Afghan Scholarships

Afghan Scholarships

Share

تازه ترین معلومات در رابطه با تحصیلات عالی و بورسیه ها

13/12/2025



د نجونو د ښوونځیو د تړلو نن ۱۵۴۷ مه ورځ، او د پوهنتونونو د تړلو یې ۱۰۸۷ یمه ده! 😭

Today is the 1547th day that girls’ schools have been closed and the 1087th day that the universities have been closed! 😭

امروز ۱۵۴۷مین روز است که مکتب‌های دخترانه بسته مانده‌اند و ۱۰۸۷مین روز است که پوهنتون‌ها بسته اند! 😭

10/12/2025

د نجونو د ښوونځیو د تړلو نن ۱۵۴۴ مه ورځ، او د پوهنتونونو د تړلو یې ۱۰۸۴ یمه ده! 😭

Today is the 1544th day that girls’ schools have been closed and the 1084th day that the universities have been closed! 😭

امروز ۱۵۴۴مین روز است که مکتب‌های دخترانه بسته مانده‌اند و ۱۰۸۴مین روز است که پوهنتون‌ها بسته اند! 😭

01/10/2025

انټرنت بیرته فعال شو
هغوی چې د انټرنټ خلاصیدو اړوند پوسټونه کوي راځئ د انجونو د تعلیم لپاره هم یو یو پوسټ وکړئ
تعلیم د انجونو حق دی، هغوی ته خپل حق ورکړئ!

29/09/2025

😭
په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د بندیدو وروسته، تیر کال کابل انلاین طبي پوهنتون په فعالیت پیل وکړ چې زما په ګډون سلګونو استادانو له هیواده بهر په داوطلبانه ډول بغیر له کوم مادي امتیازه په کې تدریس کاوه. تاسي په خدای باور وکړئ، زده کوونکې خویندې ډېرې بااستعداده او د زده کړو لپاره له ځانګړي علاقمندۍ سره هر تدریسي ساعت په داسي حال کې حاضریدلې چې ډیریو خو به يي د پلار او ورور د خوارۍ مزدورۍ په پیسو انټرنیټ فعاله کړی وو، او هر څه یې د نړۍ د معتبرو پوهنتونونو په معیار زده کول.

دا پوهنتون د افغان نجونو لپاره، د تعلیم د دروازو د بندیدو وروسته، د امید یوه نوې دروازه وه، خو د انټرنیټ د بندیدو له امله دا هیله هم پرې شوه. هغه محدود شمیر نجونې چې په کلاسونو کې حاضرې وې چیغو او ژړاوو يي اسمان لړزاوه. یا ربه زموږ له ملت سره څه روان دي.

افغان ملت باید پوه شي چې علم یوازې د هیواد راتلونکی جوړوي. د دې سختو شرایطو په وړاندې، اړتیا ده چې ټول یو موټی شو، د زده کړو ملاتړ وکړو، نوې لارې چارې پیدا کړو او خپلو نجونو ته د تعلیم دروازې بیا پرانیزو. ځکه یوازې د پوهې له لارې کولای شو راتلونکې له تیارو راوباسو.

16/08/2025

#روسیه
د اوپن ډورز بورسونو معلومات، ډیر ژر…
معلومات کامل بورسیه اوپن دورز، بزودی…

20/07/2025

د ١٤٠٤ کال کانکور ازموینې ګډونوال کولی شي، د خپلې ازموینې پایلې په لینک کې وګوري!
......
اشتراک کننده ګان امتحان کانکور می توانند نتایج خویش را از
لینک ذیل دریافت نمایند!

https://nexaresults.org/

20/07/2025

د کانکور نتیجه نن
خو بې له انجونو 🥺

12/07/2025

په افغانستان کې د نجونو او ښځو ژوند له ډېرو سختیو، محرومیتونو او نابرابرۍ سره مخ دی. له ښوونځیو څخه د نجونو منع کول، د پوهنتونونو دروازې بندول، د کار او فعالیت د حق سلب، او له ټولنیز ژوند څخه ایستنه د هغوی پر ژوند ژور منفي اغېز کړی دی. نن ورځ ډېری نجونې نه پوهېږي چې سبا به څه وي، نه زده کړه لري، نه کار، او نه هم د ژوند کولو عادي شرایط. دا یوه ملی فاجعه ده، ځکه چې کله چې د ټولنې نیمه برخه چوپ او محرومه وساتل شي، نو ټولنه نه شي پرمختګ کولی.

ښځې د ټولنې د جوړښت مهم رکن دي. که هغوی ته د ژوند کولو، زده کړې، کار، او تصمیم نیولو حق ور نه کړل شي، دا مانا لري چې موږ خپله ټولنه شاته بولو او راتلونکي نسل ته تیاره پریږدو.

حل لارې:
1. تعلیم ته لاسرسی:
ښوونځي او پوهنتونونه باید سمدستي پرانیستل شي. دا یو اساسي حق دی، نه یو امتیاز. تعلیم د ښځو د ځواکمنتیا کلید دی.

2. حقوقي خوندیتوب:
باید داسې قوانین او میکانیزمونه جوړ شي چې د ښځو حقونه خوندي کړي، د زور زیاتي مخنیوی وکړي، او د هغوی د خوندیتوب تضمین وکړي.

3. د ټولنیز پوهاوي لوړول:
د ټولنې د ذهنیت بدلون ته اړتیا ده. دا له کور، جومات، ښوونځي، رسنیو، او ټولنیزو شبکو باید پیل شي، تر څو خلک درک کړي چې ښځه انسان ده، نه بوج.

4. د ښځو غږ ته درناوی:
ښځو ته باید دا فرصت ورکړل شي چې د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کړي، مشرتابه ته ورشي، او د ټولنیزو پرېکړو برخه وي.

5. نړیوال ملاتړ او فشار:
نړیواله ټولنه باید د افغانو ښځو ملاتړ ته دوام ورکړي، او پر هغو ځواکونو فشار واچوي چې ښځې د ژوند له اساسي حقونو محروموي.

موږ باور لرو چې د افغانو نجونو او ښځو لپاره به ښه ورځ راځي، خو دا ورځ یوازې هغه وخت راځي چې موږ ټول یو ځای د حق، انصاف او برابري لپاره ودریږو. دا مبارزه اسانه نه ده، خو ضروري ده ځکه چې هره افغانه نجلۍ د یوه روښانه راتلونکي مستحقه ده.

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Kabul
2601