20/04/2021
د پوهنې بهیر او د ماشومانو د حقونو ظالمانه نقض - تاند
نعمان دوست || که مورنۍ ژبه مهمه نه وای، په نړیواله کچه به ورته یوه ورځ نه ځانګړې کیده. دا چې د فبروري ۲۱مه، هر کال د مورنۍ ژبې په نوم نمانځل کیږي، نو له همدې څخه یې اهمیت ...
24/11/2020
یو خوا د سولې خبرې او بلخوا د نړیوالې ټولنې همکاري,
د جینیوا کنفرانس په لړ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت مشرتابه او په ځانګړې توګه د بهرنیو اړیکو هوښیار وزیر په ډېره ځیرکتیا د سترو ننګوونو سره سره نړیوالو ته د خپلو هېوادوالو د ځورونکي واقعي حالت په وړاندې کولو سره بریالۍ پایله ترلاسه کړه, هغوۍ تریوه حده نړیوال د افغانستان په کورنيو او بهرنيو حساسیتونو قانع کړای شول او د پخوا په څېر ټول دوست هېوادونه د فساد سره د مبارزې, سولې او د لوږې د لمنځه وړلو په چاره کې د افغانستان اسلامي جمهوریت ترڅنګ ودرېدل.
د افغانستان اسلامي جمهوریت له ټول درانه پلاوي څخه همدا تمه وه, په افغان ولس د هیچا ښېګڼه ورکه نده, څوک چې ددې فقیر وطن د ابادۍ لپاره یوه خښته په بله ږدي, تاریخ یې په زرینو کرښو ثبتوي.
د سوکاله او د بې وزلیو څخه د پاک افغانستان په هیله
19/07/2020
دعامې روغتيا وزارت پر سياسي او تنظيمي بنسټونو د ملت د احساساتو سره لوبې کوي
د عامې روغتيا وزارت چې يو غير سياسي او خدماتي ارګان دی له بده مرغه په سياسي تنظيمي بڼه اوړي. ټولنيز فعالان وايي د عامې روغتيا وزير ددې پر ځای کې دکرونا د سختو ورځو ملګري او صحي کارکونکي او رضاکاره ټولنې تقدير کړي، دوه اونئ وړاندې د همده لخوا استخدام شوي جمعيتي او تاجک رئيسان تقديروي. جواد عثماني د جناح روغتون اوسنی رئيس چې د پکتيکا ولايت د ارګون د ولسوالئ تاجک ، په تنظيمي لحاظ جمعيتي او د وزير د ټيم چې د مخدره موادو د تقاضا د کمولو د پروژې اړوند شخص دی تقدير کړ په داسې حال کې چې د هيواد د کويډ ۱۹ په مراکزو کې په هاغه سختو شپو ورځو کې کارکونکي نه يواځې داچې تقدير نه شو بلکې په بيلابيلو پلمو له کاره ګوښه کړل شو. ټولنيز فعالان د وزير دغه عمل د تبعيض او د ملت له احساساتو سره لوبې ګڼي او له ولسمشر غواړي چې اجازه ورنه کړي څو د عامې روغتيا وزارت په يو تنظيمي اداره بدل شي.
23/05/2020
اختر مو مبارک
دکمکي اختر د رارسیدو په مناسبت خپلی درنې کورنۍ ملګرو او د افغانستان غیور ملت ته مبارکي وایم
هیله ده چی دا اختر په هیواد کی د نیکمرغۍ, سولی او بشپړی روغتیا اختر شي
عید مبارک
فرارسیدن عید سعید فطر را به تمام دوستانم به ملت نجیب کشورم تبریک عرض میدارم
امیدوارم عید با صلح سرتاسری و صحت مندی کامل هموطنانم سپری ګردد.
Happy eid Mubarak to all of my friends.
اختر کی د کورنی سره پاتی شی.
عید را با فامیل های عزیز خود سپری نماید.
Stay home stay safe.
18/02/2020
په پوره امانت دارۍ مو خپل مسؤلیت او دنده ترسره کړه، که څه هم وځنډېده؛ خو هیله مند یم چی پایله به یې هیواد والو ته دمنلو وړ وي.
د انتخاباتي ټکټونو ټولو لوریو څخه مې هیله همدا ده، چی د هیواد آبادي او پرمختګ خپل اصل وګرزوي دیموکراسي او د خلکو تصمیم ته لبیک ووایي.
ګټونکي ټيم ته د بریا مبارکی وایم!
هیله مند یم چې د دولت جوړول خپل اصل وګرزوي.