوناما په یوه لنډ پیغام کې لیکلي چې "د نړیوال بشري قانون له مخې، د تعلیمي بنسټونو په ګډون ملکي وګړي او ملکي ځایونه باید تل خوندي اوسي. موږ د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوو او د ټپیانو لپاره د چټکې روغتیا هیله کوو."
وړاندې، د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې سرچینو بي بي سي ته ویلي وو چې د پاکستان د بریدونو له کبله د ولسي وګړو د مرګژوبلې شمېره لوړه شوې ده.
تفصیل یې پر بيبيسي پښتو ټکی کام لوستلی شئ
https://bbc.in/4d8jr5s