باب الريان کابل متوسطه خصوصي ښوونځی BRK Secondary Private School

باب الريان کابل متوسطه خصوصي ښوونځی BRK Secondary Private School

Share

School page

21/03/2025

#خبرتيا!
د باب الريان کابل متوسطه خصوصي ښوونځي اداره ټولو زده کوونکو ته خبر ورکوي چي سبا شنبه چې دحمل مياشتې ٤ مې نيټې سره سمون خوري، خپلو درسونو ته حاضر شئ.
په درنښت
آداره

18/08/2024

د خپلواڪۍ ۱۰۵ مه کالیزه مو مبارڪ شه
happy Independence Day
🇦🇫

01/08/2024
Photos from ‎باب الريان کابل متوسطه خصوصي ښوونځی BRK Secondary Private School‎'s post 19/03/2024

١- غواړی چې ماشومان مو په دیني او عصري زده کړو سمبال کړی؟
٢- غواړی چې ماشومان مو په ملي او بین المللی ژبو خبرې وکړي؟
٣- غواړی چې ماشومان مو له ټکنالوجۍ سره پوره بلدتیا ولري ؟
نو دقیق انتخاب وکړئ
باب الریان ستاسو هېلې په واقعیت بدلوي، نو د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکي لپاره نوموړی ښوونځی انتخاب کړئ.
د ټولو ګرانو زده کوونکو محترمو والد صاحبانو ته خبر ورکول کیږي ، چې سبا د چهار شنبې په ورځ د ١٤٠٣ ه ش تعلیمی کال د حمل د میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لري خپل ماشومان درسونو ته په وخت راولیږئ ، تر څو د درسي بهیر له ځنډ سره مخ نشي!!!
نوی کال ، نوې هېلې ، نوی پرمختګ له باب الریان سره تجربه کړئ.

Photos from ‎باب الريان کابل متوسطه خصوصي ښوونځی BRK Secondary Private School‎'s post 11/03/2024

که چېرې د خپلو ماشومانو لپاره د بهترینو ښوونځیو په لټه کې یاست، نو د باب آلریان خصوصي ښونځي سره یو ځای شی.
د باب آلریان خصوصی ښوونځی په ټولو ښوونيزو امکاناتو،
برابر ښونځي دی.
نوم ليکنه دوام لری.
آدرس:شهارک حاجی منجی جامع جومات ته مخامخ باب آلریان خصوصي ښونځي

اړيکې شميره:,+93773187029
0771236063

Photos from ‎باب الريان کابل متوسطه خصوصي ښوونځی BRK Secondary Private School‎'s post 16/12/2023

د باب الريان کابل متوسطه خصوصي ښوونځی BRK Secondary Private School د 1402 کال سالانه امتحان د نتایجو اعلان په پار مو شانداره غونډه نیوله وه په دغه غونډه کې علماوو ، سپین ږیرو او د منجی( حاجی عنایت الله ) شهرک اوسیدونکو مشرانو، ځوانانو ګډون کړی وو او مراسم مو یوځای په ښه شان سره پای ته ورسول . د باب الریان کابل منځنی خصوصي ښوونځي د اداري ، تدریسي پرسونل څخه یوه دنیا مننه چې پدې تعلیمي کال کې یې هیڅ ډول دریغ ونکړل خپل مسؤلیتونه او وجایب یې په ښه شان ترسره کړل یو ځل بیا هم مننه کوم د غونډې له ټولو ګډونوالو څخه. په درنښت

21/11/2023

امتحان او نقل
د جنوبي افریقا د پوهنتون یو پروفیسر د پوهنتون په دروازه ولیکل :
اړتیا نشته چې د یو ملت د له منځه وړلو لپاره اتوم بم یا د لرې واټن ویشتونکي توغندي وکارول شي، بلکې د تعلیم د کیفیت ټیټوالی او زده کوونکو ته په ازموینه کې د نقل اجازه ورکول په اسانۍ ملتونه له منځه وړي.
- هغه ډاکټر چې په ازموینه کې په نقل بریالی شوی، په لاس یې ناروغان مري.
- انجینر چې له ازموینې څخه په چل او فریب وتلی، په لاس یې ودانۍ نړیږي.
- اقتصاد پوهان او د مالي چارو ماهرین چې په درواغو سند تر لاسه کړي، اقتصاد مو نړوي او له خپلو شتمنیو او زیرمو مو بې برخې کوي.
- هغه قاضیان چې په نقل بریالي شوي، د قضایي او عدلي سیستم بیخ باسي.
- د هغه کوچنیانو په ذهن کې ناپوهي د تل لپاره پاتې کیږي، څوک چې په ازموینه کې په چل او درواغو بریالی شویو ښوونکو تر روزنې لاندې دي.
- مذهبي مخکښان چې په ورته لارو یې ځان فارغ کړی او حقیقت ته یې ځان نه وي رسولی، انسانیت او انساني ارزښتونو ته د پای ټکی ږدي.
- د سیاسي ډګر لوبغاړي که په ورته شکل له پوهنتونه راووځي، وطن مو پلوري.
د تعلیم د معیار ټیټوالی، د ځمکې له کٌرې څخه د یو ملت د پناه کولو په معنی دی. په درنښت

د باب الریان اداري مقام.

21/11/2023

د باب الریان خصوصي ښوونځي د زده کوونکو دپام وړ!
دا چې د افغانستان اسلامي امارت پوهنې وزارت د لایحې مطابق سبا چهار شنبې په ورځ چې د قوس میاشې له اول تاریخ سره سمون خوري کلنۍ ازموینه اخیستل کیږي د امتحان د صحنې د غوره کنترول او تنظیم په خاطر باید لاندې لارښونې په پام کې ونېسئ.
1: ټول زده کوونکو باید ازموینې ته د ښوونځي په یونیفورم ( لباس) کې راشئ.
2: د ازموینې په سحنه کې بغیر له تختې او قلم څخه نور اضافي وسایلو ته اجازه نشته.
3: ازموینې ته باید په خپل ټاکلي وخت 8 بجې راشئ.
4: د ازموینې اړوند مضمون باید صحنې ته رانه وړئ.
5: که هر څوک په نقل باندې ولیدل ( گیر ) شو ناکام ګڼل کیږي.
6: د ازموینې په پرچه کې باید پنسل او سور قلم استعمال نه شئ.
7: یوازې له قلم او تختې سره د ازموینې سحنې ته راشئ.
8: ښه پر انرژي , منظم او په ډاډه زړه د ازموینې سحنې ته راشئ.
په خورا درنښت
د باب الریان کابل متوسطه خصوصي ښوونځي مدیریت.

Photos from ‎باب الريان کابل متوسطه خصوصي ښوونځی BRK Secondary Private School‎'s post 23/10/2023

ټول افغان ملت ته دې دغه ستره بریا مبارک وي

Photos from ‎باب الريان کابل متوسطه خصوصي ښوونځی BRK Secondary Private School‎'s post 05/10/2023

د تلې میاشتې ۱۳مه د ښوونکي نړیواله ورځ!

دغه ورځ د زما ټولو ګرانو او د قدر وړ ښوونکو او همدا راز د هیواد ټولو پیاوړو ښوونکو ته چې د ځوان نسل په ښوونه او روزنه کې ستړیاوې ګالي ځانګړې مبارکی وایم

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Kabul